د اسلام مقدس شريعت د آسانۍ د پاره په موزو باندې مسح کول جايز کړي دي :
الله سبحانه وتعالی فرمايي : يُرِيدُ اللّهُ بِكُمُ الْيُسْرَ وَلاَ يُرِيدُ بِكُمُ الْعُسْرَ (البقره 185 )
ژباړه : اراده لري الله پر تاسې باندې د آسانتيا او اراده نه لري پر تاسې باندې د سختۍ .
رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : المسح علی الخفين للمسافر ثلاثة ايام ولياليها و للمقيم يوم وليلة (الترمذي ) .
يعنې : په موزو باندې مسح د مسافر د پاره دری شپې او ورځې او د مقيم د پاره يوه شپه او ورځ ده .
او همدارنکه فرمايی :
انِ النَّبيِّ صلَّى اللَّهُ عليهِ وسلَّمَ أنَّهُ رخَّصَ للمسافرِ إذا توضَّأَ ولبسَ خفَّيهِ ثمَّ أحدَثَ وضوءًا أن يمسحَ ثلاثةَ أيَّامٍ ولياليَهنَّ وللمقيمِ يومًا وليلةً (علل الکبير ۵۵ لبخاري ) – الصحيح المسند -) 1181- شرح السنه لبغوی -: 1/33
په موزو باندې د مسحې طريقه :
په موزو باندې د مسحې کولو طريقه دا ده چې دری وړې ګوتې به د پښې په پاسنۍ حصه باندې راکاږي ، لکن په دسکش يا دستانو باندې مسح کول جايز نه دي .
په موزو باندې د مسحې کولو د صحت شرطونه :
د لاندې شرطونو په صورت کې په موزو باندې مسح کول صحي دي :
۱- دا چې موزې به په اوداسه سره په پښو کوي .
۲- موزې به دومره سخته وي چې هغه ته اوبه نه ننوځي .
۳- موزې به د دواړو پښو ښنګري (بجلګ ) پټوي .
۴- موزې به د تلو په وخت کې په پښو باندې تينګې نښتې وي ، نه داسې چې هغه په بل څيز تړل شوې وي .
۵- دا چې دواړه موزې به د پښو د دريو وړو ګوتو په اندازه له څيرې والی څخه حالي وي .
د مسحې موده :
د مقيم د پاره يوه شپه او ورځ او د مسافر د پاره دری شپې او ورځې .
د مسحې موده د بې اودسۍ له وخت څخه پيل کيږي نه له هغه وخت څخه چې موزې په پښو کړې وي .
په موزو باندې د مسحې ماتوونکي :
۱- ټول هغه شيان چې اودس ماتوي د موزو مسحه هم ماتوي .
۲- د موزو مسحه د موزو په ايستلو سره ماتيږي .
۳- مسحه د مودې په پوره کيدو سره ماتيږي .
۴- کله چې د پښو اکثريت حصي ته اوبه ننوځي مسحه ماتيږي .
۵- کچيرې مسحه کوونکي د پښو زياته حصه تر ساق پورې لوڅ کړي ( موزې وباسي) مسحه ماتيږي .
کله چې په موزو باندې مسحه ماته شي اودس ماتيږي ځکه بغير د اودس څخه په موزو باندې مسحه کول نه صحي کيږي .
د احنافو په نزد د بوټو او موزو څخه لاندې جرابو باندې چې سختې وي د اوبو د نفوذ مخه ونيسي مسحه کول جايز دي لکه زمونږ په عصر کې مروجې مسحۍ چې ورته وايي چې له سخت چرم او پلاستيک څخه جوړې دي او پښې ته اوبه نه پرېږدي .
المسح على الجوارب: أجاز الحنفية على الراجح لديهم المسح على الجوربين الثخينين
البدائع:10/1، الدر المختار وحاشية ابن عابدين:348/1
📌 ناشر:دعوت نیوز.کام👇