د کمونيزم پيژندنه :
د مارکسزم ، سوسيالزم او کمونيزم د اصطلاحاتو مطلب يو دی چې مونږ ورته کمونيزم يا کمونست وايو .
سوسيالزم د لاتيني کلمې د سوسيوس په معنی دی چې شريک ته وايي .
او کمونيزم د لاتيني کلمې (communis) څخه اخيتسل شوی چې معنی اشتراکيت دی ،
د سوسيالزم او کمونيزم دواړو معنی یو ده چې اشراکيت وايي .
اشتراکيت ځکه ورته وايي چې د کمونست له اهدافو څخه يو هدف دا وو چې خصوصي او فردي ملکيت لغوه کول او د ټولنيز برابر ملکيت را منځته کول يې مطلب وو او د کپيټليزم پر ضد دی .
چې هدف يې د خصوصي او فردي ملکيت لغوه کول او د ټولنيز برابر ملکيت را مينځته کول دي.
مارکسزم ځکه ورته وايي چې بنسټ ایښودنکی یهودی کارل مارکس دی .
کمونیزم او يا مارکسزم بنسټ :
د مارکسي فکر بنسټ ايښودونکی :
د مارکسي فکر بنسټ ايښودونکی مارکس وو او د مارکسي او يا کمونستي دولت بنسټ ایښودونکی لينين وو او دواړه په اصل کې يهوديان وو .
مارکس چې په ۱۸۴۷ کال کې يې د مارکسزم يا کمونيزم بنسټ کيښود ، او د انګليس په مرسته يې د سوسياليزم يا کمونيزم مرام ترتيب کړ ، له جرمني ، فرانسې او بلجيم څخه د شړلو وروسته يې په لندن کې ژوند غوره او په ۱۸۸۳ کال کې مړ شو مارکس د سوسيالستي انقلاب په راوستلو کې بريالی نشو ، خو د هغه وروسته د لنن په مشرۍ په کال د 1918 د روسيې په خاوره کې سوسيالستي يا کمونيستي انقلاب مينځته راغی .
د مارکس د ژوند حالت ته لنډه کتنه :
مارکس اصلاً يهودي نيژاده دی ، يقیناً چې وراثت لره تأثير وي چې د يهودي طبيعت د نفرت او تاوتريخوالي څخه ډک دی خو مونږ د هغه بار د هغه په پلرونو او نيکونو نه ور اچوو ،الله تعالی فرمايي : وَلا تَزِرُ وَازِرَةٌ وِزْرَ أُخْرَى .
ژباړه: او هېڅ پورته كوونكى د بل د ګناه بار نه پورته كوي.
مګر هغه څه ته اشاره کوو چې د مارکس په ژوند کې ثابت دي :
۱- د هغه پلار په وران کاری ويجاړولو مشهور وو .
۲- د پلار د مرګ وروسته يې له خپلې مور او دوو خويندو سره ژوند کولو او د هغه د ميراث څخه يې خوراک کولو کله يې چې خپله برخه وخوړله نو د خپلو خويندو برخه يې د ځان کړه ځکه چې هغوی ضعيفه وې ( د هغوی برخه يې په ظلم و خوړله).
۳- بيا يې شخصې ژوند اختيار کړ او د خپل ملګري (فرد ريک انجلز) سره يې ژوند کولو .
۴- هغه به د خپرونو او کتابونو په خرڅولو کې درغلي او دوکه کوله .
۵- د هغه دوه لوڼو ځان وژنه کړې يوه «الينورا» چې د يو عاشق سره يې حرام ژوند تيرولو او بله لور يې «لورا» چې د زړتوب له ويرې يې ځان وژنه کړې وه .
او مونږ لکه څنګه چې د کارل مارکس په ګناه د هغه والدين نه نيسو همداسې هغه د خپلو لوڼو په ګناه نه نيسو ، مګر مونږ دې ته حيران يو چې دا څنګه نابغه وو او فيلسوف وو (هغه کس چې د خپلو خويندو حق په ظلم خوري ، د مور څخه جلا فردي ژوند غوره کوي او بيا ددو لوڼو هسې حالت او بيا را پورته کيږي په ټولنه کې د برابرۍ او مساواتو راوستو ادعا کوي ، بزګر د ځمکې له مالک سره په جنګ اچوي او مزدور د صاحب کار سره په جنګ اچوي او بلاخره په دغه کفري لعنتي مفکورې باندې عالمونه وژل کيږي …).
د اسلامي نړۍ لپاره د فکري جګړې لارې / استاذ دوکتور علی جريشه