ماشومانو د پاره په کور کې د نانځکو (عروسک) ساتل څه حکم لري ؟

اسلام عليکم ورحمة الله وبرکاة ، په کور کی د ماشومانو د لوبو او ساعتیری لپاره د نینځکو(ګوډیګانو) ساتل د اسلام له نظره څنګه دی؟
مننه – احمد

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

د ماشومانو د پاره په کور کې نانځکويو (عروسک) ساتل حرام دی ، ځکه دا د مجسمې حکم لري .

په حديث شريف راغلی : « يَا عَائِشَةُ، أَشَدُّ النَّاسِ عَذَابًا يَوْمَ الْقِيَامَةِ الَّذِينَ يُضَاهُئونَ بِخَلْقِ اللَّهِ » (بخاري او مسلم ) ، ای عايشې ! د قيامت په ورځ له خلکو څخه سخترين عذاب هغو کسانو ته ورکول کيږي چې دوی کوښښ کوي د الله تعالی د خلقت په مثل شی جوړ کړي ) .

کوم کور کې چې مجسمې وي هغه کور ته ملائکې نه ننوځې ، ځکه دا تشبح بالکفار عمل دی .

لقوله رسول الله صلی الله عليه وسلم  لا تدخل الملائكة بيتا فيه تصاوير أو تماثيل (مسلم 2112 )  :-

په کوم کور کې چې تصاوير او مجسمې وي هغه کور ته پريښتې نه ننوځي .

د پلاستکي نانځکو اخيستل او خرڅول حرام دي ( فتاوي المحمودي حنفي 21/3/1412هـ.ق )

ماشومانو ته دې د مجسمې پر ځای پلاستيکي موټر ، بايسکل وغيره د لوبو د پاره واخيستل شي .

و الله اعلم

📌آیا این مطلب برای شما مفید بود؟ پس با دوستان‌تان شریک سازید تا آنها هم بهره‌مند شوند! 🤝 📲#اشتراک_گذاری 🥀🌹

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.