لمونځ کوونکيه وروره!

لیکوال: عزیز «غزنوي»

*************
۱ خپل پنځه وخته لمونځ دې په جماعت سره ادا کړه، ځکه د جماعت لمونځ له یو بل سره د مینې او محبت پیدا کېدو او د ناپوهه د زده کړې ډېره ښه لاره ده.

۲ کله چې د لمانځه لپاره مسجد ته ځې، یوازې د الله رضا په نظر کې ونيسه.

۳ کله چې اذان او اقامت شروع شي، په جريان کې یې خبرې مه کوه، بلکې هغه څه چې مؤذن او مقیم( اقامت کوونکی)  وایي، ته یې هم ور سره وايه.

۴ کله چې جومات ته ننوځې، نو دعا ووایه او لومړی دې ښۍ پښه دننه کړه.

۵ جومات ته له دننه کېدو سره سم دوه رکعته نفل لمونځ (تحية المسجد) ادا کړه.

۶ لمونځ کوونکيه وروره! غيبت کول هر وخت ناوړه او خدای ته ډېر زیات ناخوښ عمل دی خو په جومات کې غیبت کول بېخي نا مناسب او بد عمل دی، نو ځان ترې لرې وساته.

۷ د ځینو وروڼو سم لمونځ نه وي زده خو ډېر ښه لمونځ کوي او د ځینو بیا لمونځ زده وي خو هېڅ ښه یې نه ادا کوي، بناء ته لومړی ښه لمونځ زده کړه او بیا یې ښه ادا کړه.

۸ په لمانځه کې رکوع، قومه (له رکوع وروسته ولاړه) سجده او جلسه (له سجدې وروسته ناسته) په اطمینان سره ادا کړه، ځکه هغه څوک چې د لمانځه په رکنونو کې تعدیل نه کوي، لمونځ یې نه سهي کیږي او نوموړی کس تر ټولو بد غل بلل شوی دی.

۹ په کوم امام پسې چې ته اقتدا او لمونځ کوې، هېڅکله یې په اړه ناوړه خبرې مه کوه، ځکه هغه په لمانځه کې ستا نائب دی او دا کار ستا د لمانځه صحت ته زیان رسوي.

۱۰ هېڅکله د امام له تکبیر وړاندې تکبیر (الله اکبر) مه وایه، که څوک داسې وکړي په لمانځه کې یې شروع نه سهي کیږي تر څو چې یې بیا تکبیر تحریمه نه وي ويلې.

۱۱ تکبیر اولی (لومړی الله اکبر) په ولاړه ووايه، ځینې وروڼه چې امام په رکوع کې ومومي، نو تکبیر اولی یا رکوع ته په تلو کې وایي او یا خو یې په رکوع کې وایي، که څوک داسې وکړي لمونځ یې نه سهي کیږي، ځکه د تکبیر اولی لپاره شرط دا دی چې په ولاړه به ویل کیږي.

۱۲ له تکبیر اولی وروسته لاسونه سمدستي له نامه لاندې وتړه، ځینې وروڼه چې کله الله اکبر ووایي لاسونه لومړی لاندې پرېږدي بیا یې را پورته کړي چې دا کار یې د سنتو خلاف عمل دی.

۱۳ انتقالي تکبیرونه د انتقال په وخت کې ووایه، ځینې وروڼه چې رکوع، سجدې، ناستې او یا هم ولاړې ته ورسيږي الله اکبر بیا هلته وایي، چې دا کار یې د سنتو خلاف عمل دی.

۱۴ کله چې امام صاحب قرائت کوي، ته باید چوپه خوله ودرېږې او تلاوت یې سم په غور واورې، نه دا چې ورپسې تلاوت وکړې.

۱۵ هېڅکله په رکوع او سجده کې له امام وړاندې د ټيټېدو او را پورته کېدو کوښښ مه کوه، رسول الله مبارک له دې څخه سخته منع فرمایلې ده او په دې سره د لمونځ کوونکي لمونځ مکروه کیږي، زمونږ فقهاء کرام وایي کوم لمونځ چې له کراهیت سره ادا شي بېرته را ګرځول یې واجب دي.

۱۶ هغه وروڼه چې له امام وړاندې له رکوع یا سجدې څخه را پورته شي بیا دې ښکته شي او له امام سره دې په هغه رکن کې ګډون وکړي، دا عمل یې دوه رکوع یا دوه سجدې نه ګڼل کيږي.

۱۷ لمونځ دومره په لوړ اواز مه وایه چې نورو مسلمانانو ته مزاحمت وشي او په لمانځه کې یې ګډوډ کړې.

۱۸ کله چې لمونځ کوې جامې دې باید ښې پاکې او پايڅې دې له ښنګرو پورته وي.

۱۹ د ملا امام د سلام ګرځولو وړاندې سلام مه ګرځوه، هسې نه چې هغه لا سلام نه وي ګرځولی او ته ذکر کوې او یا هم ولاړ شوی یې.

۲۰ کوښښ کوه هر وخت درمیانه (متوسط) لمونځ کوه، داسې نه چې یوه ورځ ډېر کرار لمونځ کوې او بله ورځ یې بیا دومره تېز کوې چې خپله هم نه پرې پوهېږې.

۲۱ هر وخت لمونځ په داسې شکل کوه چې بل کس ته تکلیف ونه رسیږي، له بې ځایه ارمېږیو کاږلو او ټېغونو اېستلو په کلکه ډډه وکړه.

۲۲ لمونځ د الله تعالی له لوري یوه ستره فريضه او لوی نعمت وبوله، هېڅکله یې مه قضا کوه او پر خپل وخت یې ادا کوه، ځکه له ایمان وروسته لومړی فرض شوی عبادت لمونځ دی.

۲۳ مسجدونو په ځمکه کې د الله کورونه دي د الله د کور ساتنه وکړه الله تعالی به ستا حفاظت او ساتنه وکړي.

۲۴ کله چې جماعت ولاړ وي، یوازې لمونځ مه کوه، دا عمل دې د نفاق او نفرت خورولو لامل ګرځي.

۲۵ د ځینو وروڼو دا عادت وي چې کله سجدې ته ځي خپلې پايڅې پورته کوي، خو ځینې یې دومره زیاتې پورته کوي چې د ځنګانه سترګۍ یې ښکاره شي (څو ځله مې په خپله لیدلي) خو په دې سره لمونځ فاسديږي، ځکه زمونږ په مذهب ځنګون عورت دی او د عورت پټول فرض دي.

**********************************

مأخذونه:
قرآن کريم: سورة البقره (۳)
أبو داود (۵۴۷)
مسند أحمد
أبو داود (۶۲۳)
الدرالمختار و حاشیة زین العابدین (ردالمحتار)
الفقه الحنفي في ثوبه الجدید
روغتيا مو مله او عبادتونه مو قبول شه!

📌آیا این مطلب برای شما مفید بود؟ پس با دوستان‌تان شریک سازید تا آنها هم بهره‌مند شوند! 🤝 📲#اشتراک_گذاری 🥀🌹

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.