ډاکتر عیسي ستانکزی
په ۱۹۵۸ میلادي کال کې امریکایي اروا پوه هینري هارلو ( Harry F. Harlow) د بېزوګانو د ماشومانو په هکله یوه څیړنه وکړه چې وروسته د نورو اروا پوهانو په زیار د ماشومانو د خوندیتوب او پر مور اوپلار د تکیېې او عاطفي ملاتړ په هکله ډېرې زیاتې مثبتېذڅېړنې وشوې او په اروا پوهنې کې ېې ډېر څه بدل کړل.
هارلو د دې لپاره چې وښيي ماشوم ولې له مور او پلار سره روږدی کېږي ایا د دې لپاره ده چې مور او پلار د ماشوم مادي اړتیا لکه خواړه ، کور او خوندي چاپریال باربوي که نه تر دې زیات ماشوم عاطفي تړاو مور اودپلار ته نیژدې کوي. تر دې ازموینې مخکې دا نظریه ډېره مطرح وه چې ماشوم ځکه له مور او پلاره سره عاطفي تړاو پیدا کوي چې مور او پلار ېې ورځنۍ اړتیاوې لکه خواړه او څښاک برابروي.
هغه د بېزو د ماشومانو لپاره د مور دوه ګوډي چوړ کړل ، یو ېې کلک د وسپنې و چې بیزو ماشوم ته ېې شیدې ورکولې او بله نانځکه یا د مور ګوډی له نرمو مالوچو جوړ شوی ؤ. هره ورځ چې به هارلو د بېزو ماشوم ډې کوټې کې خوشې کړ نو په اتو ساعتونو کې به ېې شپږ ساعته د نرمې مور په غیږ کې پراته و او وسپنزې مور ته به یوازې ورغلل او شیدې به ېې چې وخوړلې بیرته به د نرمې نانځکې غېږه ته پناه وروړله . نو په دې ډول ېې دا خبره رد کړه چې په ټولو حیواناتو کې کې مادي اړتیاوې د تړاو اصلي عامل نع دی بلکه مینه او عاطفه له ماشوم سره د مور او پلار د تړاو اصلي عامل دی.
کله چې به هارلو پسته نانځکه له کوټې بهر کړه د بېزو ماشومانو به اعتراض پیل کړ . په داسې حال کې چې پستې مور ماشومې بېزو ته هیڅ هم نه ورکول خو ماشوم به ډېر وخت له همدې پستې مور سره تیراوه. دعه ماشومې بېزوګانې له زېږیدا وروسته له خپلې اصلي موره بیلې شوې وې.. هغه د نرمې ناځکې په سر بو ګرم ګروپ هم لګولی و . نو ماشوم د ډوډۍ په ځاي د مږر غوندې له پستې او ګرمې غېږې سره ډېر وخت تیراوه.
ړې څېړنې دا خبره رد نه کړه چې خواړه د تړاو لپارخ رول نه لري خو دا خبره ېې جوته ګړه چې د ماشوم لپاره د تړاو اصلي اړتیا د مور او پلار مینه ده.
که څه هم له اخلاقي پلوه پر هارلو نیوکې وشوې چې له بېزو ګانو سره ېې ظلم کړی خو دا ېې ثابته کړه چې تر لومړنیو اړتیاوو مینه او عاطفه د ماشوم په روزلو کې حتمي وي.
نو ماشوم یوازې جامو او ډوډۍ ته اړتیا نه لري ماشوم تر هر څه زیات مینې عاطفې او خوندي چاپریال غواړي.
تاسو په خپلو ماشومانو یوه وړه تجربه وکړئ . ماشوم ته د لوبو سامان او وسایل کښږدئ نو ماشوم به ښه په خوند لوبه کوي خو نا ببره غصه وکړئ او په کوټه کې په غوصې خبرې وکړئ او له هغه وروسته بیا ماشوم ته د لوبو وسایل ورکړئ نو وبه ګورئ چې ماشوم هغسې لوبه ونه کړي. چې مخکې ېې ګوله.
دا خبره اوس بیخي روښانه ده چې له سټرس په ډک او نارامه چاپریال کې ماشوم هیڅ شی هم نه زده کوي او دغه راز ماشوم خشن ، نارامه تو پر ځان بې باوره لویوي
مینه او مینه او بیا هم مینه د ماشوم د تربیې اصلي کونجي ده