اسلام علیکم ورحمة الله وبرکاته دهدوال ویب مدیرخالدمنصورته نیکی هیلی او شی پیرزوینی .
الله ج دی تاسوته لاهم توفیق درکری یقین ستاسو په ویب پانه چی اسلامی معلومات خپروی دیر خوشحاله یم الله ج دی تاسوته شه صحت او پورامن ژوند در په برخه کری .
زه یوه پوشتنه کوم زموژ په منطقه کی یوه مضوع پیخه شویده چی په ویلو می ژبه او په لیکلو می قلم نا توانه ده خو بیا هم په صورت باید له تاسو سره ئی شریک کرم .یوهلک چی تقریبا 14 کاله عمر ئی درلود دگاوند کلی زوانان راپورته شوی او دا هلک ئی تشتولئی له یوی هفتی روسته دا14 کلن هلک پیداشو او له همدی هلک سره لواطت یا زنا شوئیده دمتضررهلک کورنئی په ولسوالی کی په هغو 4 کسانو چی لواطت ئی کرئی په عاریض شویدی اوس دانو معلومه نه ده جی قانون به ددی کسانو لپاره کوم دول جزا وتاکی …
زه غوارم چی ددی موضوع په باره کی راته پوره تفصیل وار معلومات راکرئی چی قران اوحدیث نبوی دداسی ناوره پیشو په اره سه حکم کوی
حقمل پکتیاوال
لواطت تر زنا لويه ګناه ده
په احترام
محمدعلي عمري
لواطت دې ته وايې چي سړي له هلك سره دنده وكړي يعني دا بدكاري ورسره وكړي همدې ته لواطت وايي
او دغه لواطت تر زنا لويه او غټه ګناه ده
ځكه چي انس بن مالك رضي الله تعالي عنه وايي٫ چي نبي كريم صلي الله عليه وسلم فرمايلي دي كوم څوك چي لواطت وكړي دجنت بوۍ به پيدا نه كړي ٫ كه څه هم دجنت خوشبويي دپنځوسوو كلونو دسفر كولو دمسافې څخه محسوسيږي يعني بوۍ يې تر دومره لرې ځايه پورې رسي٫
روايت دي چي عبد الله بن عمر رضي الله تعالي عنه دكور ددروازې دباندې ناست وو چي ويې كتل نو يو ښايسته هلك يې وليدي نو دئ فوراً خپل كورته ننوتي دسراي دروازه يې بنده كړه يو ګړي وروسته يې پوښتنه وكړه ٫ چي آيا هغه فتنه ولاړه كه نه خلګو ورته وويل هو هغه هلك ولاړي ٫ دئ مبارك بيرته دخپل كور څخه را وواتي بيا يو چا پوښتنه ځنې وكړه چي اې عبد الله وښايسته هلك ته كتل بد او حرام بلل آيا ستا خپل فكر دي يعني ستا دطبيعت تقاضا ده او كه نه تا له نبي صلي الله عليه وسلم څخه په دغه اړوند يو څه اوريدلي دي ٫
عبدالله بن عمر رض وفرمايل چي دښايسته هلك سره خبري كول حرام دي ورته كتل حرام دي او پر څنګ ورسره ناستې حرامه ده ٫
همدارنګه قاضي امام رحمت الله عليه فرمايي ما له بعضي مشايخو څخه اوريدلي دي چي له ښځي سره يو شيطان دي او له ښايسته هلك سره اتلس شېطانان دي ٫
روايت دئ ٫ كوم څوك چي هلك په شهوت سره مچ كړي نو الله پاك به وده ته په جهنم كي پنخه سوه كاله عذاب وركوي ٫او همدارنګه له امام كلبي رح څخه روايت دئ چي تر ټولو دمخه دلواطت بنياد ابليس عليه العنة اېښئ دئ هغه داسي وو چي شېطان ديو ښايسته لغړزني هلك په شكل كښې دحضرت لوط عليه السلام وقوم ته ورغلئ هغوي يې وخپل ځان ته را وبلل نكاح يې ورسره وكړه يعني له ده سره به هغو خلګو بدكاري كوله ترداسي حده چي په دې قوم كي دغه لواطت عام او رواج يې وموندلو بيا الله پاك حضرت لوط عليه السلام ورته راولېږلو دوي يې له دغه بدكار څخه منعه كړل او دالله پاك وبندګۍ ته يې را وبلل او دوي ته يې وفرمايل ٫ كوم څوك چي څوك پر دغه ناوړه كار باندې هميشه توب كوي نه يې پريږدي نو الله پاك به ډير سخت عذاب وركړي دوي حضرت لوط عليه السلام ته وويل ٫
قاَلُواا ءتِنَا بِعَذَابِ اللَّهِ اَن كُنتَ مِنَ الَّصَادِقِينَ ٫ سورة عنكبوت ۲۹ پاره
ژباړه ٫ ويل به دغو لواطت كونكو چي راوړه موږ ته عذاب دالله پاك كه چيري ته يې اې حضرت لوط عليه السلامه له رښتيا ويونكو څخه ٫
بيا حضرت لوط عليه السلام والله پآك ته سوال وكړو٫
رَبِّ انصُرنِي عَلَي القَومِ المُفسِدِينَ ٫
ژباړه ٫ اې ربه زما له ماسره مدد وكړه پر دغه قوم چي فساد كونكي دي ٫
بيا الله پاك وآسمان ته حكم وكړو چي پر دغه لواطت كونكو باندي ډبري را واوروه بيا آسمان پر هغه قوم دلوط عليه السلام باندي ډبري را واورولي ٫ روايت دئ چي پر هره ډبره به دهغه سړي نوم ليكلي وو چي هغه ډبره به پر لګېده
او دئ به په ويشتل كيدو لكه څرنګه چي الله پاك فرمايلي دي٫
مُسَوَّمَةً عِندَ رَبِّكَ ٫
ژباړه ٫ داسي ډبري چي نښاني شوي وي په نزد درب ستا ٫
يعني پر هغه ډبرو باندي علاي وي دالله پاك په خزانو كښې ٫
روايت دئ چي ٫ دلوط عليه السلام دقوم يو تجار سړئ مكې شريفي ته تللئ وو نو كومه ډبره چي دده نوم باندې ليكل شوئ وو هغه ډبره هلته پسې ولاړه دپاره ددې چي پر ده باندې ولګيږي خو ملايكو هغه ډبرې ته وويل چي بيرته را وګرزه له كومه ځايه چي راغلې يې هلته ولاړه شه ځكه هغه سړئ په حرم شريف كي دئ
نو هغه ډبره راوګرزېده خو دحرم شريف دباندې دآسمان او زمكې تر مينخ ودريده څلويښت ورځي دغه ډبره همدلته په هوا ولاړه وه وروسته له څلويښتو ورځو هغه تجار سړئ چي له قوم څخه دلوط عليه السلام وو
راووت هغه خپل كار يې سر ته رسولئ وو او دخپل كور پر لوري له حرم شريف څخه روان وو هغه ډبره راغله او پر دې سر باندې يې ولګيده او هلته يې مړ كړو
حضرت لوط عليه السلام خپل اهل او خپله ښځه له ځان سره روان كړي وو او دا يي دوي ته وويل چي هيڅوك دې په تاسو كي تر شا نه ګوري نو كله چي دالله پاك عذاب پر قوم دلوط عليه السلام باندې راغلئ نو په هغوي ډيري چيغي او ناري ګډي شوي روايت دئ چي دغه ناري او سوري دلوط عليه السلام ښځې واورسدې نو تر شا يې ورته وكتل او دا يې وويل چي اې زما قومه څه وكړم افسوس دئ ددغه نافرمانۍ په سزا كښې دالله پاك په حكم سره يوه ډبره راغله ددې پر سر باندې ولګېده او هلته يې دا مړه كړه ٫
مجاهد رحمت الله عليه ليكلي دي وئ كله چي سهار نژدې سو نو حضرت جبرايل عليه السلام دلوط عليه السلام قوم ته راغلئ هغه ټول خلګ يې شا او خوا پرې كړل يعني زمكه يې باندې وسكښتله او زمكه يې له بېخه وكښله په وزرونو كښې يې پورته كړه او دومره يې آسمان ته ورنژدې كړه چي ملايكو يې دچرګانو آوازونه او دسپيو غپاوي واوريدي بيا يې هغه كلئ پر چپه خوا پړ مخې واړاوو او دزمكې پر طرف يې را اېله كړو او روايت دئ چي دغه ډول دردناك او سخت عذاب وبل
قوم ته نه دئ وركړل شوئ
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
اَلَّلهُمَّ لاَ تَقتُلنَا بِغَضَبِكَ وَ لاَ تُهلِكنَاَ بِعَذَابِكَ وعافناقبل ذالک