۱- پېژندنه: د پوزې څخه د وينې بهېدنې ناروغۍ ته په انګلېسي کې Nosebleed وايي او علمي نوم يې Epistaxis دی. هر کله چې د کومې ضربې له امله او يا هم په ناڅاپي ډول د پوزې له سوريو پا سپوږمو څخه وينه بهيږي، ورته د پوزې د وينې ناروغي يا Nosebleed وايي.
د پوزې څخه د وينې بهېدنه دوه لاملونه لري:
لومړی: د فزيکي ضربې، ټکر، په پوزه کې د ټپ او يا بل څرګند لامل په اساس له پوزې وينه ځي.
دويم: ځيني وخت پرته له توجه له پوزې وينه بهيږي، چې لاملونه يې داخلي وي. له پوزې د وينې بهېدنې ناروغي ډېره د اندېښنې وړ نه ده، په سلو کې لس سلنه دغه ناروغي خطرناکه او د اندېښنې وړ ده. دغه ناروغي تر ډېره په ماشومانو او ځوانانو کې عامه ده. له درې کلنۍ څخه بيا تر لس کلنۍ پورې ماشومان او ځوانان په دې ناروغۍ ډېر اخته کيږي.
۲- له پوزې څخه د وينې بهيدنې يا Nosebleed لاملونه:
– وچه هوا: د وچې هوا تنفس د پوزې څخه د وينې بهېدنې د ناروغۍ يوه عمده لامل دی. وچه هوا د پوزې دننه د خارښت سبب کيږي، نو هر کله چې د خارښت له امله پوزه ګرول کيږي، شونې ده چې له پوزې څخه وينه جاري شي.
– فزيکي ضربه: له بهرني شي سره د پوزې ټکر، په پوزه باندې بوکس خوړل، د موټر او يا بلې ټرانسپورټي وسيلې له امله ټکر، د پوزې دننه زخم او ټپ د پوزې څخه د وينې د جريان څرګند او فزيکي لاملونه دي.
د هوا ګرمېدل: د ډېری خلکو له پوزې څخه هغه وخت وينه بهېږي، چې په مستقيمه توګه د لمر له وړانګو سره مخ شي او يا هم هوا د لمر له امله ډېره ګرمه وي.
– حساسيت: ځيني خلک له ځانګړي بوی سره حساسيت لري. هر کله چې د ځېنو شيانو بوی حس کړي نو له پوزې څخه يې وينه بهيږي.
– کيمياوي مواد: د يو شمېر کيمياوي موادو بوی کول، حس کول او لېدل هم د پوزې څخه د وينې د بهېدو لامل کيږي.
– پرنجېدل: په ځينو کسانو کې په پرله پسې ډول پرنجېدل، د پوزې څخه د وينې بهېدنې سبب کيږي.
– درمل: په زيات مقدار سره د اسپرينو او يو شمېر نورو درملو خوړل هم د پوزې څخه د وينې د بهېدو لامل کيږي.
– ځينې ناروغۍ: د وينې لوړ فشار، سرطان، د وينې د جريان سېسټم ګډوډي او د وينې غوټه کېدل يې نور لامولونه دي.