د ماشوم سترول، د فولادو د کلا جوړل دي.
ټول میندې او پلرونه په دې ښه پوهېږي، چې د کوچنیانو ساتنه او پالنه څومره سخت او ستړی کوونکی کار دی. په تېره بیا هغه وخت، چې ماشوم خاپوړې او ور پسې ګرځېدل زده کړي.
په دې خت کې باید ماشومانو ته جدي پاملرنه وشي، تر څو ورته خدای مه کړه کوم زیان ونه رسېږي. دا سمه ده، چې په دې سن کې ماشوم ته زیاته پاملرنه په کار ده، خو له دې نه لږ په زیات عمر کې هم باید د ماشوم له ساتنې او پالنې غافله نه شو. له ګرځېدلو وروسته کله، چې ماشوم منډې زده کوي او یو څه د شوخۍ طرف ته ځي، ټوپونه او خېزونه وهي لا ډیره پاملرنه ورته په کار ده.
ماشوم مو په لوړ ځای کې یوازې مه پرېږدئ:
تر ټولو مهم او اړین ټکی، چې باید په پام کې ونیول شي په لوړو ځایونو کې د ماشوم د ګرځېدلو څخه ساتنه ده. هېڅکله هم باید ماشوم په لوړ ځای، لکه د خوب تخت او یا دې ته ورته نورو ځایونو کې یوازې پرې نه ښودل شي. ماشوم ته اجازه مه ورکوئ، چې په لوړو او خطرناکو ځایونو لکه بالکون کې لوبې وکړي.
د کوټې د کړکیو پلې د ماشوم لپاره د یوه خطر ناک شي په توګه په پام کې ونیسئ، که کله غواړئ، چې د کړکۍ پلې خلاصې کړئ تر څو کوټې ته تازه هوا او لمر را د ننه شي، خپل ماشوم ته مو خیال کوئ، چې په دې وخت کې کړکۍ ته نېږدې نه شي. که غواړئ دغه کار تر سره کړئ ښه خبره دا ده، چې د کړکیو په پلو کې جالۍ ولګوئ او یا هم میلګر تېر کړئ.
تېره شیان مو له ماشومانو لرې وساتئ:
د یوې لحظې لپاره مو هم ماشوم په هغه ځای کې چې دغه ډول وسایل په کې شتون ولري مه پرېږدئ، ځکه ماشومان خپل دوست او دښمن نه شي تشخص کولای دوی دا ډول خاصیت لري، چې هر څه ته لاس وړاندې کوي او له هر څه سره مینه کوي آن که هغه اور هم وي.
کیمیاوي مواد او درمل په خپل مناسب ځای کې کېږدئ:
کیمیاوي او د کالیو مینځلو مواد او دغه راز دارو او درمل په داسې ځای کې کېږدئ، چې ماشومان ورته لاس رسی ونه لري. ځکه ماشوم سن دا تقاضا کوي، چې له هر شي نه زر تضرره شي او تاثیر پرې وکړي.
ګرم او سره څېزونه:
د یوې لحظې لپاره هم ګرم څېزونه لکه اوتو، چای جوشه او دې ته ورته نور څه له ماشومه لرې وساتئ. د داسې مېز پر سر یې مه ږدئ، چې ماشوم مو ورته رسېدلای شي. که شی لږ هم ګرم وي ماشوم ته په دې ډیر زیان رسوي ځکه، چې د ماشوم پوست تر لویانو نازک دی او زر ورته خطر پېښږي.
له برېښنایي وسایلو سره پام وکړئ:
د کور ټول برېښنایي وسیایل په یوه مخصوصه کڅوړه کې واچوئ، ځکه په برقي وسایلو کې ډیر داسې څه شته، چې ماشوم ورته لاس وړاندې کوي او په پایله کې ورته زیان رسوي. تاسو باید په کور کې د هر څه لپاره مناسب ځای ولرئ، په هېڅ صورت مو باید ماشوم هغه شیانو ته چې ورته زیان رسوي لاس رسی ونه لري.
ان که ستاسو ماشوم دې مرحلې ته نه وي رسېدلی، چې اورلګیت ولګوي ، خو بیا هم که په لاسه ورشي کېدای شي خولې ته یې کړي، چې د اورلګیت د دواړو خواو درلودنکې تېزاب ورته د زهرو په شان دي او ډیر زیات جانبي عوارض ورته پېښولای شي.
د خوب پر وخت مو هم ماشوم ته د کمې اسانتسا برابره کړئ:
ډیره کله ماشوم د شپې نیمه شپه له خوبه پاڅېږي، هغوی، چې ګرځېدلای شي امکان شته، چې له خوبه د پورته کېدو سره سم ولاړ شي او حرکت وکړي، نو ښه خبره دا ده، چې تاسو د ماشوم په کوټه کې کم روښنا لرونکي لامپونه وکاروئ، تر څو له یوې خوا مو ماشوم له کوم څه سره ونه لګېږي او له بلې خوا مو ماشوم د ډار احساس نه کوي.
د دعوت نیوز رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت نیوز رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت نیوزبانکي پتهIslamic Bank AC # 00105100585219 :
د واټس آپ شمېره WhatsApp: +93 747 162 162:
Support Dawatnews Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawatnews Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
Islamic Bank AC # 00105100585219
Account for international payments: 00105100585219
WhatsApp:+93 747 162 162