د ملا علي قاری -رحمه الله- ژوند لیک
لنډیز
نور الدین ابوالحسن علي د سلطان محمد زوی دی. هغه په قاري، هروي، مکي او ملا علي قاري سره مشهور شوی دی. هغه په قاري ځکه مشهور شو چې د قرآن کریم د قرآءاتو علم يې زده کړی ؤ. هروي د دې په خاطر ورته ویل کېږي چې د افغانستان د هرات په ښار کې ۹۳۰ هـ ق کال زیږیدلی دی. بل نسبت يې مکې مکرمی ته شوی هغه ځکه چې ملا علي قاري -رحمه الله- له هرات څخه مکې مکرمې ته وکوچید او هماغلته میشت شو. او په ۱۰۱۴ هـ ق کال په مکه مکرمه کې وفات شو، ملا علي قاري -رحمه الله- د حنفي مذهب د پیروانو یو هغه شخص ؤ چې تر ۱۲۵ زیات کتابونه او رسالې یې په مختلفو مجالاتو کې لیکلې دي، ملا علي قاري -رحمه الله- د تدریس تر څنګ یو زیات تعداد شاګران هم روزلي دي. موږ په همدغه لیکنه کې د هغه په ژوند او د هغه په علمي استعداد غږیدلي یو.
سریزه
الحمد الله والصلاة و السلام علی رسول الله محمد بن عبدالله و علی آله وأصحابه أجمعین وبعد!
موږ همدغه وړه لیکنه د حنفي مذهب هراتي عالم ملا علي قاري -رحمه الله- ژوند او علمي آثارو ته وقف کړې ده. موږ د بحث د لنډیز تر څنګ د موضوع مبرمیت، اصلي پوښتنه، د څېړنې مېتود د همدغې مشهورې څېرې ژوند لیک، علمي بډاینه او ټولنیز ژوند ترڅنګ د لیکلو آثارو نوم لړ ذکر کړو، زموږ په همدغه مختصر او لنډ علمي بحث کې مو د وخت ځينو مشهورو علماوو هغه ستاېنې چې د شیخ ملا علي قاري -رحمه الله- يې کړي رانقل کړي دي. همدغه څېړنیز بحث په پای کې یوه پایله، وړاندیزونه او د منابعو نوملړ لري.
د څېړنی مبرمیت
د حنفي مذهب د سر دمدارانو پېژندل او بیا د هغو علماوو چې زموږ ګران هېواد ته منسوب وي او په علمي ډګر کې ډېری لاسته راوړنې لري د هر لوستي افغان لپاره اړین او ضروري دی، ملا علي قاري -رحمه الله- یو له هغو سترو او لویو شخصیتونو څخه دی چې د حنفي مذهب لپاره ډېرې لاس ته راوړنې لري، ملا علي قاري په لسګونو کتابونه لیکلي، د هغه له لیکنو نه نه تنها په افغانستان کې بلکې د عربي نړۍ په شمول ډېرو هیوادونو کې علماء او د علم شایقین استفاده کوي موږ يې باید و پېژنو او له آثارو سره يې اشنا او ترې ګټه پورته کړو.
اصلي پوښتنه
ملا علي قاري څوک او کوم علمي او څېړنیز آثار لري؟
دڅېړنې موخې او اهداف
۱- خپلو ځوانانو ته د خپلو اسلافو معرفي کول.
۲- د ملا علي قاري -رحمه الله- د کتابونو پېژندنه.
۳- خپلو نسلونو ته معرفي کول چې زمونږ په تاریخ کې د ملا علي قاري -رحمه الله- غوندې هم په دین او هم مذهب مین علماء تېرشوي چې زیات علمي خدمتونه يې کړۍ دي.
۴- ځوانان په دې پوهول چې د اسلامي امت علماء که د هرځای او منطقې وي د ټول اسلامي امت په زړونو کې ځای لري.
۵- خپل نسلونه پردې پوهول ملا علي قاري -رحمه الله- چې په اسلامي امت کې دومره مشهوراو دومره زیات کتابونه لیکلي د افغانستان د هرات دی او علم پسې له خپل کوره او له خپله ملکه مهاجر شوی او په مکه مکرمه کې میشت شوی.
کړنلاره او مېتود
مونږ په خپلې دغې څېړنیزه مقاله کې له توصیفي تحلیلي میتود څخه استفاده کړې ده.
ستونزې او مشکلات:
د یوې مجهزې او بډایه کتابخانې نه موجودیت او ضعیف انترنت یو له هغو ستونزو او مشکلاتو دي چې موږ ورسره مخ شوې یو.
د ملا علي قاري ژوند:
نور الدین ابوالحسن علي د سلطان محمد زوی دی. هغه په قاري، هروي، مکي او ملا علي قاري سره مشهور شوی دی. هغه په قاري ځکه مشهور شو چې د قرآن کریم د قرآءاتو علم يې زده کړی ؤ د هغه نوم سره د (القاري) لقب همیش یو ځای یادول کېږي. الهروي د دې په خاطر ورته ویل کېږي چې د افغانستان مشهور ښار هرات کې يې دې نړۍ ته سترګې پرانستې دي، نسبت يې مکې مکرمې ته شوی چې په مکه مکرمه کې یې د ژوند اوږد پړاو تېر کړی دی.
ملا علي قاري ۹۳۰ هـ ق کال په هرات کې زیږیدلی دی. هغه په همدغه ښار کې را وټوکیده د خپل ژوند د اوږده سفر خاپوړې يې شروع کړې، قرآن کریم يې یاد کړ او د خپل استاد معین الدین بن حافظ زین الدین هروي سره يې د قرآن کریم زده کړه د غوراوي تر سرحده ورسوله. ملا علي قاري د خپل وخت ابتدايي شرعي علوم هم همدلته خپل اخرین منزل ته ورسول.()
کله چې نورالدین ابوالحسن علي د هراتي علماوو څخه د شرعي علومو زده کړې کولې ورځ تر بلې يې د علم او زده کړې د حصول لار کې يې مضبوطو ګامونو اخیستلو د علم، لیکلو او لوستلو سره شوق او علاقه نوره هم زیاته کړه. هوډ يې وکړ تر څو د مکي حرم په لور ولاړ شي او د رسول الله د زیږیدلو ښار او هغه کوڅې چې هغه مبارک پکې قدمونه ایښي دي په خپلو سترګو وګوري او هلته د موجودو علماوو سره په درسونو کې شریک او خپلو زده کړو ته دوام ورکړي.()
د حنفي مذهب دغه لوی پېرو د مکې مکرمې د لویو او مشهورو علماوو څخه یو عالم شو.
شیخ خلیل محي الدین د ملا علي قاري -رحمه الله- په معرفۍ کې لیکلي دي: چې ملا علي قاري د علم په ډګر کې تر ټولو وړاندی ؤ. فقیه، محدث، اصولي، مفسر، تاری پوه، د نحو او ادب په کتابونو پوه شخص ؤ. د خراسان په مشهور ښار هرات کې زیږیدلی، مکې مکرمې ته تللی او هلته يې خپل استوګنځی غوره کړ، د هراتي علماوو ترڅنګ يې د عربو او عجمو مشهورو علماوو څخه زده کړې وکړې. ملا علي قاري به په خپل ښکلي خط هر کال د قرآن کریم یوه نسخه لیکله او بیا به يې په بازار کې خرڅوله ترڅو یې د خپل حلال رزق لپاره یوه مناسبه تجارتي لار پیدا کړي وي. د وفات نېټه يې ۱۰۱۴ هـ ق دی او په (المعلاة) هدیره کې خاوروته وسپارل شو. مصري علماء یې کله چې له وفات څخه خبر شول د ازهر په پوهنتون کې يې غایبانه جنازه وکړه.()
عبدالحی لکنوي -رحمه الله- د ملا علي قاري -رحمه الله- په خپلو لیکنو کې زیات تو صیف کړی دی. هغه وايي: «وكل مؤلفاته نفيسة في بابها، فريدة مفيدة بلَّغَتهُ إلى مرتبة المجددين على رأس الألف من الهجرة.»() ټول کتابونه يې په خپل ځای کې د تقدیر او ستاینو وړ دي. هغه په زرمه هجري پېړۍ کې د مجددینو درجې ته رسیدلی ؤ.
زما په آند ملا علي قاري -رحمه الله- په (الحنفي) ځکه مشهور شوی چې د حنفي مذهب یو له کلکو مدافعینو څخه ګڼل کېږي. هغه حنفي مذهب خلکو ته ور پېژندلی او ترې يې دفاع کړې ده.اکثریت کتابونه يې د حنفي مسلک سره په همغږۍ لیکلي دي.
امام شوکاني -رحمه الله- د شیخ ملا علي قاري -رحمه الله- د پېژندا په تړاو لیکي: د هغه نوم (الشيخ ملا علي قارئ بن سلطان بن محمد الهروي الحنفي) په هرات کې يې د ژوند سترګې پرانستي او د مکې مکرمې په لور يې خپل علمي منزل پيل او د ژوند وروستۍ سلګۍ يې هم د رسول الله -صلی الله علیه وسلم- په ګاونډ کې واخیستې. ()
د ملا علي قاري -رحمه الله- ټولنیز ژوند:
ملا علي قاري -رحمه الله- خاص ژوند درلوده. هغه د نورو خلکو سره په تفاوت او جدا خویونه او عادتونه در لودل، د علماوو او روحانینو خپل خویونه او عادتونه وي. هغه په تقوی، دیندارۍ له ګناهونو د ځان ساتلو کې ډېر مشهور ؤ، هغه به خپله کار کاوه او د ځان لپاره به يې یوه مړۍ ډوډۍ پیدا کوله، هغه د خلکو سره زیات اختلاط او مجالس نه کول. اختلاط يې د خلکو سره لږ او د عمر ډېر ساعتونه يې د خدای تعالی په عبادت، لوستلو او لیکلو کې تېرول. ()
ملا علي قاري -رحمه الله- په دی عقیده ؤ چې د وخت حاکمانو ته د علماوو ډېر نزدیکت د علماوو اخلاص او تقوا ته ضرر رسوي. هغه پوهېده چې د پادشاهانو په دربارونو کې ناست علماء مجبور وي تر څو د هغوی د ذوق موافق درباري فتوا وې صادرې کړي، په همدی اساس يې یوه رساله د ( “تبعيد العلماء عن تقريب الأمراء”.) د علماوو لرې والی د حاکمانو له نزدیکت څخه- ولیکله. د شیخ ملا علي القاري په عقیده څومره چې علماء دربارونو ته نژدې وي او د حاکمانو په څنګ کې ناست وي هغوی بیا نه حق ویلی شي او نه يې په ویناوو کې اخلاص پاتیکیدلای شي.
دا یو واقعیت دی چې درباري ملایان بیا د درباریانو په سترګو کې ذیله او سپک وي. طماع انسان ترې جوړ شي، بیا د علماوو او هغه چاپلوسانو تر منځ کوم فرق نه وي چې د پادشاهانو په دربارونو کې ناست وي او فقط د هغوی صفت کوي.
هغه د مشکوة شریف په شرح المرقاة کې د خپل ځان په هکله لیکي: « رحِم الله والدي، كان يقول لي: ما أريد أن تصيرَ من العلماء؛ خشية أن تقف على باب الأمراء»() په پلار مې دې خدای تعالی رحم وکړي ماته به یې ویل: نه غواړم ته عالم شې د دې په خاطر چې وېرېږم بیا به د پادشاهانو په دروازو کې ولاړ يې.
شیخ ملا علي قاري اګر چې زیات وخت يې په لیکنو او تصنیف کې تېریده خو یو ګڼ شمیر شاګردان يې هم د علم په ګاڼه سنبال کړي دي. د ملا علي قاري د مشهورو شاګردانو څخه شیخ محيي الدین عبدالقادر، عبدالرحمن المرشدي، محمد بن فروخ الموروي، مولوي جوهرنات الکشمیري او همداسې ګڼ تعداد شاګردان يۍ درلودل.
د ملاعلي قاري-رحمه الله- په هکله د علماوو نظریات
عصامي په خپل کتاب سمط النجوم العوالي في أنباء الأوائل کې د ملا علي قاري -رحمه لله- په رابطه وايي:
«الجامع للعلوم العقلية والنقلية، والمتضلع من السنة النبوية، أحد جماهير الأعلام، ومشاهير أولي الحفظ والأفهام،وُلد بهراة ورحل إلى مكة.»() هغه عقلي او نقلي علوم راټول کړي، د رسول الله د احادیثو ډېر مطابعت کوونکی ؤ، حدیثو علم يې وکړ، یو د مشهورو علماء او حافظانو څخه ؤ. په هرات کې تولد شوی او مکې مکرمې ته يې کوچ کړی.
خيرالدین الزرکلي دمشقي په خپل کتاب الاعلام کې لیکي:
“محمد، نور الدين الملَّا الهروي القاري: فقيه حنفي، من صدور العلم في عصره، ولد في هراة، وسكن مكة وتوفي بها.() محمد نورالدین ملا هروي قاری: د حنفي مذهب فقیه، په خپل وخت کې د علم یوه سرچینه وه، هرات کې تولد شوی او په مکه مکرمه کې اوسیدلی او همدلته وفات شوی.
د ملا علي قاري-رحمه الله- د نورو علماوو ترڅنګ محمد ادریس کاندهلوي په خپل کتاب التعلیق الصبیح علی مشکاة المصابیح او نورو علماوو ستاینه او صفات بیان کړي دي.
د خلاصة الاثار مصنف وايي: (أحد صدور العلم فرد عصره الباهر)() د خپل وخت یو له هغه اشخاصو ګڼل کیده چې علم به خلکو ترې زده کاوه او د خپل وخت یو له روښانه څيرو څخه ؤ.
ابن عابدین په خپل کتاب (تنبیه الولاة و الحکام) کې د ملا علي قاري -رحمه الله- په هکله وايې:« وفي كلامه إشارة إلى أنه مجدد عصره، وما أجدر بذلك، ولا ينكر عليه ما هنالك إلا كل متعصب هالك» د هغه په خبرو کې دې خبری ته اشاره ده چې هغه د خپل وخت مجدد ؤ او د همدې وړ هم هېڅوک يې انکار نه کوي چې هغه د خپل عصر یو مجدد ؤ؛ مګر هغه متعصبین او هغه خلک چې هلاک او یا په غلطه دي.()
د ملا علي قاري-رحمه الله- علمي بډاینه، آثار او تألیفات
الف – علمي بډاینه
ملا علي قاري-رحمه الله- لکه چې مخکې ورته اشاره وشوه د علم یو لوی پیټی او د کتابونو یو غټ انبار په میراث پریښې، د هغه د لیکلي آثارو په رابطه تر ۲۰۰ زیاتو کتابونو او رسالو خبر ورکړل شوی. هغه مستقل کتابونه، ترجمه شوي آثار، د احادیثو د کتابونو شرحې، تفسیر او په ځنو مواردو کې د ضرورت په خاطر په کتابونو حاشیي لیکلي دي. هغه د لیکلو پوره استعداد لاره او په ژوند لیک کې یې وویل شول چې: په خپل لاس به يې د قرآن کریم یوه نسخه هر کال لیکله او بیا به ېې هغه خرڅوله او خپل اقتصادي مشکل به يې حل کاوه. د ا د هغه د لیکلو مهارت، شوق او علاقه موږ ته راښايي.
ملا علي قاري د امام نووي د کتاب اربعین النووي شرحه ولیکله او د نورو ډېرو لیکنو تر څنګ يي (كتاب الجمالين، حاشية على الجلالين) په جلالین تفسیر حاشیه ولیکله. هروي په تفسیر، احادیثو، فقه او ادب کې زیاتې لیکنې لري، هغه په مشکاة شریف هم شرحه ولیکله، د شرح مشکاة المصابیح او شرح مشکلات الموطأ يې د کتابونو د نوم لړ څخه شمېرل کېږي.
د حنفي فقه همدغې لويې هستۍ د (الرد علی ابن العربي) کتاب ولیکه. د فقه اکبر پر کتاب يې (منح الروض الأزهر فی شرح الفقه الاکبر) هم لیکلی کتاب دی. هروي صاحب د عجمو د جوړيې نومونو په هکله هم لیکنې کړي لکه (فاضل محمد او صادق محمد او د پلار نوم سلطان محمد) دا هغه جوړيې نومونه دي چې په عجمي ټولنه کې مشهور دي. ()
د هروي صاحب ټولې لیکنې په دې دلالت کوي چې هغه د امام اعظم ابوحنیفه -رحمه الله- د مذهب پیرو ؤ، هغه د حنفي مذهب زیات مسایل بحث کړي او د هغې لپاره يې دلایل را نقل کړي دي. په همدغه علت د یو تعداد نورو مذاهبو متعصبو پیروانو له هغه سره بغض او کینه درلوده.
د ملا علي قاري په رابطه العصامي وايي: « الشيخ الملا علي القاري بن سلطان بن محمد الهروي الحنفي الجامع للعلوم العقلية والنقلية،. أخذ عن خاتمة المحققين العلامة ابن حجر الهيثمي، و شرح المشكاة وله شرح على نخبة الفكر » ()
شیخ ملا علي قاري د سلطان بن محمد زوی دی هغه د هرات او حنفي مذهب تابع انسان دی. هغه عقلي او نقلي علوم راټول کړی دي، هغه د وروستني څېړونکي علامه ابن حجر الهیثمي څخه زده کړې کړي، مشکوة شریف يې شرح کړی او په نخبة الفکر باندې یې شرح لیکلی ده.
امام شوکاني د ملا علي قاري -رحمه الله- د علمي بډاینې په تړاو يې لیکي: «مصنفات منها شرح المشكاة وشرح الشمايل وشرح الوتريه وشرح الجزرية وشرح النخبة وشرح الشفاء وشرح الشاطبية ولخص القاموس وسماه الناموس وله الثمار الجنية في أسماء الحنفية»هغه زیات کتابونه لیکلي چې د یو څو نومونه يې داسی رانقل کړي: هغه د مشکاة شرح، د شمایل شرح، د الوتریه شرح، د الجزریه او نخبة شرح او نور زیات لیکلي کتابونه لري، چې همدا د هغه په علمي استعداد دلالت کوي. امام شوکاني -رحمه الله- اضافه کوي: ملا علي قاري وروسته په یوه امتحان کې راګیر شو کله يې چې په امام شافعي او امام مالک -رحمهم الله- باندې اعتراضونه شروع کړل. د امام شاطبي په خبره له هغې وروسته د شیخ ملاعلي قاري علمي کتابونو ته هغه علمي حیثیت پاتې نه شو کوم چې يې درلوده. ()
د ملا علي قاري -رحمه الله- په ژوند د هندي حیدرآباد (وادي مصطفی، شاهین نغر) په عربې ژبه یوه مقاله لیکلی چې عنوان يې دی ( ملا علي القاري -رحمه الله- حیاته و أعماله، و ثناء العلماء علیه) د ملا علي قاری ژوند، کړنې، او علماوو لخوا د هغه ستاینی. موږ د همدغې مقالې د یو څه برخو ژباړه دلته رانقلوو.
ملا علي قاري په یوولسم قرن کې تر ټولو غوره او د خپل عصر په علماوو کې مخکښ ؤ، هغه امام، محدث، فقهي، اصولي، مفسر، قاري، صوفي تاریخ دان او ادیب ؤ. هغه په قراءاتو کې امام ؤ ځکه په القاري باندی شهرت لري.
په هرات کې يې د شیخ معین الدین بن حافظ زین الدین الهروي څخه زده کړې وکړې او بیا مکې مکرمې ته ولاړ، هغه په مکه مکرمه کې د وخت د علماوو څخه لکه ابن حجر الهیثمي، علي المتقي الهندي، شیخ عطیه السلمي، عبدالله سندي او نورو میشتو علماوو څخه خپلې زده کړې پوره او خپله علمي تنده يې ماته کړه.
شیخ ملا علي قاري -رحمه الله- د علم په ډګر کې ټولو علوموته زیاته توجه کوله او کوښښ يې کاوه د هر شي په رابطه معلومات ولري. شیخ سلیمان المقري المصري په خپله هغه حاشیه کې چې په (شرح الضوء اللامع) او شیخ یحیی الحباب المکي په خپله هغه حاشیه کې چې په (شرح المنسك المتوسط) لیکلي ( هو علامة زمانه) هغه د خپل وخت علامه ؤ، هغه د خپل عصر نقلي او عقلي علوم زده کړل، په قرآني علومو کې يې یو خاص ځای لري. شیخ ملا علي قاري -رحمه الله- په خپل ژوند کې همدې شهرت ته ورسېد او علمي میراث (کتابونو) څخه به يې همیش د علم تږي استفاده کوي.()
د رسول الله -صلی الله علیه وسلم- څخه ثابت شوي چې ویلي یې دي: « عَنْ أَبِى هُرَيْرَةَ فِيمَا أَعْلَمُ عَنْ رَسُولِ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- قَالَ « إِنَّ اللَّهَ يَبْعَثُ لِهَذِهِ الأُمَّةِ عَلَى رَأْسِ كُلِّ مِائَةِ سَنَةٍ مَنْ يُجَدِّدُ لَهَا دِينَهَا »()
رسول الله -صلی الله علیه وسلم- فرمايي: یقینا خدای تعالی د هرې سلیزې په شروع کې د دین یو مجدد رالیږي. علماء د همدغه حدیث په بنیاد وايي چې ملا علي قاري -رحمه الله- د خپل عصر یو مجدد ؤ.
ملا علي قاري-رحمه الله- د خپل علمي استعداد او الهي پيرزوونې په هکله وايي: « فوالله العظيم، ورب النبي الكريم، إني لو عرفت أحدًا أعلم مني بالكتاب والسنة، من جهة مبناها أو من طريق معناها، لقصدت إليه ولو حبوًا بالوقوف لديه، وهذا لا أقوله فخرًا، بل تحدُّثًا بنعمة الله وشكرًا، وأستزيد من ربي ما يكون لي ذخرًا»() په الله تعالی قسم خورم او د رسول الله په رب باندې که ما پېژانده کوم شخص چې له ما څخه د کتاب الله او رسول الله احادیثو مرجعیت، معنا او مقاصدو ښه پوهېږي ضرور به هلته ورغلی وم. دا خبرې د فخر او تکبر لپاره هم نه کوم، بلکې د خدای تعالی د نعمت ذکر او شکر ادا کوم.
ب -آثار او تألیفات
د ملا علي قاري-رحمه الله- آثار او تألیفات لکه چې په تېر کې ورته اشاره وشوه زیات کتابونه يې په مختلفو علومو کې د تفسیر او آحادیثو څخه شروع تر فقه، اصول فقه، عقاید، قراءت، آداب د کتابونو شرحه او په بعض لیکلو کتابونو باندې د حاشیې لیکل، په مجلدونو باندې سنبال کتابونو او په څو ورقو کې لیکلي رسالې شاملی دي. د هغه د علمي لیکلي او چاپ شوي کتابونو د تعداد په هکله د علماوو ترمنځ اختلاف شته چې دقیق شمېر يې څومره ده، اختلاف به هم شاید پدې کې وي چې لوی او واړه کتابونه او رسالې چاپ او یا نا چاپ شوي آثار، ترجمه شوي او یا مستقل لیکل شوي کتابونه، د کتابونو شرح لیکل او یا په کتابونو باندې حاشیه لیکل او دې ته ورته موضوعات د دې باعث کېږي چې دقیق او اتفاقي تعداد او ارقام و نه ښودل شي. ځنیو همدغه تعداد تر (۱۰۷) یوسل اووه عدد پورې نوموار راښودلي دي.
دکتور مجید الخلیفه کله چې د ملا علي القاري په کتاب(شَمُّ العَوارِضِ في ذمِّ الرُّوَافِضِ) خپل تحقیق کاوه د هغې په پيلیزه کې يې ملا علي قاري موږ ته راپېژندلی د هغه د عقیدې یادونه کړې او ویلې دي: هغه ماتریدیه عقیده لري او اضافه کوي چې هغه د شیخ الاسلام ابن تیمیه او د هغه د شاګرد ابن القیم په خپلو لیکنو کې صفت کړی.دکتور خلیفه لیکي: ملا علي قاري جزاه الله خیرا له امام ابن تیمیه او ابن القیم(رحمهم الله) دواړو ډېره دفاع کړې او د هغه خلکو يې رد کړی چې په امام ابن تیمیه او ابن القیم باندې اعتراض کړی، خو د القاري کتابونه د سلفي عقیدې سره یو اندازه په ټکر کې دي، دکتور د خپلې دعوا د ثبوت لپاره همدغه رساله ذکر کوي په کومې چې ده خپل تحقیق کړی په همدې رساله کې دا بحث شوی چې: (لا عَينَ ولا غَير في تحقيق صفَاتِ الذاتِ) د خدای تعالی د صفاتو په هکله لیکلي چې نه عین دي او نه غیر.
الخلیفه وايي: داسې معلومیږي چې د عصر عقیدوي تأثیرات ېې ندي قبول کړي خاصةً هغه چې دی د عثماني خلافت په قلمرو کې اوسېده چې هغوی ماتریدیه عقیده لرله او د حنفي فقه فروع يې تطبیقول. د خراسان عدم استقراري ژوند او د ایران صفوي دولت د دې باعث شول چې ملا علي قاري خپل ټاټوبی پرېږدي او مکې مکرمې په لور هجرت وکړي.()
شیخ الحدیث سید محمد یوسف حسین پوري -رحمه الله- په خپل انترنتي سایت کې د ملا علي قاري-رحمه الله- د لیکلو آثارو په هکله داسې وايي: ( تصانيف مشهور ايشان از اين قرار اند) او بیا يې د یوڅلویښت عدد کتابونو نوملړ ذکر کړی دی چې د حسین پوري -رحمه الله- په نزد همدا يې مشهور کتابونه دي. ()
خو موږ دلته د ملا علي قاري -رحمه الله- د تراجمو څخه د هغه د لیکلو آثارو نوملړ ذکر کول غواړو چې هغه تقریبا ۲۶۳ دوه سوه دري شپېته ته رسېږي چې د اکثرو رسالو او یا کتابونو د نوم سره لیکل شوې چې په کومه موضوع کې لیکل شوې موږ هم هماغه سبک غوره کړی او دلته مو کټ مټ رانقل کړل. هغه نوملړ د هجاء د تورو په ترتیب داسې ترتیب شوي:
۱-آداب المویدین – تصوف ۲-اتحاف الناس بفضل وج و این عباس تراجم ۳- الأثار الجنیة فی أسماء الحنفیة – تراجم ۴-الأجوبة المحررة في البیضة الخبیثة المننکرة – أنكر فيها علي النصاي ما اعتادوه من تعاطي البيض و غير ذلك في الأعياد ۵- الاحاديث القدسية الاربعينية ۶- الاحاديث القدسية و الكمات الأنسية ۷- الأدب في رجب ۸- أدلة معتقد أبي حنیفة فی ابوي رسول الله صلی الله علیه وسلم – توحید ۹- الأربعون حدیثاً ۱۰- أربعون حدیثاً في فضل القرآن ۱۱- أربعونه حدیثاً فی النکاح ۱۲- أربعون حدیثا من جوامع الکلم ۱۳- الأزهار المنثورة فی الأحادث المشهورة ۱۴- إستخراج المجهولات للمعومات – فلک ۱۵- الإستدعاء في الإستسقاء – فقه و أدب
۱۶- الإستنان عند القيام إلي الصلاة ۱۷- استيناس الناس بفضل ابن عباس ۱۸- الأسرار المرفوعة في الأخبار الموضوعة – حديث ۱۹- الإصءناع في الإضطباع ۲۰- الأصل المهمة في حصول المتمة ۲۱- الإعتناى بالغناء في الفناء – تصوف ۲۲- اعراب القاري علي اول باب البخاري – لغة ۲۳ – الإعلام بفضائل بيت الله الحرام – مواعظ
۲۴ – إقتىاء الحنفية بالسادة الشافعية- فقه ۲۵- الأنباء بأن العصا من سنن الأنبياء – فقه و مواعظ
۲۶- أنواع الحجج في أسراؤ الحج – رسالة في الحج و أدابه و اسراره ۲۷-أنواعر الرار و اسرار الفرقان- تفسير 2 جلد ۲۸-اوراد الملا علي القاري – ادعية و ذكار ۲۹- بداية السالك في نهاية المسالك في شرح المناسك- فقه و مناسك الحج ۳۰- البرة في حب الهرة ۳۱- البرهان الجلي العلي علي من سمي بغيري مسمي بالولي
۳۲ – البلاء في مسألة الواء – فقه ۳۳- بهجة الإنسان ومهجة الحيوان – مختصر كتاب حياة الحيوان ۳۴- بيان فعل الخير إذا دخل مكة عن حج عن الغير – فقه ۳۵- البينات في تبيان بعض الأيات – رسالة في بعض شرائط الساعة ۳۶- التائبية في شرح التائية – شرح القصيدة التائية ۳۷- تبعيد العلماء عن تقريب الأمراء – رسالة في آداب العلام و طالب العلم ۳۸- التبيان في بيان مافي ليلة النصف من شعبان و ليلة الالقدر من الرمضان – مواعظ ۳۹- تتميم المقاصد و تكميل العقائد ۴۰-التجريد في إعراب لكمة التوحيد و مايتعلق من التمجيد –رسلاة في إعراب (لاإله إلا الله) وبيان معناها ۴۱- تحسين الطوية في تحسين النية – مواعظ في الإخلاص
۴۲- تحفة الحبيب في موضعط الخطيب- جملة من خطب المصطفي صلي الله عليه وسلام و اصحابه الكرام ۴۳- تحفة الخطيب و موعظة الحبيب
۴۴- تحقيق الإبانة في صحة اسقاط مالم يجب من الحضانة- فقه ۴۵- تخريج الإحتساب في تدقيق الإنتساب – فقه ۴۶- تخريج أحاديث شرح العقائد النسفية ۴۷-تخريج قراءات البيضاوي – قراءات ۴۸- التدهين للتزيين علي وجه التبين۴۹- تذكرة الموضوعات – حديث۵۰- تزيين العبارة لتحسين الإشارة – رسالة ي بيان حكم اشارة بالمسبحة في التشهد في الصلاة ۵۱ –تسلية الأعمي عن بلية العمي – مواعظ ۵۲- تشييع فقهاء الحنفية لتشنيع سفهاء الشافية- كتاب في الدفاع عن مذهب أبي حنيفة ۵۳- التصريح في شرح التسريح ( او التصريح أو التشريح) – رسالة في سنية اللحية و تمشيطها و خضابها ۵۴- تطهير الطوية بتحسين النية – رسالة في بيان نية المؤمن خیر من عمله ۵۵-تعليقات القاري علي ثلاثيات البخاري – حديث ۵۶- تفسير الأيات المتشابهات – تفسير۵۷- تفسير سورة القدر ۵۸- تفسير القرآن – تفسیر ۵۹- تمييز المرفوع عن الموضوع – حديث ۶۰- توضيح المباني و تنقيح المعاني – اصول فقه ۶۱- الثمار الجنية و الكلمات الأنسية – كتاب في تراجم الإمام أبي حنيفة و اصحابه ۶۲- الجمالين علی الجلالين – تفسير ۶۳- جمع الأربعين في فضل القرآن المبین – حدیث
۶۴- جمع الوسائل في شرح الشمائل – سيرة و شمائل ۶۵- حاشية علی تفسير البيضاوي ( الجزء الأخير)
۶۶- حاشية علی شرح الجعبري للقصيدة الشاطبية – قراءات ۶۷- حاشية علی شرح رسالة الوضع
۶۸- حاشية علی شرح المقاصد – و هو شرح مقاصد الطالبين في اصول الدين۶۹- حاشية علی شرح الهداية للمرغيناني- فقه
۷۰- حاشية علي شرح فتح القدير – فقه ۷۱- حاشية علي المواهب اللدنية – سيرة و شمائل ۷۲- حاشية علي نزهة النظر – حديث۷۳- حدود الأحكام فقه ۷۴- الحذر في أمر الخضر۷۵- الحرؤ الثمين للحصن الحصين لإبن الجزري – أدعية و أذكار ۷۶- الحزب الأعظم و الورد الأفخم لإنتسابه و إستناده إلي الرسول الأكرم – أدعية و أذكار ۷۷- الحظ الأوفر في الحج الأكبر – فقه ۷۸- دامغة المبتدعين و ناصرة المهتدين – فقه
۷۹- الدرر الثمين في شرح حديث الأربعين- حديث۸۰- الدرة الرضية في الزيارة المصطفوية الرضية – رسالة في بيان فضل زيارة المدينة المنورة و أدابها ۸۱- الدرر و الغرر من كلام سيد البشر- حديث ۸۲- الذخيرة الكثيرة في رجاء المغفرة الكبيرة – رسالة في الرد علي ابن حجر الهيثمي ۸۳- ذيل تحسين الإشارة – فقه
۸۴- ذيل تشييع فقهاء الحنفية لتشنيع سفاء الشافعية – فقه ۸۵- ذيل الرسالة الوجودية في نيل المسالة الوجودية – رسالة في الرد علي القائلين بوحدة الوجود ۸۶- ذيل المرتبة الوجودية – التصوف ۸۷- رد الفصوص – رسالة في الرد علي ابن العربي ۸۸- رد المتشابهات إلي المحكمات- تفسير ۸۹ – رسالة الإقتداء في الصلاة للمخالف – فقه ۹۰- رسالة ردبها علي من نسبه إلي سب الإمام الشافعي – التراجم ۹۱- الرسالة العطائية – تصوف ۹۲- رسالة في إتمام الركوع – فقه ۹۳- رسالة في احراق المصحف إذا خرج من الإنتفاع- فقه ۹۴- رسالة في الإستنجاء – فقه ۹۵- رسالة في الإشارة بالمسبحة في قراءة التشهد – فقه ۹۶- رسالة في باب الإمارة و القضاء- فقه ۹۷- رسالة في بيان الأشهرالحرم – فقه ۹۸- رسالة في بيان افراى الصلاة عن السلام هل يكره أم لا- رسالة في حكم الصلاة علي النبي صلي الله عليه وسلم ۹۹- رسالة في بيان أفضل التابعين- تراجم
۱۰۰- رسالة في بيان أن المكتوب لايجوؤ العمل به – فقه
۱۰۱- رسالة فيي بيان اولاد النبي صلي الله عليه وسلم – سيرة و شمائل ۱۰۲- رسالة في بيان التمتع في أشهر الحج للمقيم بمكة من عام – فقه ۱۰۳ – رسالة في بيان صفة مزاح النبي صلي الله عليه وسلم – سيرة و شمائل
۱۰۴- رسالة في بيان صفد و أصفد و نحوهما ۱۰۵- رسالة في تأويل حديث التجديد – حديث۱۰۶- رسالة في ترتيب و خلائف الوقف – فقه ۱۰۷- رسالة في تفاوت الموجودات – فقه ۱۰۸- رسالة في التفسير ۱۰۹- رسالة في تفسير بعض الأحاديث – حديث ۱۱۰- رسالة في الثبوت الشرعي – فقه ۱۱۱- رسالة في الجمع بين الصلاتين – فقه ۱۱۲- رسالة في الحج – فقه ۱۱۳- رسالة في حديث البراء في صحيح البخاري ۱۱۴- رسالة في حق تأخير الشهادة ۱۱۵- رسالة في حكم الحاج عن غيره إذا تجاوز حدود الحر بغير إحرام – فقه ۱۱۶- رسالة في حكم الشفعه – فقه ۱۱۷- رسالة في حل روز الشاطبية – قراءات۱۱۸- رسالة في حماية مذهب الإمام أبي حنيفة – فقه ۱۱۹- رسالة في الرد علي من ذم من مذهب الإمام أبي حنيفة – فقه ۱۲۰- رسالة في الرد علي من نسبه إلي تنقيص الإمام الشافعي – تراجم ۱۲۱- رسالة في الزينة – فقه ۱۲۲- رسالة في شرح حديث«إن الله خلق آدم علی صورته» – حديث ۱۲۳- رسالة في شرح حديث ورد في العقائد- توحيد۱۲۴- رسالة في شرط وقف السطان الفوري – فقه ۱۲۵- رسالة في شهادة المستخدمين علي المتولي- فقه ۱۲۶ – رسالة في طريق تحيل العلم- مواعظ ۱۲۷- رسالة في العتمة – مواعظ ۱۲۸ – رسالة في فضيلة الأشهر ۱۲۹- رسالة في فضيلة رجب المرجب – مواعظ ۱۳۰-رسالة في اللإمات و معرفة أقسامه – لغة ۱۳۱- رسالة في ماهية خلق الملائكة و قصة خلق أدم – توحيد ۱۳۲- رسالة في مسائل الإمامة – توحيد ۱۳۳- رسالة في مسألة الإبراء – فقه
۱۳۴- رسالة في مناقشة البيضاوي في الحديث الذي ذكره في رفع العذاب عن أهل القبور – حديث
۱۳۵- رسالة في النكاح – فقه ۱۳۶- رسالة في وحدت الوجود ۱۳۷- رسالة في وقف الإجارة- فقه
۱۳۸- رسالة فيما يبدل ةعوي المدعي- فقه ۱۳۹- رسالة فيما يتعلق بالحمد والشكر – مواعظ ۱۴۰- رسالة فيما يتعلق بليلة النصف من شعبان و ليلة القدر – مواعظ ۱۴۱- رسالة متعلقة بالحجر الأسود- سيره و تاريخ ۱۴۲- رسالة مشتملة علي الأحاديث الصحيحة لخروج المهدي –حديث و توحيد ۱۴۳- رسالة الموضوعات – حديث ۱۴۴- رفع الجناح و خفض الجناح بأربيعن حديثا في النكاح – حديث ۱۴۵ – رفع الخفا عن ذات الشفا – سيرة و شمائل ۱۴۶- الرهص و الوقص لمستحل الرقص – تصوف ۱۴۷- زبدة الشمائل وعمدة الوسائل – سيرة و شمائل ۱۴۸- الزبدة في شرح قصيدة البردة –سيرة و شمائل ۱۴۹- سلالة الرسالة في ذم الروافض من أهل الضلالة – توحيد ۱۵۰ –سم القوارض في ذم الروافض – رسالة في الرد علي الرافضة ۱۵۱- سير البشري في السير الكبري – سيرة و شمائل ۱۵۲- شرح أبيات إبن المقري – قراءات ۱۵۳- شرح الأمالي لعلي القاري – شرح قصيدة في التوحيد ۱۵۴- شرح الجامع الصغير- حديث ۱۵۵- شرح حديث (لاعدوي و لاطيرة) حديث ۱۵۶- شرح حزب البحر لأبي الحسن البكري -–أدعية و أذكار ۱۵۷- شرح الرانية في رسم المصحف – مصاحف ۱۵۸- شرح رسالة الفاظ الكفر لبدر الرشيد- توحيد ۱۵۹- شرح الرسالة القشيرية – تصوف ۱۶۰- شرح الشاطبیة – قراءات ۱۶۱- شرح شرح نخبة الفكر – مصطلح الحديث ۱۶۲- شرح الشفا في حقوق المصطفي – سيرة و شمائل ۱۶۳- شرح صحيح مسلم – حديث ۱۶۴- شرح ضوء المعالي علي منظومة بدء الأمالي – شرح قصيدة في التوحيد ۱۶۵- شرح علي القاري علي نبذة في زيارة المصطفي – رسالة في بيان فضل زيارة المدينة المنوره و أدابها ۱۶۶- شرح عين العلم وؤين الحلم – تصوف مواعظ ۱۶۷ – شرح فقه الأكبر- توحيد ۱۶۸- شرح مسندالإمام أبي حنيفة – حديث ۱۶۹- شرح مشكلات الموطاء – حديث ۱۷۰- شرح مغني اللبيب عن كتب الأعاريب- لغة ۱۷۱- شرح المواهب اللدنية للقسطلاني – سيرة و شمائل ۱۷۲- شرح الموطاء برواية الإمام محمد – حديث ۱۷۳- شرح نخبة الفكر – مصطلح الحديث ۱۷۴- شرح الهداية للمرغيناني – فقه ۱۷۵- شرح وصية الإمام أبي حنيفة – فقه ۱۷۶- شرح الوقاية في مسائل الهداية – فقه ۱۷۷- شفاء السالك في إرسال مالك – حديث ۱۷۸- شم العوارض في ذم الروافض – رسالة في الرد علي الرافضة ۱۷۹- صلاة الإستسقاء- فقه
۱۸۰- صِلات الجوائز في صلاة الجنائز – فقه ۱۸۱ – الصلات المطلوبة علي الذات المحبوبة – أدعية و أذكار ۱۸۲- صنعة الله في صيغة صبغة الله – حديث ۱۸۳- الصنيعة في تحقيق البقغة المنيعة ۱۸۴- الضابطية للشاطبية – قراءات ۱۸۵- صوئ المعالي لبدء الأمالي- شرح قصيدة ۱۸۶- طبقات الأحناف ۱۸۷- طبقات المجتهدين – تراجم و طبقات ۱۸۸- طرفة الهميان في تحفة العميان – مواعظ ۱۸۹ – الطواف بالبيت و لو بعد الهدم – فقه ۱۹۰- العفاف عن وضع اليد بالطواف – فقه ۱۹۱- عقد النكاح علي لسان الوكيل – فقه
۱۹۲- عقيلة أتراب القصائد في أسني المقاصد للشاطبي – قراءات ۱۹۳- العلامات البينات في بيان بعض الأيات – رسالة في بيان بعض أشراط الساعة ۱۹۴- عمدة الشمائل – سيرة و شمائل ۱۹۵- غاية التحقيق في نهاية التدقيق في مسائل ابتي بها أهل الحرمين الشريفين- فقه ۱۹۶ – فتح أبواب الدين في أداب المريدين – تصوف ۱۹۷- فتح الأسماع في شرح السماع – فقه ۱۹۸ – فتح باب الإسعاد في شرح فصيدة بانت سعاد- سيرة و شمائل ۱۹۹- فتح باب العناية بشرح كتاب النقاية – فقه ۲۰۰- الفتح الرباني في شرح تصريف الزندانجاني ۲۰۱- فتح الرحمن بفظائل شعبان ۲۰۲- فتح المغطا بشرح الموطاء ۲۰۳- فتوي بشأن الزواج بالتوكيل- فقه ۲۰۴- فر العون ممن يدعي ايمان فرعون – رد فيه علي القائلين بإيمان فرعون ۲۰۵- فرائد القلائد علي احاديث العقائد- رسالة في تخيرج احاديث العقائد النسفية ۲۰۶- الفصول المهمة في حصول المتمة – مباحث متعلق بأداب الصلاة و الخشوع فيها ۲۰۷- الفضل المعول في الصف الأول – رسالة في فضيلة الصف الأول في الصلاة ۲۰۸- الفيض السماوي في تخريج قراءات البيضاوي – قراءات ۲۰۹ – الفيض الفائض في شرح الروض الرائض في مسائل الفرائض – فقه ۲۱۰ – قصة هاروت و ماروت – تفسير ۲۱۱- قصيدة الولد المجيب علي والده – المواعظ ۲۱۲- قوام الصوام للقيام بالصيام – فقه ۲۱۳- القول السديد في خلف الوعيد- رسالة في بيان الدعاء الماثور«اللهم لايهزم جند و لايخلف وعدك » ۲۱۴ – كشف الحذر عن أمر الخضر- توحيد ۲۱۵ – الكلام علي تحريم سماع الأغاني – فقه ۲۱۶- كنز الأخبار في الأدعية و ماجاء من الأثار – أدعية و أذكار ۲۱۷- لب اللباب في تحرير الأسباب – تراجم و طبقات ۲۱۸- لب لباب الناسك في نهاية السالك – فقه ۲۱۹- لب لباب المناسك وحب حباب المسالك –فقه ۲۲۰- لسان الإهتداء في الأقتداء – رسالة في مسألة إقتداء الأحناف بالشافعية ۲۲۱- المبين المعين لفهم الأربعين – حديث ۲۲۲- المجالس السامية في مواعظ البلاد الرومية – مواعظ ۲۲۳- مجموعة احاديث نبوية- حديث ۲۲۴- مجموعة رسائل قول الحلبي – مواعظ ۲۲۵- مجموعة الفتاوي الفقهية- فقة ۲۲۶- المختصر الأوف في شرح الأسماء الحسني- توحيد ومواعظ ۲۲۷- المختصر المصنوع في معرفة الموضوع – حديث ۲۲۸- المرتبة الشهودية في المنزلة الوجودية – رسالة رد فيها علي القائلين بوحدة الوجود ۲۲۹ – مرقاة المفاتحي شرح مشكة المصابيح – حديث ۲۳۰ – مسألة امرأتين لهما وقف – فقه ۲۳۱- المسألة في البسملة – تجويد ۲۳۲- المسلك الأول فيما تضمنه الكشف عن مجاوزة هذه الأمة الاف – مواعظ ۲۳۳- المسلك المتقسط في المنسك المتوسط – فقه ۲۳۴ – مسند الأنام شرح مسند الإمام
۲۳۵- المشرب الوردي في في حقيقة مذهب المهدي – توحيد ۲۳۶ – مصطلحات أهل الأثر علي نخبة الفكر – مصطلح الحديث ۲۳۷ – المصنوع في معرفة الحديث الموضوع – حديث ۲۳۸ – المعدن المدني في فضل اويس القرني – موعظ ۲۳۹ – معرفة النساك في معرفة السواك – فقه ۲۴۰ – معني الفقه- فقه ۲۴۱- مغيث القلوب لما يزول به علل الاه و الذنوب –تصوف و مواعظ ۲۴۲- المقاصد المحسنة فيما يدور من الأحاديث علي الأسنة ۲۴۳- مقالة الأربعين حديثاٌ – حديث ۲۴۴- المقالة العذبة في العمامة والعذبة – فقه و مواعظ
۲۴۵- مقامة الأربعين حديثاٌ ۲۴۶- المقدمة السالمة في خوف الخاتمة – مواعظ ۲۴۷- الملمع في شرح النعت المرصع – لغة ۲۴۸- مناقب الإمام الأعظم و أصحابه- تراجم ۲۴۹ – منح الروض الأزهر في شرح الفقه الأكبر – توحيد ۲۵۰ – المنح الفكرية بشرح المقدمة الجزرية – تجويد ۲۵۱- المورد الرومي في المولد النبوي –سيرة و شمائل ۲۵۲- الموضوعات الصغري – حديث ۲۵۳- الموضوعات علي القاري – حديث
۲۵۴- الموضوعات الكبري – حديث ۲۵۵- الناسخ و المنسوخ من الحديث – حديث ۲۵۶- الناموس في تلخيص القاموس – لغة
۲۵۷ – نزهة الخاطر الفاتر في ترجمة سيدي عبدالقادر – تراجم ۲۵۸ – النسبة المرتبة في المعرفة و المحبة – تصوف ۲۵۹ – النعت المرصع في المجنس و المسجع – لغة ۲۶۰ – الهبات النسيات في تبيين الأحاديث الموضوعات – حديث ۲۶۱- الهبات السنية العلية علي أبيات الشاطبية الرانية – قراءات ۲۶۲ – هيئة السنيات في تبيين أحاديث الموضوعات – حديث ۲۶۳- الوقوف بالتحقيق علي موقف الصديق – رسالة حول موقف الصديق عندما كان اميراٌ علي الحج ()
پایله:
ملا علي قاري-رحمه الله- چې اصلي نوم يې نور الدین ابوالحسن ؤ او په ملا علي قاري مشهور ؤ، هغه په هرات کې ۹۳۰هـ ق زیږیدلی، خپل علمي سیر یې د همدغه ځای څخه پيل کړی. د مکې مکرمې په کوڅو بازارونو او درسګاهو وګرځيد هلته يې د موجوده علمي شخصیتونو څخه خپلې زده کړې خپل وروستي پړاو ته ورسولې. هغه د قرائتونو علم تمام کړ او د (القاري) لقب يې همېش د نوم سره مل شو. هغه په مشکاة شریف شرحه ولیکله، تفسیر ته يې مخه شو، د ادبو کتابونه يې نه تنها ولوستل، بلکې په ادبو کې يې کتابونه ولیکل. ملا علي قاري هروي او حنفي -رحمه الله- په خپل عصر، اوس او آینده کې د حنفي مسلک د پیروانو هغه ځلانده څيره دی چې په شرق او غرب کې يې د علم تږي د کتابونو څخه ګټه اخلي، هغه د مال او دولت پر ځای د کتابونو یو لوی نوملړموږ ته په میراث پرېښود، هغه چې څومره په عجمې نړۍ کې شهرت لري د هغې څو برابره په عربي نړۍ کې يې له علمي آثارو استفاده کېږي. تر سلو زیات کتابونه او علمي آثار يې لا اوس هم په کتابخانو کې موجود دي. او ۱۰۱۴هـ ق کال په مکه مکرمه کې وفات شو.
وړاندیزونه:
۱ – د افغانستان اسلامي امارت ته وړاندیز کوم د حنفي فقه دا او همدې ته ورته علماء خپلو ځوانانو ته ور وپېژنو، ترڅو مو ځوان نسل د خپلو اسلافو له تاریخ څخه پوره آګاه شي.
۲ – د افغانستان اسلامي امارت ته وړاندیز کوم تر څو د خپل ځوان نسل روزنې او تربیې ته تر هر وخت زیاته توجه وکړي، ځکه افغانان د زده کړو استعداد لري.
۳ – د افغانستان د علومو اکاډمۍ ته وړاندیز کوم یو پلاوی تعیین او د ملا علي قاري -رحمه الله- علمي آثار راغونډ د افغانستان ملي ژبو ته وژباړل شي ترڅو نه تنها د شرعي علومو زده کوونکي ترې استفاده وکړای شی بلکی د نورو علومو زده کوونکي او طالب العلمان هم ترې په آسانۍ ګټه واخیستلای شي.
۴ –د افغانستان علومو اکاډمۍ ته وړاندیز کوم تر څو د ملا علي قاري -رحمه الله- ټول علمي آثار د علومو اکاډمۍ علمي کتابتون ته خریداري کړي ترڅو همیش زموږ کتابخانه لا هم د علمي شخصیتونو د علمي آثارو څخه غني او بډایه شي.
۵- پیشنهاد کوم ترڅو د همدغه علمي او څيړنیز سیمنار مقالې چاپ او ګټې اخیستنی ته آماده شي.
د منابعو نوملړ