معلق طلاق څنګه واقع کيږي ؟

محترمو ورونو! یوه پوښتنه لرم هیله ده چی ّځواب راکری.
که یو څوک واده ولری او ښځه یی یو عادی کار وکری چی خاوند یی پری خبر وی خو د خاوند مور او پلار یی نه وی پری خبر. نو مور او پلار یی ورته وایی چه ستا ښځی ولی داسی وکرل. نو دغه سری وایی چه زما ښځی دغسی کار نه دی کری او که زما ښځی داسی کری وی پر ما دی طلاقه وی. حال دا چی دی پوهیژی چه ښځی یی هغه کار کری خو مور او پلار ته په دروغو دغه خبره وکری. په دی حالت کی ایا طلاق واقع کیژی. او که واقع کیژ ی کو نوع طلاق واقع کیژی او دا سری باید څه وکری

محمد موسی

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

په دې صورت کې معلق طلق واقع شوی دی .

معلق طلاق دې ته وايي چې طلاق په يوه شرط پورې وتړي يا د نکاح د مظبوطې ريشتې تړل په يوه شرط پورې داسې چې خپلی ښځې ته ووايې که د فلاني کره لاړی يا د فلانی کار وکړ طلاقه يې نو هر کله چې شرط پوره شي او نوموړی کار تر سره شي نو طلاق به واقع شي .که يو طلاق يې ياد کړی وي يو طلاق به واقع شي که دوه طلاقه يې ياد کړي وي نو دوه به واقع شي او که دری طلاقه يې ياد کړی وي نو دری طلاقه به واقع شي.

کفايت المفتي ج ۶ ص ۷۴ ، فتاوي دارالعلوم ديوبند ج ۲ ص ۶۳۸ ، اسلامې فقه او فتاوی المحمودي ) .

و  فی‌ الهندیهة:

«‌اذا اضاف الطلاق الی الشرط  وقع عقیب الشرط  اتفاقاً  مثل ان یقول لامرأته‌: ان  دخلت  الدار  فانت  طالق‌»‌.(الهنديه:1/420)

نو ستاسې مسئله دا شوه چې طلاق معلق واقع شوی دی ځکه چې د طلاق د پاره معلق کار تر سره شوی دی نو رجعي طلاق واقع شوی دی ، خاوند خپلې ښځې ته د طهر يعنې پاکۍ په موده کې بغير د نکاح له تجديد څخه رجوع کولای شي .

و الله تعالی اعلم

📌آیا این مطلب برای شما مفید بود؟ پس با دوستان‌تان شریک سازید تا آنها هم بهره‌مند شوند! 🤝 📲#اشتراک_گذاری 🥀🌹

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.