د نبي صلی الله علیه وسلم مبعوث کېدل او د نبوت مهمې پېښې
📌 مبعوث کېدل (د نبوت پیل)
کله چې د نبي علیه السلام عمر مبارک څلوېښت کاله شپږ میاشتې او ۱۲ ورځي شو، جبریل علیه السلام ورته په ۶۱۰ میلادي کال کې د روژې په ۲۱ د ۲ شنبې په ورځ لومړنۍ وحي راوړه، چې د څو ورځو لپاره بېرته د وحیې لېږد پرې او بیا پیل شو، د یادوني وړ ده چې د وحي پیل په نېکو خوبونو باندې شوی دی، چې موده یې شپږ میاشتې وه.
👥 هغه کسان چې لومړی یې اسلام راوړی
له سړیو څخه: ابوبکر صدیق رضي الله عنه
له هلکانو څخه: علي بن ابي طالب رضي الله عنه
له ښځو څخه: خدیجه بنت خویلد رضي الله عنها
له غلامانو څخه: بلال حبشي رضي الله عنه
له آزاد شوو غلامانو څخه: زید بن حارثه رضي الله عنه
🌌 د معراج شپه (د اسرا او معراج پېښه)
د معراج د دقیق وخت په اړه مختلف نظرونه دي:
1. د نبوت په لومړي کال – دا نظر امام طبري غوره بولي.
2. د نبوت په پنځم کال – دا نظر امام نووي او امام قرطبي غوره ګڼي.
3. د نبوت په لسم کال، د رجب میاشتې په ۲۷مه شپه.
4. د نبوت په دولسم کال، د روژې په میاشت کې له هجرت څخه ۱۶ میاشتې وړاندې.
5. د نبوت په دیارلسم کال، د محرم په میاشت کې له هجرت څخه ۱۴ میاشتې وړاندې.
6. د نبوت په دیارلسم کال، د ربیع الأول په میاشت کې له هجرت څخه یو کال وړاندې.
🤝 بیعت العقبة
بیعت العقبة الاولی: د نبوت په ۱۲م کال، د حج په موسم کې.
بیعت العقبة الثانیة: د نبوت په ۱۳م کال، هم د حج په موسم کې.
🛫 هجرت (مدینې ته کډه کول)
د نبوت په ۱۴ کال د صفر میاشت د ۲۷ م په شپه، کله چې مدینې ته نږدې شو په قباء نومي ځای کې د دوشنبې په ورځ د ربیع الأول په ۸ مه نېټه د څلورو ورځو لپار دېره شو، په دې وخت کې د رسول الله مبارک عمر پوره ۵۳ کاله و، وروسته له څلورو ورځو یې د جمعې په ورځ د مدینې منورې په خوا تکل وکړ او روان شو، هلته د ابو ایوب انصاري رضي الله عنه په کور کې پاته او دېره شو.
📚 سرچینې
الرحيق المختوم – صفي الرحمن المبارکفوري
السيرة الحلبية – علامه علي بن برهان الدين الحلبي الشافعي
دلائل النبوة – أبو بکر أحمد بن حسین البيهقي
أطلس السیرة النبویة – ډاکټر شوقي أبو خلیل
لیکوال: عزیز (غزنوی)