داسلامې لارښود محترمو چلونکو ته
اسلام علیکم ورحمت الله وبره کاته .هیله ده چې جو ړ او روغ به یاست. دوه پوښتنې لرم هیله چې دشرعې په رڼا کې جواب راکړۍ ۱- دخپل دژوند ملګرې )(ښځې ) ته دهغې په خپل نوم اواز کول خو کوم شرعې محدودیت نه لرې؟۲ فاسق،مرتد اوزندیق چاته ویل کیږې ؟ که هر یو جلا جلا تعریف کړۍ مهربانې به مووې .مننه
غلام فاروق – شارجه امارات متحده
ځواب
بسم الله الرحمن الرحيم
خپله ميرمن پخپل نامه سره بلل جايز دي ، رسول صلی الله عليه وسلم به ام مؤمنين عايشې او نورو ته پخپل نامه خطاب کولو ، عايشه رضی الله عنها روايت کوي :
« يَا عَائِشَةُ، أَشَدُّ النَّاسِ عَذَابًا يَوْمَ الْقِيَامَةِ الَّذِينَ يُضَاهُئونَ بِخَلْقِ اللَّهِ »
(ای عايشې ! د قيامت په ورځ له خلکو څخه سخترين عذاب هغو کسانو ته ورکول کيږي چې دوی کوښښ کوي د الله تعالی د خلقت په مثل شی جوړ کړي ) . متفق عليه.
د دوهم سوال ځواب
فاسق : عام لفظ دی کافر ، کبيره ګناه کوونکي او د شرعيت خلاف عمل کوونکي ته وايي .
زنديق : څو معناوې لري :
هغه کس چې په ماده ايمان لري دهريه .
هغه کس ته وايي چې یوازې د محبت له مخې د الله تعالی عبادت کوي .
مګر ايمان د رجاء او خوف په مينځ کې دی ، مؤمن به د محبت ، د رحمت هيله او خوف دواړو سره د الله تعالی عبادت کوي .
مرتد : هغه کس ته وايي چې د اسلام څخه کفر ته اوښتی وي .