كه اوبه موجودې وي نودقرآن كريم دراخيستلو دپاره تيمم صحيح دى اوكه نه ؟

پوښتنه : داوبودموجوديت په وخت كښې  دقرآن مجيددراخيستلو دپاره  تيمم روا دى اوكه نه ؟

ځواب روا نه دى .([1])

دماشوم دناروغه كيدوله امله دمور دپاره  تيمم وهل روا دي اوكه نه ؟

 

پوښتنه : كه يوه ښځه خپل بچې ته شيدې وركوي خودهغه غټې اووړې متيازې اكثره دمورپه جاموباندې وي كه مور پرله پسې غسل كوي نودماشوم دناروغه كيدلوويره شته اويابه پخپله مور ناروغه شي نوپه داسې وخت كښې  مور ته دقرآن شريف تلاوت اجازت شته اوكه نه ؟

ځواب كه چيرې په پرله پسې غسل سره موراوياماشوم ته دناروغۍ ويره وي نوتيمم كول ورته روا دي او مونځ  دې اداءكړي خودلمر راختلو نه  وروسته اوياچې په ګرمواوبوغسل وكړي نودغه  مونځ ونه دې بيرته راوګرځوي اودتيمم كولو نه  وروسته تلاوت دقرآن شريف هم روا دى .  ([2])

[1] –قلت وفى المنيه وشرحهاتيممه لدخول مسجدومس مصحف مع وجودالماء ليس بشى بل هوعدم لانه ليس بعبادة يخاف فوتهاالخ لمامرمن الضابط انه يجوزلكل مالاتشترط الطهارة له ولومع وجودالماء واما ماتشترط له فيشترط فقد الماء كتيمم لمس مصحف فلايجوزولم يجدالماء الخ (الدرالمختارعلى هامش ردالمحتار باب التيمم  ص ۲۲۵ ج۱ )

[2] –په جواب كې ښځه جنبه فرض كړاى شويده ځكه چې دماشوم په متيازو سره غسل نه واجبيږي په كومه برخه چې نجاست لګيدلى وي دهغې وينځل اودجاموبدلول كفايت كوي فقهاؤدهلاكت ،ناروغۍ اوداوبوپه استعمال باندې دتوان نه پيداكولوپه وخت كې جنب (ناپاكه )ته تيمم روا ګرځولى دى (من عجزعن استعمال الماء الخ لبعده ميلااوبرديهلك الجنب اويمرضه ولوفى المصراذا لم تكن اجرة حمام ولامايدفنه الخ (درمختار) اى من ثوب يلبسه اومكان ياويه قال فى البحر فصار الاصل انه متى قدرعلى الاغتسال بوجه من الوجوه لايباح له التيمم اجماعا(ردالمحتارباب التيمم ص ۲۱۶ ج۱ )

📌آیا این مطلب برای شما مفید بود؟ پس با دوستان‌تان شریک سازید تا آنها هم بهره‌مند شوند! 🤝 📲#اشتراک_گذاری 🥀🌹

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.