مشهور داعي چې د ميليونو انسانانو د هدایت سبب شوی ؤ

الرياض ورځپاڼه ، عربستان سعودي : د کويټ مشهور داعي “شيخ عبدالرحمان السميط” چې د ده په وسيله په افريقا کې په ميليونو کسان مسلمان شوې وو د څو کلونو درد او مرض له امله خپل روح حق تعالی ته تسليم کړ .

شيخ عبدالرحمان السمیط تقريباً 30 کاله د خپل عمر د اسلامي دعوت په لاره کې د افريقا په قبائلو کې تير کړل ، د هغه په لاس باندې الله تعالی 11 ميليونه خلک مسلمان کړل چې 7 ميليونه افريقايان او پاتې د نړی د نورو هيوادو وګړې وو .

دغه داعي په کال 1947 کې د کويت په يوه دينداره کورنۍ کې زږيدلې وو ، د لومړی او دوهمې دورې زده کړي يې پخپل هيواد کې تر سره کړی وې د تخصص او دوکتورا زده کړې یې د داخله ناروغيو په څانګه له بغداد پوهنتون ، “لیورپول” په بریتانیا او “مک گیل” په کانادا کې تر لاسه کړی وي .

دغه اسلامي دعوتګر د 30 کلونو د دعوت او خير په کارونو چې د افريکا د فقير او بې وسه ولسونو سره يې کول له زياتو مشکلاتو لکه : د ملک څخه شړل ، بندي کول ، په مرګ باندې ويرول او تهديدولو سره مخ شوی وو ، لکن هغه په ډير صبر او حوصله د اسلام مبين دين ته دعوت کړی دی چې د افريقا په ډيرو هيوادو لکه : موزامبیک، کنیا و زیمبابوه او شمالي قطب ته يې سفرونه کړی دي او زيات خلک يې اسلام ته دعوت کړی دي

د اسلامي امت با درکه او با احساسه داعي په آخر کې يوې مهمې مسئلې ته اشاره کوي :

د افريقا فقير ملت د اسلام د درک په باره کې اشتباه لرله ، ځکه چې مسيحي مبشرينو او مبلغينو  هغوی د خپل لاس آله جوړه کړي وو، کله مې چې د افريقايانو څخه و پوښتل ستاسو دين څه دی ؟ وويل : د خدای شکر مونږ پروتستان مسلمانان يو ، ددې مسئلې په اړه مې تعجب وکړ و مي پوښتل : څنګه پروتستان مسلمانان ياست ، ځواب يې راکړ : زمونږ والدينو مونږ ته ويلي وو چې مونږ مسلمانان يو مګر مونږ د اسلام په اړه هيڅ معلومات نه لرلو حتی په دې هم نه پوهيږو چې څنګه لمونځ وکړو او څنګه روژه ونيسو تر دې چې مونږ ته د پروتستان مسيحيان راغلل او مونږ ته يې د لمونځ کول او روژې نيول ، کليسا او انجيل هديه کړل .

د اسلامي امت د دغه داعي د مجاهدو او کوښښونو مختصر بيان په لاندې ډول دی :

  • د هغه په لاس باندې د 11 ميليونو انسانانو مسلمانيدل .
  • د جمعية العون الخريه مؤمسسې جوړول .
  • د الکوثر مجلې رئيس او ليکونکی .
  • د 5700 جوماتونو جوړول .
  • د 15000 يتيمانو کفالت او سرپرستي .
  • د 9500 چاګانو کيندل .
  • د 860 بابه مدرسو جوړول ، 4 پوهنتونه او 204 ستر اسلامي مرکزونه .
  • د 124 روغتونو جوړول ، د 840 قرآني مدسو جوړول .
  • د 95000 محصلينو د تحصيل مصرف ورکول او نوی مسلمانانو ته د 6 ميلينو قرآنکريم نسخو چاپ او توزيع .
  • د 40 هيوادونو څخه زياتو هيوادونو کې د افطار (روژه ماتي ) تنظيم .

دا قيصه مو د عبرت د پاره نشر کړه تر څو خپل دين ته متوجه شو ځکه چې د مال ډيرولو خلک ډير مصروف کړي دي.

د افسوس خبره دا ده چې نړيوال خو پرېږده چې د الله (جل جلا له) دين ته مو دعوت نه کړل ،بلکي خپله ټولنه مو هم تر اوسه د دين په ضرورياتو سمه نه ده پوه کړې ، او اوس مهال چې کفري يرغل په هيواد کې جريان لري د اسلام په ماڼۍ اور بل دی بايد مسلمانان لږ څه احساس وکړي ، که نه د خلکو ايمانونه له سخت خطر سره مخ دي .

📌آیا این مطلب برای شما مفید بود؟ پس با دوستان‌تان شریک سازید تا آنها هم بهره‌مند شوند! 🤝 📲#اشتراک_گذاری 🥀🌹

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.

چیټ خلاص کړئ
مرسته
Scan the code
سلام 👋
زه څنګه مرسته کولی شم؟