قصداً بې اودسه لمونځ کول څه حکم لري ؟

سلامونه اونیکی هیلی می ومنی که څوک قصدا بی اودسه لمونځ وکړی اوبیایی قضایی راوګرځوی څه حکم لری

صميم

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

د امت په اتفاق سره که څوک بغير له اودس څخه لمونځ وکړي لمونځ باطل دی قضايي يې واجبه ده .

د جهورو فقهاؤ په اتفاق که څوک استهزاءً او تمسخوراً يا حلال ګڼلو سره بې اودسه لمونځ وکړي کافر کيږي .

د امام ابوحيفه رحمه الله په نزد که څوک د سستۍ د وجې نه بې اوسه لمونځ وکړي کافر کيږي ځکه دا خپله مسخرې او استهزاء ده “البحر الرائق” (1/151،302) ، (5/132) ، “حاشية ابن عابدين” (3/719) .

لکن د جمهورو فقهاؤ په نزد که څوک د سستۍ له وجې بې اودسه لمونځ وکړي نه کافر کيږي بلکي داسې کول عظيمه ګناه ده .

امام نوی رحمه الله په شرح مسلم کې ليکي : لو صلى محدثا متعمدا بلا عذر أثم، ولا يكفر عندنا وعند الجماهير، وحكي عن أبي حنيفة – رحمه الله تعالى – أنه يكفر لتلاعبه، ودليلنا أن الكفر للاعتقاد وهذا المصلي اعتقاده صحيح اهـ.

العيني حنفي هم په دې نظر دی : ومن الحنفية من وافق الجمهور، قال العيني الحنفي في شرح أبي داود: لو صلى محدثاً متعمداً بلا عذر أثم ولا يكفر اهـ.

و الله سبحانه وتعالی اعلم

📌آیا این مطلب برای شما مفید بود؟ پس با دوستان‌تان شریک سازید تا آنها هم بهره‌مند شوند! 🤝 📲#اشتراک_گذاری 🥀🌹

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.