له سلام څخه وروسته د امام مخ كوم لوري ته اړول ښه دي ؟

 

له سلام څخه وروسته د امام مخ كوم لوري ته اړول ښه دي ؟

پوښته : امام ته د سلام ګرځولو څخه وروسته په هغو لمونځونو كې چې وروسته يې سنت نشته، كوم لوري ته كښيناستل په كار دي، ښي لوري ته كه چپ لوري ته او كه قبلې ته شا كړي او ټولو مقتديانو ته مخ كړي  ؟

ځواب : د مسلم په يو حديث كې راغلي دي ( وعن البراء قال كنا اذا صلينا خلف رسول الله صلى الله عليه وسلم احببنا ان نكون عن يمينه يقبل علينا بوجهه قال فسمعته يقول رب قنى عذابك يوم تبعث او تجمع عبادك. رواه مسلم([1])، وفى حديث عبدالله بن مسعود رضى الله عنه قال لايجعل احدكم للشيطان شيئا من صلاته يرى ان حقا عليه ان لاينصرف إلا عن يمينه لقد رايت رسول الله صلى الله عليه وسلم كثيرا ينصرف عن يساره. رواه البخاري و مسلم و عن انس قال كان النبي صلى الله عليه وسلم اذا صلى صلوة اقبل علينا بوجهه رواه البخاري ص 79 مشكوة شريف ([2])  )  له دې رواياتو څخه څرګنده شوه چې نبي كريم صلى الله عليه وسلم به اكثره وخت ښي لوري ته كښيناستلو او مخ به يې اړول، او كله به چپ لوري ته كښيناستلواومخ به يي اړول ، چې له دې څخه دا مطلب هم حاصليداى شي چې قبلې ته په شا كولو سره خلكو ته متوجه كيدو، او دا هم د دې مطلب كيداى شي چې په مخ اړولوسره همغه دى چې د ښې او چپ  لوري ته په ګرځيدلو باندې ورڅخه تعبير شوى دى، او همدا وجه ده چې فقهاوو هم په دې كې اختيار وركړى دى چې كه ښي لوري ته كښيني او كه چپ لوري ته كښيني او كه خلكو ته مخ كوي او قبلې ته شا ګرځوي،په درمختار كې راغلي دي ( وفى الخانية يستحب للامام التحول ليمين القبلة يعني يسار المصلى الخ  وخيره فى المنية بين تحويله يمينًا و شمالا  الخ  واستقباله الناس بوجهه ([3])الخ )  او اكثر فعل د نبي كريم صلى الله عليه وسلم به ښي لوري ته كښيناستل وو.

[1] – مشكوة باب الدعاء فى التشهد فصل اول ص 87.

[2] – مشكوة باب الدعاء فى التشهد فصل اول ص 87.

[3] – الدرالمختار على هامش ردالمحتار باب صفة الصلوة جلد اول ص 465 دتفصيل دپاره غنية المستملي ص 330.

📌آیا این مطلب برای شما مفید بود؟ پس با دوستان‌تان شریک سازید تا آنها هم بهره‌مند شوند! 🤝 📲#اشتراک_گذاری 🥀🌹

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.