فرض ، واجب ،سنت او مستحب څه ته وايي او په پريښودو يې څه پښيږي ؟

السلام علیکم!
هیله ده روغ او جور اوسی.
د فرض.واجب سنت او مستحب مفصلا تشریح کری. مننه
داسلامی لارښود و ټولو محترمو کارکوونکو ته خپل دمینی ډک سلامونه وړاندی کوم،السلام علیکم ورحمت الله وبرکاتة
 که تاسو ته تکلیف نه وی ما ته د (فرض،سنت،وتر،واجب،نفل اومستحب) تعریف او په مکمل ډول یی راته واضح کړی او هم که دا راته ووایی چی د دغو هر یو په پریښودو سره څه پیښیږی که معلومات یی راکړی مهربانی به مو وی.
والسلام ستاسو د لازیاتی کامیابی په هیله ستاسو ورور احمدیسارآغا(خجندی)
ځواب
بسم الله الرحمن الرحيم
د فرض ،واجب،سنت ،مستحب ، اومبا ح بيان په لاندې ډول دی :
١- فر ض په لغت کې په معنى دتعين کولو او اندازه کو لو سره دى اوپه اصطلاح کې هغه کار او حکم دى چې ثابت شوى وي په داسې دليل سره چې هيڅ شک او شبهه پکې نه وي لکه پنځه وخته لمونځ کو ل او روژه د رمضان .
دفرض حکم : په کو لو ثوا ب او په نه کولو يې بې له عذ ره عذاب دى او اتفاقي فر ضو څخه انکار کفر دى او فرض په دوه قسمه دي :
١- فرض عين : هغه فرض دي چې په هر مکلف باندې لازم دي او ځينو کسا نو په کولو سره د نورو له غاړې نه ،نه سا قطيږي .
 ٢-:   فرض کفا يې : هغه فرض دي چې په هر مکلف فرض او دې ځينو کسا نو په اداء کو لو سره د نورو غا ړه ور باندې خلاصيږي لکه دجنا زې لمو نځ او تبليغ چې دځنيو په اداء کو لو اوکولو سره دنورو دغاړو څخه سا قطيږي.
واجب : په لغت کې  ددائم ،لازم ، سزا وار ، وړ ، لا ئق او دسقوط په معنى سره هم راغلى دى لکه چې الله (ج ) فر ما يلي دي (فا ذا وجبت جنو بها ) معنى اذا سقطت يعنې کله چې ولکيږي شا ګا نې ددوى (حلالولو لپا ره ) او په اصطلا ح کې هغه حکم د ى چې ثا بت شوى وي په دا سې دليل سره چې په هغه کې شبهه وي مثلاً ثبوت په خبر واحد سره شوى وي.
دواجبوحکم : په عمل کولو کې دفر ض په شان دى چې په کولو يې ثواب او په نه کولو يې عذاب دى او په اعتقاد کې يې درجه د فرضو څخه کمه ده چې منکر يې کافر نه دى بلکه ورته ګمراه او فا سق ويل کيږي لکه د وتر لمونځ وتر تاق ته وايې څرنګه چې د وترو لمونځ دری رکعته دی او حکم يې واجب دی نو ځکه وتر واجب ورته وايي .
سنت: په لغت کې مطلقې طريقې  ته وايی دا هغه فعل دی چه رسول الله صلئ علیۀ وسلم پخپله کړی دی یا ئی
د هغی د کولو حکم کړی دی او سنت په دوه ډوله دي : سنت مو کد او سنت زوا يد (مستحب او نوافل )
١-   سنت موکد : هغه د ي چې پيغمبر صلی الله عليه وسلم په هغه با ندې مداومت دعبا دت له وجې کړى وي لکه سنت : دروا تب پس له فرض لمونځونو څخه چې دهغو په ترک کولو کې ګنا ه شته .
سنت موکد بيا په دوو برخو ويشل شوی دي : لکه سنت عين او سنت کفايي :
سنت عین هغه دې چه په هغی باندی هر چا له عمل کول ضرورې وې -لکه په اودس کښی دری ځله اندامونه وینځل ٠
سنت کفایه دادې که چری یو کس یا ځوکسانو اوکړل نو د سنت پریښودلو ګناه
به نه وې ، لکه اعتکاف .
٢-سنت زوا يد : هغه دي چې پيغمبر صلی الله عليه وسلم په هغه با ند ې مداو مت د عا دت له مخې کړى وي دسنت موکد حکم :په کولو کې ثواب او په نه کولو يې ويره دعذاب او ملا متيا ده
مستحب او نو افل: هغه کارونو ته وايې چې دهغو فضليت په شريعت کې ثا بت شو ى وي او يا سلفو هغه دوست ګڼلى وي لکه تهجد او اشراق لمو نځو نه .
د مستحب او نو افل حکم : په کو لو يې ثواب او نه کولويې عذاب او ملا متيا نشته .
مباح :- هغه کارونه دي چې دهغو په کولو کې  نه ګنا ه شته او نه ثواب لکه ښکا ر کول ، ډوډۍ خوړل اوبه څکل اوداسې نور
📌آیا این مطلب برای شما مفید بود؟ پس با دوستان‌تان شریک سازید تا آنها هم بهره‌مند شوند! 🤝 📲#اشتراک_گذاری 🥀🌹

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.