لومړی ځمکه پيدا شوې او که آسمان

اسلام علیکم ورحمة الله وبرکاتو له یوه ملحد سره مخامخ شوی يم چه په لاندې موضوع بحث کړي دی که مو په دې اړه قناعت بخشه ځواب برابر کړ ډېره مهرباني به مو وي
سوال: ځمکه له آسمانه مخکې او که آسمان ترځمکې دمخه پیداده ؟ د (فصلت ۹-۱۲)ایت کې وایی اسمانونه له ځمکې څخه وروسته پیدا دی. (النازعات ۲۷-۳۳) ایت کې وایی اول اسمانونه بیا ځمکه پیدا ده.

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

لومړۍ ځمکه او بيا آسمان پيدا شوی، لقوله سبحانه وتعالی : [خَلَقَ الْأَرْضَ فِي يَوْمَيْنِ وَتَجْعَلُونَ لَهُ أَنْدَادًا ذَلِكَ رَبُّ الْعَالَمِينَ (فصلت :۹) .

، ثُمَّ اسْتَوَى إِلَى السَّمَاءِ ( فصلت :۱۲).

او د آسمان وروسته د ځمکې د پاسه نور اسباب پيدا شوي دي ، لقوله سبحانه وتعالی : [وَالأَرْضَ بَعْدَ ذَلِكَ دَحَاهَا] (النازعات :۳۰ ) او د [دحاها] تفسير داسې دی : [أَخْرَجَ مِنْهَا مَاءَهَا وَمَرْعَاهَا] (النازعات :۳۱) .

ابن عباس رضی الله ددې دواړو آيتونو جمع داسې کړې ده :

اعلم أولا أن ابن عباس رضي الله عنهما سئل عن الجمع بين آية السجدة وآية النازعات، فأجاب بأن الله تعالى خلق الأرض أولا قبل السماء غير مدحوة، ثم استوى إلى السماء فسواهن سبعا في يومين، ثم دحا الأرض بعد ذلك، وجعل فيها الرواسي والأنهار وغير ذلك.
فأصل خلق الأرض قبل خلق السماء، ودحوها بجبالها وأشجارها ونحو ذلك، بعد خلق السماء.
ويدل لهذا أنه قال: {وَالأرض بَعْدَ ذَلِكَ دَحَاهَا} ولم يقل خلقها ثم فسر دحوه إياها بقوله: {أَخْرَجَ مِنْهَا مَاءَهَا وَمَرْعَاهَا} [النازعات:31]. (تفسير ابن کثير و فتح القدير و تفسير الطبري ) .

📌آیا این مطلب برای شما مفید بود؟ پس با دوستان‌تان شریک سازید تا آنها هم بهره‌مند شوند! 🤝 📲#اشتراک_گذاری 🥀🌹

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.

چیټ خلاص کړئ
مرسته
Scan the code
سلام 👋
زه څنګه مرسته کولی شم؟