د ټولنيز بدلون معنی څه ده ؟
د ملت د ازرښتونو او آرمانونو بدلون ، کلتوري بدلون ، اخلاقي او ايماني بدلون او په څرګنده ټوګه ټولنيز بدلون يعنې له دين څخه د مسلمانانو لرې کول .
او دغه ټولنيز بدلون ته هغوی د غربي کيدلو ، ديموکراسۍ ، تمدن او پرمختګ نوم ورکوي داسې چې هيڅ د بیرته تګ لاره نلري ، دوی سخت کوښښ کوي تر څو د هغه پلان له مخې چې مخکې يې ترسيم کړی مصر او بلاخره ټول اسلامي عالم غربي کړي په ورو ورو سره دا کار په بريالی ټوګه تر سره کوي ، نن ورځ مونږ وينو هغه ټولنيز بدلون به چې د يرغلګرو او استعمارګرو په لاس تر سره کيده هغه نن د ملي او وطني خلکو په لاس تر سره کيږي .
نو د ټولنيز بدلون اصلي مقصد : يعنې په حقيقت کې اسلامي امت د خپل دين د مختلفو برخو کوم چې د دنيوي ژوند په مختلفو برخو کې شامليږي لرې کول دي .
چې ددې بدلون او غربي کولو لپاره د غرب وسائل او لارې په لاندې ډول دي:
د ټولنيز بدلون او غربي کولو لارې :
د ټولنيز بدلون يا له خپل دين څخه د اسلامي امت د لرې کولو لپاره يې يو اوږد مهال پلان جوړ کړی دی تر څو په لڼد وخت کې امت خپل هدف ته ورنه رسيږي او يا د بدلون لپاره د داسې لارو انتخاب چې ممکن احساس نه شي او د بدلون دغه پلان داسې دی :
- په دغه پلان او استراتيجي کې د دوی مهمه وسيله دا ده چې د خپل هدف تر لاسه کولو لپاره له مونږ ( د مسلمانانو له ډلې څخه ) خپل استاذی اجنټ او مزور ټاکي [ تر څو ونه د خپل ښاخ په ذريغه پرې شي ][1] او بيا د کوم بدلون راوستل چې د دوی هدف وي لکه : سياسي بدلون هغه که د فوځي کوتا ليارې وي او يا هم سياسي ترور وي لکه څنګه مو چې مخکې اشاره ورته وکړه د همدغه استاذي په وسيله يې تر سره کوي.
- د هغوی هدف د امت فکرونه او عقايد دي ، دوی لومړی بدلون په فکرونو او زړونو کې راولي او بيا د اخلاقو ، دودونو او عاداتو برخې ته داخليږي او دوی د لږ بدلون راوستلو لپاره هم کوښښ کوي لکه : په چپ لاس خوراک او د اسلامي تحيه پر ځای نور الفاظ کارول .
- او کچېرې د دوی د مفکرينو ليکنې نه وای کوم چې خپلو خبيثو اهدافو ته د رسيدو لپاره يې غوره لارې ټاکلې نو مونږ به د اسلامي امت په اړه د غرب په پلانونو او تکتيکونو نه وو پوهيدلي ، او که د الله تعالی فضل نه وای نو د دوی د ژور او دقيق پلان په وجه به يې امت له دين څخه لرې کړی وای (خو الله تعالی د اسلامي امت ساتونکی دی) .
- او کله چې د ټولنير بدلون لپاره د هغوی کړنلارې د امت فکر او عقل وي او بيا د هغوی عقايد او زړونه نو د هغوی د عملي کولو لپاره يې مختلف وسايل په کار اچوي کوم چې د ټولنيز پوهانو ، روانشناسانو لخوا ترتيب شوي وي .
او د دغه پلان د عملي کولو لپاره نورو ته د قناعت ورکولو مختلفو وسائلو څخه کار اخلي چې دا وسائل د هغو کسانو په لاسونو عملي کوي چې دوی پخپل دين باندې ټينګ نه وي کچېرې متدين کسان د هغه څخه اجتناب وکړي دوی يې په مختلفو وسوسو مهار کوي او له سمي لارې څخه کږوي او دا کار د علمانيت ، قوميت ، د ښځې د آزادۍ تر شعار لاندې تر سره کوي تر څو خلک د دين څخه په لرې کولو قانع کړي .
او دا په همدې دريم بحث کې ان شآء الله بیانوو .
دا چې د ټولنيز بدلون وسائل کوم دي ؟ او دوی اسلامي امت په څه طريقه له دين څخه لرې کوي هغه دری عمومي وسائل دي :
علمانيت (سکولرزم )
قوميت
د ښځې آزادي
چې په راتلونکو درسونو کې لوستل کيږي .
أساليب الغزوه الفکري للعالم الاسلامي
[1] – دا د امريکايي کشيش زويمر خبره ده چې : ونه بايد د خپل ښاخ په ذريعه پرې شي .