فکرې جګړه – قوم پالنه

څلورم قوميت :

د جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم په دور کې د مهاجرينو او انصارو تر منځ ورورولي وه چې دا ورورلي د اسلام پر بنا وه نه په کوم بل مقصد.

د حجة الوداع په ورځ يې آخري وصيت دا وو چې : تاسې ټول د آدم څخه ياست او آدم د خاوری څخه دی ، عربي پر عجمي باندې هيڅ غوروالی نلري او نه هم عجمي پر عربی باندې غوروالی لري نه سپين په تور باندې او نه هم تور پر سپين باندې مګر غوروالی په تقوی دی.

قوميت ته بلنه يو له هغو عناصرو څخه دی چې اسلام دوښمنو له دين څخه د امت د لري کولو لپاره کارولی دی لکه : په ترکيه کې توراني يا تورانيزم قوم ته بلنه چې د توکيې د پاشلو او د اسلام څخه لرې کيدو سبب او همداسې په عربي هیوادونو کې د عربيت طرف ته بلنه د اسلامي خلافت د نړيدو سبب شو .

د اسلامي يووالي پر ځای د عربي هيوادونو د يووالي ټولنه لومړی د انګليس د بهرنيو چارو وزير لخوا را منځته شوه .

د «لعبة الامم » کتاب ليکوال وايي: زه هغه مشران پيژنم کوم چې په عربي هيوادونو کې يې قوميت بلنه کوله تر ۹۰٪ زيات د هغو کسانو تر قيادت لاندې وو چې د امريکايي پوهنتون څخه فارغ شوي وو او (د نوموړي کتاب) ليکوال د هغو کسانو نومونه هم ياد کړي دي چې په منځني ختيځ هيوادونو کې يې د (استعمار) سره مدد کړی دی چې یوازې د يو عربي قومي مشر پرته نور ټول مسيحيان وو چې تاريخ ورباندې ګواه دی .

اورپايي مستشرق «جب» اورپايانو ته خبر ورکوي چې:” اورپا د اسلامي نړۍ لخوا کلکه محاصره ده ،له نړۍ څخه جلا او بيګانه ده او دې ته اشاره کوي چې د اسلام واحد تمدن او اسلامي دودونه بايد له منځه يوړل شي او د هغه پر ځای دی ټول په قومي تاريخ سره حل شي او هغه ته دې د اسلامي تاريخ او اسلامي تقليدونو پر ځای په درنه سترګه وکتل شي.

د سوريې او لبنان لپاره د انګليس نماينده (لورانس) يو ورځ د سوريې پر لاره پخپل ذهن کې دا سوچ وکړ چې څنګه به مونږ وکولای شو ملي او قومي احساساتو په ديني او عقيدي احساساتو پورته کړو .

نو د استعمار د سترو اهدافو څخه يو هدف دا دی چې څنکه د خلکو ملي ، وطني او قومي احساسات پر اسلامي احساساتو ور پورته کړي ، نن مونږ د اشغال تر سيورې لاندې وينو چې ځنې کسان يوازې د خپل قوم ، خپل سمت ، خپلې ژبې او خپل مذهب او خپل ګونډ نارې ډنګوي د اسلام غم يې په ذهن کې هم نشته ، د شريعت د تحکيم خبره خو څه کوي چې يوه ورځ يې هم د دغو پر ډاګه او علني منکراتو ته اشاره هم ونه کړه .

أساليب الغزوه الفکري للعالم الاسلامي

***********************************************************************************************************************

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

error: Content is protected !!
چیټ خلاص کړئ
مرسته
Scan the code
سلام 👋
زه څنګه مرسته کولی شم؟