قصداً د څو روژو خوړلو کفاره څنګه ادا کيږي ؟

ما ډيري روژي په قصدا سره و خورلې او په يوه مياشت روژه كي ايا په يوه مياشت روژه كي كفاره لازميژي او كه كفاري؟
يعني لس روژي خوړلو سره لس داني كفاري او كه يوه دانه؟

نادره خور

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

په اخلاص سره به توبه وباسې ، د خوړل شويو روژو قضايي به راوړې او هر څومره روژې مو چې خوړلي دي د هغه کفاره به ادا کړې ، د هرې ورځې جلا کفاره ادا کيږي .

کفاره په روژه کې په قصداً څه خوړلو ، څښلو او جنسي فعل يا جماع واجبيږي .

د يوې ورځې  روژې  قصداً خوړلو سره قضا او کفاره لازميږي چې کفاره يې د يوې ورځې په بدل کې به 60  ورځې پرلپسې روژه نيسي که دا يې په وس پوره نه وي 60 مسکينانو ته به دوه وخته په مړه ګيډه خوراک ورکوي هغه که د کور له لارې يا د بازار او يا به هر مسکين او غريب ته نيم صاع غنم چې 1.65 ګرامه کيږي يا د هغه قيمت ورکوي .

فان لم يجد صام شهرين متتابعين فان لم يستطع اطعم ستين مسکيناً (درالمختار ج۲ ص ۱۴۹ ) .

مثلاً که چا قصداً لس روژې خوړلې وي 600 مسکينانو ته به دوه وخته ډوډۍ يا د هغه قيمت ورکوي او يا به 990 کلو ګرامه يا 141 منه غنم پر مسکينانو ويشي .

و الله سبحانه وتعالی اعلم

📌آیا این مطلب برای شما مفید بود؟ پس با دوستان‌تان شریک سازید تا آنها هم بهره‌مند شوند! 🤝 📲#اشتراک_گذاری 🥀🌹

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.