لمونځ د اسلام ستنه او جهاد يې لوړه څوکه ده

له معاذ بن جبل رضی الله عنه نه روايت دی چې: و مې ويل ای د الله رسوله!، «أَخْبِرْنِي بِعَمَلٍ يُدْخِلُنِي الْجَنَّةَ، وَيُبَاعِدُنِي عَنِ النَّارِ، قَالَ: لَقَدْ سَأَلْتَ عَنْ عَظِيمٍ، وَإِنَّهُ لَيَسِيرٌ عَلَى مَنْ يَسَّرَهُ اللهُ تَعَالَى عَلَيْهِ: تَعْبُدُ اللهَ لاَ تُشْرِكُ بِهِ شَيْئًا، وَتُقِيمُ الصَّلاَةَ، وَتُؤْتِي الزَّكَاةَ، وَتَصُومُ رَمَضَانَ، وَتَحُجُّ الْبَيْتَ. ثُمَّ قَالَ: أَلاَ أَدُلُّكَ عَلَى أَبْوَابِ الْخَيرِ: الصَّوْمُ جُنَّةٌ، وَالصَّدَقَةُ تُطْفِىءُ الْخَطِيئَةَ كَمَا يُطْفِىءُ الْمَاءَ النَّارَ، وَصَلاَةُ الرَّجُلِ فِي جَوْفِ اللَّيْلِ، ثُمَّ تَلاَ: ﴿تَتَجَافَىٰ جُنُوبُهُمۡ عَنِ ٱلۡمَضَاجِعِ﴾ [السجدة: 16]. حَتَّى بَلَغَ ﴿يَعۡمَلُونَ﴾. ثُمَّ قَالَ: أَلاَ أُخْبِرُكَ بِرَأْسِ الأَمْرِ وَعَمُودُهُ وَذِرْوَةِ سَنَامِهِ؟ قُلْتُ: بَلَى يَا رَسُولُ اللهِ. قَالَ: رَأْسُ الأَمْرِ الإِسْلاَمُ، وَعَمُودُهُ الصَّلاَةُ، وَذِرْوَةُ سَنَاِمِه الْجِهَادُ. ثُمَّ قَالَ: أَلاَ أُخْبِرُكَ بِمَلاَكِ ذلِكَ كُلِّهِ؟. قُلْتُ: بَلَى يَا رَسُولَ اللهِ، فَأَخَذَ بِلِسَانِهِ وَقَالَ: كُفَّ عَلَيْكَ هذَا. قُلْتُ: يَا نَبِيَّ اللهِ، وَإِنَّا لَمُؤَاخَذُونَ بِمَا نَتَكَلَّمُ بِهِ؟ فَقَالَ: ثَقِلَتْكَ أُمُّكَ يَا مُعَاذُ، وَهَلْ يَكُبُّ النَّاسَ فِي النَّارِ عَلَى وُجُوهِهِمْ -أَوْ قَالَ: عَلَى مَنَاخِرِهِمْ- إِلاَّ حَصَائِدُ أَلْسِنَتِهِمْ؟»([1]).

ژباړه : له داسې عمل څخه مې خبر کړه چې ما جنت ته داخل کړي او له دوزخ څخه مې لرې کړي ، حضرت رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل : په حقيقت کې تا د ډير لوی شي پوښتنه وکړه او دا آسان دی د هغه کس لپاره چې هغه ته الله تعالی هغه کار ورته آسان کړي . ( او دا عبارت دي له ) :

د الله تعالی بندګي کوه او د هغه سره هيڅ شی مه شريکوه ، لمونځ ادا کوه ، زکات ورکوه ، د رمضان روژه نيسه ، د بيت حج وکړه ، بيا يې وفرمايل :

آیا تا د خير له ټولو دروازو خبر نه کړم ؟ روژه سپر ده چې د روژه نيونکي حفاظت کوي ، او صدقه ګناهونه داسې محوه او له مينځه وړي لکه اوبه چې اور سړوي او د شپې په زړه کې د سړي د (تهجد ) لمونځ ، او بيا يې دا آیت تلاوت کړ :[ تَتَجَافَىٰ جُنُوبُهُمۡ عَنِ ٱلۡمَضَاجِعِ] تر دې چې [يعملون] ته ورسید . بيا يې وفرمايل :

آیا تا د ټولو کارونو د رأس ، ستنې او لوړې څوکې څخه خبر نه کړم؟ و يې ويل : هو ، يا رسول الله ، ويې فرمايل : د ټولو کارونو سر اسلام دی ، او ستنه يې لمونځ دی او لوړه څوکه يې جهاد دی . بيا يې وفرمايل :

آيا تا د د ټولو د آساس او بنسټ نه خبر نه کړم ؟ و مې ويل : هو ،يا رسول الله ! هغه خپله ژبه ونيوله او يې فرمايل : دا وساته . ومې ويل ای د الله پيغمبره ! ايا مونږ په هغه څه باندې پوښتل کيږي چې په دغه (ژبه ) سره يې وايو ؟ رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل : مور دې ستا په غمرازی کېني ( الله تعالی ) خلک په مخونو خپلو او يا دا چې ويې فرمايل : په پوزو خپلو سره د دوزخ په اور کې غورځوي ، مګر دا يوازې په بيهوده خبرو او د دوی د ژبو د کرلو په وجه .

تشريح:

« لَقَدْ سَأَلْتَ عَنْ عَظِيمٍ، وَإِنَّهُ لَيَسِيرٌ عَلَى مَنْ يَسَّرَهُ اللهُ تَعَالَى عَلَيْهِ » : د عظيم نه مطلب ستر عمل دی ځکه چې جنت ته داخلېدل او د دوزخ څخه نجات ډير ستر هدف دی او د همدې هدف لپاره الله تعالی کتابونه او رسولان نازل کړې دي .

مګر د ښو اعمالو تر سره کول هغو کسانو ته آسان دي چې الله تعالی توفيق ورکړی کوم چې حق ته غاړه ږدې او نفسی خواهيشاتو او د شيطان پيروي نه کوي .

او دغه اعمال عبارت دي له : د اسلام پنځه ارکان ( توحيد ، لمونځ سره له ټولو احکامو ، زکات ، د رمضان روژه او بيت الله شريف حج کول ) .

« أَبْوَابِ الْخَيرِ » : نور نوافل لکه : روژه نيول چې صاحب يې په دنيا کې له ګناهونو نه ساتي او په آخرت کې د اور څخه ساتي ، او صدقه چې ګناهونه داسې له مينځه وړي لکه اوبه چې اور له مينځه وړي ، او د تهجد نفلي لمونځ چې په احاديثو کې يې زيات فضيلت ذکر شوی دی .

« وَذِرْوَةُ سَنَاِمِه » : لوړه څوکه چې هغه جهاد دی او د جهاد د فضيلت په باره کې ابی هريرة رضی الله عنه روايت کوي چې : يو سړی رسول الله عليه وسلم ته راغلی او يې ويل : ما ته داسې عمل را وښيه چې د جهاد سره برابر وي ، و يې فرمايل : (لا أجده ) ثم قال ( هل تستطيع اذا خرج المجاهد أن تدخل مسجدک ، فتقوم و لاتفتر و تصوم و لا تفطر ؟ فقال : و من يستطيع ذالک ؟ .

يعې : ( داسې عمل نشته ) ، بيا يې وفرمايل : ( آيا ته کولای شي چې کله مجاهد ووځي او ته دې خپل جومات ته لاړ شي او هلته د لمانځه لپاره ودريږې او هيڅ دمه ونه کړي او روژه ونيسې او هيڅ يې ماته نه کړې ؟) ويې ويل : او څوک به ددې توان ولري ؟ .

« مَلاَكِ ذلِكَ كُلِّهِ »: معنی دا چې ددې ټولو مجموع ژبه ده ، چې رسول الله صلی الله عليه وسلم د تأکيد لپاره خپله ژبه ونيوله چې دا وساته ، ځکه چې ډير ګناهونه د ژبې په وسيله تر سره کيږي .

[1]– رَوَاهُ التِّرْمِذِيُّ وَقَالَ: حَدِيثٌ حَسَنٌ صَحِيحٌ.

…………………………………………………………………………………………………………………………………………

که تاسو غواړئ چې علمي او تحقیقاتي لیکنې او مقالې مو په دعوت نیوز کې خپرې شي نو لاندې لینک کیکاږئ او مونږ ته په انلاین بڼه خپله لیکنه را واستوئ؛

https://dawatnews.com/submit-article/

شرعي پوښتنه:

که کومه شرعي پوښتنه لری دمهربانی له مخې لاندې فورم ډک کړی او خپله پوښتنه ثبت کړئ.

https://shorter.me/75WZr

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

چیټ خلاص کړئ
مرسته
Scan the code
سلام 👋
زه څنګه مرسته کولی شم؟