سوال : مونږ ته عين قبله معلومول اړين دي
اوكه يواځې طرف دقبلي جهت كوي ؟
جواب: (۱) دقبلي په طرف اوسمت كښې شرعا ډير وسعت اوفراخي ده اودا اړينه ندهچه دعين كعبي طرف ته دې مخ شي بلكه دقبلې جهت كافي دى اوپه دې كښې هم په لږ ه اندازه كږيدلوسره يعني څه اندازه ښې اوچپ كيدو سره استقبال قبله كښې خلل نه راځې څنګهچه په درمختار كښې راغلي دي ( ولغيره ا ى غيرمعاينها اصابة جهتها بان يبقي شئ من سطح الوجه مسامتا للكعبة اولهوائها الخ (1)) اوپه شامي كښې له قهستاني نه نقل شوي دي ( ولاباس باالانحراف انحرافا لاتزول به المقابلة بالكلية بان يبقي شئ من سطح الوجه مسامتا للكعبة (الى ان قال ) وسياتى فى المتن فى مفسدات الصلوت انها تفسد بتحويل صدره عن القبلة بغيرعذر فعلم ان الانحراف اليسيرلايضر وهو الذى يبقي معه الوجه اوشئ من جوانبه مسامتا لعين الكعبة اولهوائها بان يخرج الخط من الوجه اومن بعض جوانبه ويمرعلى الكعبة اوهوائها مستقيما ولايلزم ان يكون الخط الخارج على استقامة خارجا من جهة المصلى بل منها اومن جوانبها الخ (2) ) .
حاصل د ا چه هركله داخبره ثابته شوهچه په كم مخ ګرځولو سره په مخ كولو په طرف دقبلي كښې كوم توپير نه راځې نود دې نه واضحه دهچه قطب شمال طرف ته په ساتلو سره په مونځ كولو كښې استقبال قبله حاصليږي اوجوماتونهچه په دې طريقي سره جوړ شوي دي هغه په صحيح طرف باندې دى په دې كښې دزياتو باريكيوو دلټولو ضرورت نشته ځكهچه آلات دقبلې دجهت معلومولو لپاره هرځاى كښې اسانه اوميسر نه وي،اوبيا هغه هم ظني دى او عاموخلكو ته د دې تكليف وركول مشكل دى اوپخواني جوماتونه په دې باره كښې صحيح دليلونه دي اوپه هغوى كښې تغيركول دكمې اندازي په مخ اړولو په ګومان سبب مناسب نه دى او قطب شمال دليل ګڼل په دې باره كښې داكابرو علماؤ واضحه دليل ددې دصحيح كيدو دى .
(1) الدرالمختار على هامش ردالمحتار باب شروط الصلوة ،استقبال قبله ج۱ ص ۳۹۷ ) .
(2) ردالمحتار باب شروط الصلوة مبحث فى استقبال القبلة ج۱ ص ۳۹۹ .