لوبې او تمرينات
د ماشومانو لپاره لوبې او ځينې تمرينات کول صحي ، جسمي او فکري ګټې لري په شرط ددې چې اعتدال پکې وي او د شريعت د پولو څخه تيری پکې نه وي لکه :
۱- د ديني او دينوي واجباتو د ترک ، ضايع کېدو او نقصان سبب نشي .
لکه : د علم زده کړه ، لمونځ ، کورنۍ کار او نورو واجباتو د ترک او نقصان سبب نشي .
۲- د صالح نيت د پاره وي تر څو بدن ورباندې قوي شي او د الله تعالی پوره بندګي وشي .
۳- عورت پکې ساتل شوی وي .
۴- د والدينو او نږدې خپلوانو له چارنې لرې نه وي .