د اسلامي نړۍ د وتلي عالم شیخ التفسیر محمد علي الصابوني شاهکار اثر ( صفوة التفاسیر) تازه په تازه په معیاري، روانه او آسانه پښتو له دعوت نیوز.کام وېبپاڼې څخه په وړیا توګه ډاونلوډ کړئ.
د صفوة التفاسیر پښتو ژباړه د هیواد تکړه عالم او په پښتو او عربي ژبو د قلم خاوند مولوي شمس الله کمال زاده صاحب کړې چې په دې نږدې ورځو کې په شپږو ټوکونو کې په سپین کاغذ او ښایسته صحافت د ( مکتبة المعروفیة) له خوا د چاپ په زېور ښایسته شوی دی.
د تفسیر ځانګړنې
صفوة التفاسیر یو له معتمدو او مقبولو تفاسیرو ګڼل کیږي. چې له اختصار او جذابیت سره سره لاندې ځانګړنې او مزایاوې هم لري.
ــ د قران کریم د هر سورت له تفسیر وړاندې د سورة د محتویاتو او مقاصدو لنډه خلاصه وړاندې کوي.
ــ د آیتونو تر منځ تړون، مناسبت او شان نزول بیانوي.
ــ د سختو لغاتو تحقیق او په اړه یې د لغت د علماوو د رأیې او اشتقاق بیان
ــ په روانه او عام فهمه ژبه د آیتونو تفسیر
ــ د علم بلاغت له نظره د نکاتو سپړل
ــ ځای په ځای هغه ګټې او فائدې بیانول چې له آیت څخه راوځي او یا ورسره تړاو لري.
د ژباړن په اړه
مولوي شمس الله کمال زاده صاحب د افغانستان د غزني ولایت اوسیدونکی دی. د ثور انقلاب او جهاد له کلونو وړاندې نوموړي په هیواد کې د ( ندای حق) په نوم له یوې اسلامي نشریې سره همکاري درلوده او په پښتو او دري ژبه یې مقالې لیکلې، د جهاد په کلونو کې نوموړی عربي هیوادونو ته لاړ او بیا ډیر وخت له عربي، ژبې، ثقافت او ادب سره نږدې پاته شوی. نوموړی چې په پښتو او عربي دواړو ژبو روان قلم لري، د صفوة التفاسیر ژباړه یې هم په ډير ښه انداز کړې.
د صفوة التفسیر دغه پښتو ژباړه لکه څنګه چې یو ستر دیني او علمي خدمت دی، د پښتو ژبې د علمي شتمنۍ لپاره یې هم مهم ګام بللی شو، چې د دغسې دیني علمي آثارو ژباړې ته ډيره اړتیا لري.
الله تعالی دې د صفوة التفاسیر پښتو چاپ د دې کتاب مصنف، ژباړن او خپروونکو ټولو ته د صدقه جاریې په حیث په تلپاتې ذخیره بدل کړي. آمین یا رب العلمین
اول جلد صفوة التفاسیر (پښتو) ډاونلوډ کړئ.
دوهم جلد صفوة التفاسیر (پښتو) ډاونلوډ کړئ.
دریم جلد صفوة التفاسیر (پښتو) ډاونلوډ کړئ.
څلورم جلد صفوة التفاسیر (پښتو) ډاونلوډ کړئ.
پنځم جلد صفوة التفاسیر (پښتو) ډاونلوډ کړئ.
شپږم جلد صفوة التفاسیر (پښتو) ډاونلوډ کړئ.
…………………………………………………………………………………………………………………………………………
که تاسو غواړئ چې علمي او تحقیقاتي لیکنې او مقالې مو په دعوت نیوز کې خپرې شي نو لاندې لینک کیکاږئ او مونږ ته په انلاین بڼه خپله لیکنه را واستوئ؛
https://dawatnews.com/submit-article/
شرعي پوښتنه:
که کومه شرعي پوښتنه لری دمهربانی له مخې لاندې فورم ډک کړی او خپله پوښتنه ثبت کړئ.