مفرد ، مثنی او جمع

۲- د عدد له مخې د اسم اقسام :

د عدد او شمير له مخې اسم په دری ډوله دی :مفرد(يوازې) ، مثنی (دوګونی) او جمع ويشل شوی دی :

مفرد : هغه نوم دی چې په یوه شی باندې دلالت وکړي لکه : رجل .

مثنی : هغه نوم دی چې په دوو انسانانو يا دوو حيوانانو يا دوو شيانو دلالت وکړي لکه : رجلان ، شجرتان .

د مثنی علايم :

د اسم مثنی لپاره دوې علامې دي لکه :ان او ين لکه : تلميذان ، کتابين

يادونه : (ان ) د رفع په حالت کې او (ین ) د نصب او جر په حالت کې اضافه کيږي .

د هر اسم چې آخر يې (ان ) وي مثنی نه دی لکه :جریان ، دوران ، سلطان ، حرمان ، غلیان ، غفران ، فرحان .

د اخ ، مثنی اَخوان او اَخوين کيږي او جمع په زير سره راځي لکه : اِخوان او اِخوة.

جمع : هغه نوم دی چې تر دوو نه په زيانو انسانانو يا شيانو دلالت وکړي لکه : مؤمنين .

جمع په دريو قسمونو ويشل شوی دی : جمع مذکر سالم ، جمع مذکر مؤنث او تکسير

د جمع مذکر سالم علايم :

اسم د (واو) او (نون) د حروفو په زياتولو سره جمع ګرځي چې علايم یې (ون ) او (ين) دي ، چې د رفع په حالت کې (ون) او د نصب او جر په حالت کې (ين) اضافه کيږي لکه : معلمون ، مؤمنين .

د جمع مؤنث سالم علايم :

د جمع مؤمنث علامه (ات ) ده ، کچرې د اسم په آخر کې (ة) وي حذف کيږي (ات) اضافه کيږي لکه : فاطمة = فاطمات او کچرې په آخر کې همزه زائده ولري په واو بليږي لکه : صحراء = صحراوات

جمع تکسير :

د جمع تکسیر د جوړولو لپاره څه خاصه قاعده وجود نلري بلکي په مختلفو وزنونو راځي .

۳- د حروفو د نوعيت له مخې د اسم تقسيم :

د حروفو د نوعيت له مخې اسم په : صحيح ، ممدود او معتل ويشل شوی دی .

اسم صحيح په : اسم سالم ، اسم مهموز او اسم مضاعف ويشل شوی دی .

اسم معتل په : اسم مقصور او اسم منقوص ويشل شوی دی .

اسم صحيح :

هغه نوم دی چې حروف عدت (الف،واو ، ياء ) ونلري لکه : کتب ، نصر

اسم سالم :

هغه اسم دی چې په اصلي حروفو کې همزه ونلري لکه : کتب

اسم مهموز :

هغه اسم دی چې په اصلي حروفو کې همزه ولري لکه :سأل

اسم مضاعف :

هغه اسم دی چې د يوه جنس څخه دوه حرفونه ولري لکه : مدد ، فرر

اسم معتل :

هغه اسم دی چې ځېنې حروف عله ولري : حامد ، محمود .

اسم مقصور :

هغه اسم دی چې په آخر کې الف مقصوره ولري لکه : مصطفی ، هوی

اسم منقوص :

هغه اسم دی چې په آخر کې ياء لازمه ولري لکه : هادي ، مهتدي .

…………………………………………………………………………………………………………………………………………

که تاسو غواړئ چې علمي او تحقیقاتي لیکنې او مقالې مو په دعوت نیوز کې خپرې شي نو لاندې لینک کیکاږئ او مونږ ته په انلاین بڼه خپله لیکنه را واستوئ؛

https://dawatnews.com/submit-article/

شرعي پوښتنه:

که کومه شرعي پوښتنه لری دمهربانی له مخې لاندې فورم ډک کړی او خپله پوښتنه ثبت کړئ.

https://shorter.me/75WZr

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

error: Content is protected !!
چیټ خلاص کړئ
مرسته
Scan the code
سلام 👋
زه څنګه مرسته کولی شم؟