مرتد به د قتل څخه مخکې اسلام ته بلل کيږي

د مرتد قتل :

مرتد به نه وژل کيږي مګر دا چې بالغ او عاقل وي او له ارتداد څخه توبه و نه باسي او ارتداد په اقرار او شهادت سره ثابتيږي او د مرتد د قتل په وجوب باندې د فقهاؤ اتفاق دی په دليل د دغه حديث شريف [«من بدل دينه فاقتلوه» (رواه الجماعة إلا مسلماً، ورواه ابن أبي شيبة وعبد الرزاق) ، يعنې : چا چې دين بدل کړ (مرتد) شو هغه ووژنئ .

او په بل حديث شريف کې راغلي :[ لا يحل دم امرئ مسلم إلا بإحدى ثلاث: الثيب الزاني، والنفس بالنفس،والتارك لدينه المفارق للجماعة» (متفق عليه ) ، يعنې : د مسلمان سړي د وينې تويول (وژل ) جايز نه دي مګر د دريو کسانو : زنا کاره کونډه او واده شوی ، نفس په نفس (قصاص ) او د دين ترک کوونکی د جماعت څخه جلا شوي .

د قتل څخه مخکې اسلام ته رابلل :

د احنافو په نزد مسحب ده او د نورو مذاهبو په نزد واجب ده چې مرتد ته اسلام وړاندې شي او د څه شي په باره کې چې ده ته شک او شبهه وي هغه ورڅخه لرې شي او هغه ته دری ورځې وخت ورکړ شي او هر ورځ د هغه څخه اسلام ته د رجوع کولو غوښتنه وشي که يې توبه وکړه ښه او که يې توبه ونه کړه وروسته دې قتل شي .
په دليل د هغه روايت چې سيدنا عمر فاروق رضی الله عنه څخه داسې روايت شوی دی : «أنه قدم على رجل من جيش المسلمين، فقال: هل عندكم من مُغربةِ خبر؟ قال: نعم، رجل كفر بالله تعالى بعد إسلامه، فقتلناه، فقال عمر: هلا حبستموه في بيت ثلاثة أيام، وأطعمتموه في كل يوم رغيفاً لعله يتوب، ثم قال: اللهم إني لم أحضر ولم آمر، ولم أرض» (رواه مالك في الموطأ) .

د مرتد په اړه به لومړی پوره تحقيق تر سره کيږي چې په څه کافر شوي دی په ځنو حالاتو کې لکه جهل ، تأويل ،اکراه او خطا په صورت کې به هغه معذور ګڼل کيږي :

اول جهل : کيدای شي يو کس د الله تعالی په حکمونو پوه نه وي په يوه کفري ټولنه کې استوګن وي يا د بې علمه او جاهلو خلکو په منيځ اوسېدلی وي او داسې مسلمانان ډير شته چې هغه د جهل او ناپوهۍ په ټولنو کې اوسيږي نو په داسې کس باندې د مرتد او قتل حکم ډير سخت وي بلکي پوره تحقيق غواړي .

دوهم تأويل د شرعي احکامو : داسې چې يو کس د الله تعالی احکام داسې تفسير کړي چې مراد ترينه شرعه نه وي لکه اهل بدعت کوم چې تأويل کوي لکه مرجئة ډله ، معتزله ډله او خوارج .

دريم اکراه او مجبوريت : داسې چې پر کوم کس باندې ظالم مسلط شي او د عذاب څخه د خلاصون په نيت په ژبه باندې څه د کفر کلمات ووايي مګر زړه يې په ايمان مطمئن وي .

څلورم خطاء : داسې چې يو کس سهواً په بې فکری سره د کفر کلمات ووايي نه قصداً

په پورته څلورو واړو حالاتو کې سړی معذور بلل کيږي او په هغه باندې څوک د کفر ټاپه نشي لګولای
(موقع السلام السوال جواب ) .

د مرتد په مسئله کې ډير احتياط په کار دی په کوم مسلمان باندې په ناحقه د کفر تاپه لګول سخته ګناه ده رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : إذا كفر الرجل أخاه، فقد باء بها أحدهما (رواه مسلم )

ژباړه: هر چا چې خپل مسلمان ورو په کفر باندې متهم کړ يقيناً يو د هغوی به په هغه باندې اخته کيږي او د هغه ګناه د هغوی نه د يو کس په غاړه کيږي.

📌آیا این مطلب برای شما مفید بود؟ پس با دوستان‌تان شریک سازید تا آنها هم بهره‌مند شوند! 🤝 📲#اشتراک_گذاری 🥀🌹

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.

چیټ خلاص کړئ
مرسته
Scan the code
سلام 👋
زه څنګه مرسته کولی شم؟