داسلامي لارښود محترمو کارکونکو!
االسلام علیکم ورحمت الله وبرکاته
بعدا زما پوښتنه د ملي سرود په هکله ده، هغه دا چې په بعضې مجالسو کې دمجلس په شروع کې ملي سرود غږول کیږي اوخلک یې په احترام ورته ولاړیږي آیا دا په شریعت کې جائز دي او که نه.که ځواب راکړئ مهرباني به مو وي.
محمد عابد
ځواب
بسم الله الرحمن الرحيم
د علمي څيړنو او افتاء دايمي ټولنه ليکي :
د ملي سرود او ملي بيرغ د احترام د پاره درېدل جايز نه دي بلکي دا يو بدعت دی چې د رسول الله صلی الله عليه وسلم او خلفای راشدينو په دور کې نه وو ، او دا عمل د کامل توحيد سره نه لګيږي . احترام او تعظيم يوازې د الله تعالی او ديني شعائرو په کار دی ، دا عمل د کفارو تقليد دی چې هغوی د خپلو حکمرانانو په تعظيم کې غلو کوي ، پيغمبر صلی الله عليه وسلم د هغوی د مشابهت څخه منع فرمايلې ده .
و بالله التوفيق و صلي الله علي نبينا محمد و آله و صحبه و سلم
د علمي څيړنو او افتاء دايمي ټولنه (1/149)
و الله سبحانه وتعالی اعلم