نعمت الله شینواری د کابل
ګرانو مسلمانو وروڼو اوخوندو !
داسلام دمقدس دين هر اصل ته که سړی ښه ځيرشي دومره کټی حکمتونه به پکې وي چه په ليکلو يی کتابونه ډکيږي .
داسلامی شريعت عملی کول به يواځی ټولنی ته امن ،سکون ،خوشحالې ،متقابل احترام ،يوپربل ظلم نه کول ،صداقت وي ، رشوت ،غلا ،بی حيايې ،خيانت به نه وي .
داچه نن ځنی کسان څه يی چه په مخ ورځې مخ نه ور څخه اړوي دا دوی خپله بی غيرتي ،بی ننګي دخدای (ج) ،قرآن او پيغمبر(ص) سره بی وفايې ده . د دوی بداعمال هيڅ کله هم د اسلام ترجومانې نه شي کولای .
اوس به راشو نعمت الله شینواری پوښتنی ځواب ته
د واده انتخاب:
موږ د پنځلسو افغانيو مڼې ناليدلې نه اخلو.خو د ژوند دا اوږد تړون بيا په پټو سترګو تړو. اسلام چې د فطرت دين دى پدې اړه يې دروازه پرې ايښې. شریعت اجازه ورکړې چې کله څوک ریباری ته ځي نو کولای شي د هغې مخ او دوه لاسونه وویني، آن تر دې چې غوره یې ګڼلې پداسې حالت کې ولیدل شي چې هغه متوجه نه شي ځکه کیدای شي له یوې خوا په سر او صورت لاس ووهي او له بله پلوه که احیانا یې توافق رانشي، چې د کوم لوري عواطف تر پښو لاندې نشی. کله چې پیغمبر صلی الله علیه وسلم خبریږي چې مغیره غواړي واده وکړي نو ورته فرمایی: ورشه هغه وګوره. ځکه دا کار ستاسې تر منځ تفاهم او مینه پیاوړې کوي. (دا حدیث ابن ماجه روایت کړی او البانی صحیح بللی.)
په هغه ټولنه كې چې د ناخوالو نه د خلاصون وروستۍ لار، الله ته ناخوښ روا كار (طلاق) تقريبا په حرام اوښتى، هلته چې تر مرګه په سكروټو ژوند زغمل كيږي… آيا دومره بې غوري د زغملو وړ ده؟ آيا اړينه نده چې پدې اړه د ټولنې ناسم دود مات كړو؟
ته كه واده كوې نو پلار او مور به یې خوښوي. د مور معيار مو غټې سترګې او سپين مخ دى او د پلار بيا د پلرونو او نيكونو ښه نوم. زما مور متل كوي چې “سپينه خو واوره هم ده چې سوزول كوي”. پلار ته يې سلام او د نيكه يې درناوى زما په سترګو، خو دا را ته ووايه چې دا آغلې/ ښاغلى څرنګه اخلاق لري، زماسره په خاورينه خونه كې ژوند تيروي كه نه؟ آيا هغې ارزښتونو ته درناوی كوي چې ما ته مهم دي؟ آيا زما سره په خبره پوهيږي؟
۳- ناسم دودونه او بې ځايه لګښتونه له منځه وړل:
موږ يوازې اوريدلي چې شريعت د مهر لپاره لوړ حد ندى ټاكلى خو کله مو هم پدې غوږ ندى ګرولى چې پيغمبر صلی الله علیه وسلم غوره ښځه هغه ښوولې چې مهر یې کم وي. صحابی پیغمبر صلی الله علیه وسلم ته احوال راووړ چې واده مې کړی او مهر یې 800 ګرامه نقره ده. پیغمبر صلی الله علیه وسلم په تعجپ سره پوښتي: “اته سوه ګرامه! ګواکي نقره لدې غره نه راباسې؟” (صحيح مسلم\ نکاح)
لدې پورته، آيا دا ولور هماغه مهر دى؟ بلكل چې نه. دا پيسې پلار اخلي. نجلۍ نه پكې برخه لري او نه يې د مصرف صلاحيت. آخر ولې مو په ځان آسانه ژوند سخت كړى؟ آيا هغه څوك چې لور په لوړ ولور ودوي، پخپله زوى نه لري؟ دا چې دا ډول لوړ ولورونه بيا بې چاره ناوې ته څومره ستونزې زيږوي، هغه خو ټولو ته څرګندې دي.
د ټولنيزو نادودو په وړاندې درېدل سخت دي خو ډاډه اوسئ چې دا كركجن ديوالونه به يوه ورځ نړيږي خو مهمه دا ده چې: ټولنه به د هغو جرئت او خدمت هېر نكړي چې لومړى ګام اخلي.
۴ – د ګډ ژوند په اړه:
درنو وروڼو او خويندو! په ژوند كې به لويه وړه هرو مرو راځي، خو ښه ده چې لاندې ټكي په پام كې ونيول شي:
– يو بل سره وزغمئ. كله مو چې طبيعت ښه جوړ وو او خوشحاله سره ناست وى، دا تړون وكړئ چې كه زه په قهر وم، ته به را ته حوصله كوې او كه ته په قهر وې زه به يې درته كوم.
– د ماشومانو په وړاندې غالمغال مه سره كوئ. آن كله مو كه سپينول سره كول، لږ تر لږه ماشومان له خونې وباسئ يا يې په لوبو بوخت كړئ. دا ښكلې نړۍ هغوى ته بدرنګه مه ورپيژنئ. كه تاسې د ټولنيزو دودونو له مخې د ناسم ژوند قرباني ياست، کم تر کمه هڅه وكړئ خپل ماشومان مو لدې ناوړه رنځ څخه وساتئ.
– په ګډ ژوند كې تعامل دوه ډوله دى. يو قسم چلند د پنبه يې توپونو په څېر دى. كه دواړه په سرعت او فشار هم سره ولګيږي نو كه يو فشار راوړي بل لور په هماغه اندازه د ننه خوا ته ننوزي. غږ نه ترې خيژي، هېڅ خرابي نه پيښيږي، د سترګو په رپ كې دواړه څنګ په څنګ سره كيني او د ټكر هېڅ اثر نه تر سترګو كيږي. خو دويم چلند د ښيښه يې لوښيو دى. كه دا ډول دوه لوښي د مخكينيو څخه په كم فشار هم سره ولګيږي. نو غږ به يې ټول ماحول راخبر كړي او تر دې د غم خبره دا ده چې كه دواړه نه وي، يو خو حتما ماتيږي. آيا دا پرتې شيشې بېرته د پيوندېدلو وړ دي؟ ځكه نو ښه ده چې د لومړي مثال په څېر ژوند وكړو. څومره كه يو پر بل تيز ورشو بيا مو هم بايد نرمي پر غوسې غالبه وي.
وروستۍ سپارښتنه الهی پيغام دی چې: ژباړه: (او له دوى سره نېك چلند وكړئ. كه مو هغوى نه خوښيږي، نو كيداى شي ستاسې يو شى خوښ نه شي خو الله په هغه كې ډېر خير اچولى وي.) (النسا۱۹)
محترم هډه وال صاحب تاسو اوستاسو معززې کورنۍ ته د زړه له کومې نیکې هیلې او سلامنه وړاندې کوم. الله تعالی دې تاسو ته ددغې زحمت اجر په هغې دنیا کې درکړي او په آینده کې درته د لابریالیتوب هیله مند یم، واقعا چې ستاسو ټول نشرات پر اسلامي واقعیتونو ولاړ او بالخصوص د نن سبا ناپوهه خلکو ته ډیر مفید بولم
پوښته مې داده، چې آیا د یوې جنۍ د کړلو لپاره یو کس کولی شی، چې د هغې مخ وګوري او معلومه یې کړي چې دا جنی زما قابله ده او که نه، حسن او جمال لري او که نه؟