د قربانۍ کوونکي لپاره مستحب ده چې ويښتان کټ نه کړي:‼څوک چې د قربانۍ نیت لري هغه ته په کار ده چې د لوی اختر د میاشتې (ذوالحجه) له
پیل کیدو مخکې خپل ويښتان او نوکان اصلاح کړي او د میاشتې له پیل وروسته خپل وېښتان او نوکان پرې نه کړې تر هغو پورې څو یې قربانې نه وې ذبحه کړې ځکه رسول الله صلی الله علیه وسلم وایې :إذا رأيتم هلال ذي الحجة وأراد أحدكم أن يضحي فليمسك عن شعره وأظفاره حتى يضحّي” (أخرجه مسلم من أربعة طرق)
یعني: کله چې تاسو د لوی اختر میاشت (ذوالحجه ) ووینئ او ستاسو کوم یو د قربانې
کولو نیت لری نو دبدن هیڅ ډول وېښتان او نوکان دې نه پرې کوي .
مګر د دغه عمل په حکم کې د فقهاؤ تر مينځ اختلاف دی ، د امام ابوحنيفه په نزد مستحب ، امام شافعی او امام مالک په نزد سنت او د امام احمد په نزد واجب دی .
أحکام الأضحية علی المذاهب الاربعه ليکي: چې د استحباب حکم راجح دی
و الله سبحانه وتعالی اعلم