ؤ نه ؤ په پخوا وختونو کي یو موږک له خپلي کورنۍ سره په يوه سوړه (غار) کې اوسيدی.
موږک ډېر لټ ؤ، هيڅ کار يې نه کاوه، ټوله ورځ به پر کټ اوږدغزېدلى ؤ.
کوم خواړه، چي به یې پلار، مشر ورور يا مور کورته راوړل، نو تر ټولو اول به دغه لټ موږک تر پزي ځان په موړ کړ.
له خوړولو وروسته به يې په لوړ اواز وويل: دا څنګه بد خونده خواړه مو راوړي دي! لږ سم خواړه پيدا کړئ، چي خوند وکړي.
ټوله کورنۍ، د ده له دې خبرو او لټۍ څخه ډېره ستړې سوې وه، خو په دې اړه يې هڅو هيڅ ګټه نه کوله.
له ډېرو ورځو وروسته يوه ورځ لټ موږک له خپلې سوړې راووت او تر يوې اوني لاندې ارام پرېوتی.
په دې وخت کې ناببره يوې دوړدوړکي(بړبوکۍ) پورته
کړ او له خپل کور څخه یې لېري وغورځوی.
موږک، پرمځکه له را لوېدو سره سم سترګې پرانيستې، که ګورې د یو وچ حوض پر غاړه پروت دى.
له يو څو ساعته تېرېدو وروسته ډېر وږى او تږى سو،خو د خپلې لټۍ له لاسه په دې نه پوهېدئ، چې کومي خواته ولاړسي او څنګه ځان ته خواړه پېدا کړي؟ نو په چیغو،چیغو یې ژړا پیل کړه.
يو تور غټ کارغه، چي لوړ د وني پر ښاخ ناست ؤ د موږک ژړا يې واورېده، له هغه ځايه یې پر موږک را ږغ کړ ، ولي ژاړې؟
موږک په ژړغوني ږغ کارغه ته ټوله کيسه ټکی په ټکی بیان کړه.
هوښيار کارغه ورته وويل: که ته په دې هیله ژاړې، چي بل څوک به راسي او تاته به خواړه راوړي، نو ته به په دې هیله مړ سې، خو هيڅوک به تاته خواړه را نه وړي.
د موږک، چي په واقیعت سره خلاص سوی ؤ، نو کارغه ته یې وویل: زه ژمنه کوم ، چي سر له همدې ګړيه به نوره ټمبلي نه کوم او خپلو کارونو ته په خپله ملا تړم.
هوښيار کارغه: که ته داسې وکړې، نو زه به دي هم ستا سې تر کوره سلامت ورسوم.
موږک د کارغه په دې خبره ډېر خوشحاله سو ،خپله ژمنه یې بیا تکرار او کارغه هم په مښوکه کې د دوی تر کوره سلامت ورساوه.
اوس د موږک ټوله کورنۍ ځکه خوشحاله ده، چي دی نه یوازي خپل ځان، بلکي ټولي کورنۍ ته غوړ خوندور خوراکونه راوړي او ټوله کورنۍ يې درې وخته په نس ښه مړه ده.
ګرانو ماشومانو په دې اړه پښتانه څه ښه وايي، چي « په حرکت کي برکت دی.» په کار ده تاسو هم خپل وخت د ټمبلۍ پر ځای په بیدارۍ او زده کړو تېر کړی، چي په راتلونکي وخت کي ټوله کورنۍ درسره هوسا او خوشحاله وي.
ژباړه، محمدابراهیم سپېڅلی/ المان، بن ښار