ليكنه: مولوي رحمن ګل”مصباح”
ناشر: دعوت نیوز
د انسان لپاره له ایمان څخه وروسته ډېر لوی نعمت علم (پوهه) ده نو کوم چاته چې لوی څښتن تعالی، علم (پوهه) ورکړي وي او یا یې د علم د حاصلولو لپاره ورته زمینه مساعده کړې وي نو باید د الله عزوجل ډېر زیات شکر اداء کړې.
لومړۍ وحی په قران کریم کې د علم اړوند نازله شوي ده، علم د سترګو روښنایې، د روح غښتلتیا او د زړه ژوند دی، د پوهي پر مټ انسان له خپل زړه څخه تنګي، غمونه او اندیښنې لري او ډاډمنې ارامتیا تر لاسه کولای شي، همدا پوهه ده چې انسان ورک شئ بیرته پري پیدا کولاشي، بالعکس بي علمه انسان مړ دی او ژوند یې د مړو په څیر ده، ناپوهي د روح او زړه سکون، ډاډ، خوشحالي او ارا متیا لمنځه وړي، او د انسان ژوند له مشکلاتو سره مخ کوي او په ناپوهي کې ننۍ ورځ د پرون په څير ده، علم (پوهه) رڼا ده چې انسان یې په ملتیا سره په تیاره ژوند کې رڼا راوستلی شي، پوهه د تمدن سرچینه ده، غافل زړونه الهي ذکر ته هڅوي، بدمرغي په نیک مرغي بدلوي، ملتونه ژغوري، د عمل هنداره ده، د بریا درشل په ګوته کوي، د نن او پرون توپیر کوي (نن له پرون څخه ښه کوي) علم د انسان په ژوند کې مثبت بدلون راولي.
علم (پوهه) داسې یو صفت دی چې څښتن تعالی ځانګړی کړی دی تر انسانیت پورې نورو صفاتو کې لکه: جرأت، شجاعت، قوت، شفقت، سخا او داسې نور… انسان سره نور حیوانات شریک دي، یواځې علم ده چې تر انسانیت ته پورې ځانګړی شوی دی.
د علم له وجهي الله تعالی ادم علیه السلام ته خلافت رباني ورکړو او مسجود الملائکه یې وګرځاوو، کچیرته انسان سوچ او فکر وکړي چې الله تعالی ملائیکې له نور څخه پیدا کړي، او ټول وخت د الله تعالی په عبادت بوختې وي او د الله تعالی نافرماني نکوي، او ادم علیه السلام یې له خټې څخه پیداکړی خو بیا هم الله پاک ملائیکو ته امر وکړ چې تاسو سجده د تعظیم وکړئ ادم علیه السلام ته، نو انسان به دي نتیجې ته ورسیږي چې لامل یې علم (پوهه) ده.
علم (پوهه) د الله په نزد ډېر غوره عمل دی ځکه الله تعالی زمونږ او تاسو ګران محبوب محمد مصطفی صلی الله علیه وسلم ته د علم د زیاتوالي د غوښتلو امر کړی دی، ژباړه: ووایه (ای پیغمبره!) چې ای زما ربه زما علم زیات کړه!.
نو که چیرته له علم څخه بل شئ بهتر او غوره وو نو الله تعالی به د هغه شئ د زیاتوالي دغوښتلو امر ورته کړی وو، نو څرګنده شوه چې له علم څخه غوره بل شئ نشته.
امام رازی رحمه الله په خپل تفسیر کې یو روایت ذکر کړی ده چې یوځل نبی علیه السلام د ماذدیګر له لمانځه څخه وروسته له یوکس خبرې کولې، پدې وخت الله تعالی وحی ورته وکړه، چې دا کوم کس تاسره ناست دی، ددې په عمر کې صرف یو ساعت پاتې دی(وفات کیږي) رسول الله صلی الله علیه وسلم دا کس خبر کړ، نو دا کس ډېر فکرمند شو او رسول الله صلی الله علیه وسلم ته یې وویل: چې زما لپاره پدې وخت کې کوم بهترین او غوره عمل وي هغه راته وښیه! رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وویل:(اشتغل بالتعلم) دعلم په زده کړه کې مشغول شه! نو هغه د علم په زدکړه کې مشغول شو او له ماښام څخه مخکې وفات شو.
راوي وایې: که چیرته له علم څخه بهتره او غوره بل عمل وی، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم به پدې کم وخت کې ده ته د هغه امر کړی وو. [التفسير الكبير ٤١٠/٢]
حضرت علی کرم الله وجهه فرمایلې دي: چې علم غوره ده له مال څخه په (۷) اووه وجهو سره:
لومړی: علم د پیغمبرانو میراث دی، مال د فرعونیانو میراث دی.
دویم: علم په مصرفولو سره زیاتیږي، مال په مصرفولو سره کمیږي.
دریم: مال ساتونکي ته اړتیا لري، علم د خپل څښتن(عالم) ساتنه کوي.
څلورم: کله چې کوم کس مړ شي مال یې پاتې کیږي په دنیا کې، علم له خپل څښتن(عالم) سره قبر ته ننوځي.
پنځم: مال مؤمن او کافر دواړو ته حاصلیږي، علم یواځې مؤمن ته حاصلیږي.
شپږم: ټول خلک د دین په امورو کې عالم ته محتاج وي، مالدار ته محتاج نوي.
اووم: د علم له وجهي انسان په پل صراط په اسانه تیریږي، او مال یې منعه کوي(ځکه چې له ده سره به حساب کیږي)
[التفسير الكبير، ٤٠٣/٢]
دعلماؤ مقام په ټولنه کې
حسن بصري رحمه الله ویلې دي: که چیري علماء نوی نو خلک به لکه چارپیان داسې ګرځیدلې وای.
ځکه ددوی د زده کړي په وجه خلک له حیوانیت څخه انسانیت ته راوځي.[إحياء علوم الدين، ١١/١]
یحی ابن معاذ ویلې دي: چې علماء درسول الله صلی الله علیه وسلم په امت باندې د دوی له پلارانو او مورانو نه هم زیات مهربانه دي، چا ورنه پوښتنه وکړه چې دا څنګه؟ نو ده ورته وویل: ځکه چې د دوی پلاران او مورانې دوی د دنیا له اور څخه ساتې او علماء یې د اخرت له اور څخه ساتې.[إحياء علوم الدين، ١١/١]
ځینو علماؤ ویلې دي: چې علماء د خپلې زمانې ډیوې دي، هر عالم د خپلې زمانې روښانه ډیوه ده چې له ده څخه ددغه زمانې خلک رڼایې حاصلوي. [إحياء علوم الدين، ١١/١]
لوی څښتن تعالی علم او علماؤ ته ډېر زیات فضیلت او غوروالی ورکړی دی، نو باید چې پخپله هم علم حاصل کړو او پخپلو اولادو یې هم حاصل کړو، د اولاد معنوي تربیت له مادي تربیت څخه ډېر مهم ده معنوي تربیت یې په علم سره راځې، د اولاد هڅونه د علم(پوهي) لورې ته د هر پلار مسؤلیت دی، باید هر پلار د خپل اولاد د پوهي هلې ځلې وکړي تر څو یې اولاد په راتلونکي کې د اسلامې ټولنې لپاره دخدمت مصدر او دده لپاره صدقه جاریه وګرځیږي، که پلار په خپل اولاد تعلیم وکړي نو اولاد به یې د څښتن تعالی د حقوقو له سم اداء کولو سره دده او د ټولنې حقوق هم اداء کوي.
لکه څنګه چې علم (پوهي) ته اړتیا ده لدینه زیاته اړتیا عمل ته ده، بي له عمله علم انسان باندې دقیامت په ورځ حجت ګرځیږي، له علم سره تقوی، اخلاق ، تواضع، تحمل، وفا او تعهد هم ډير ضروري دي، که له علم سره یاد خویونه نوي نو بیا د ګټې په ځای د انسان او ټولنې د پاره ناورين او مصيبت راولي.
له علم(پوهي) سره زمونږ د اسلافو ډېره زیاته مینه وه،
دعلم په شوق، او مینې کې دومره ډوب شوي وو، چې له ښځې، مال، او پراخه کور څخه به تېریدل، خو له علم څخه به نه تیریدل.
عبدالفتاح أبوغده صاحب ویلې دي: چې زمونږ استاذ شیخ فیض الله الأیوبي الکردي رحمه الله ویلې: چې مونږ په عراق کې درسونه ویلې: زمونږ سره یو طالب ملګری وو، چې ډیر کوششي، متقي، او صالح انسان وو، بیا دالته یو بزرګ سړی ته د نوموړی طالب تقوی، پرهیزګاري، اوکوشش ډیر خوند ورکړی وو، نو دا بزرګ سړي طالب ته دخپلې لور دنکاح وویلې: چې ته به زما له لور سره نکاح وکړي، د واده خرچه، او نور مال او ښه، لوی، پراخه کور هم زه درکوم، نو دا طالب ورته وویلې: ماته مهلت راکړه! چې زه له ځان سره مشوره وکړم، بزرګ ورته وویل: چې سمه ده له ځان سره مشوره وکړه! خو د طالب دمشورې طریقه داسې وه، چې کتاب به یې را واخیست او خپل زړه، اوسینې ته به یې نزدی کړ، نور ډیر به خوشحاله وو، او زړه به یې په راحت وو، او چې کله به یې کتاب له خپل زړه، او سینې څخه لري کړ، او دنکاح سوچ به یې شروع کړ، نو ډیر به خفه شو، او زړه به یې تنګ شو، نو بیرته بزرګ سړي ته راغی او ورته یې وویل: چې اللهﷻ دي ستا په مؤمنه، او صالحه لور کې برکت واچوي، له ماڅخه یې بهتره سړي ته ورکړه، او ما خپل علم، او کتاب ته پریږده!
[عشَّاقُ الْکُتب صـ ۲۴۸، ۲۴۹]
……………………………………………………………………………………………………………………………………………………………
د دعوت نیوز رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت نیوز رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت نیوزبانکي پتهIslamic Bank AC # 00105100585219 :
د واټس آپ شمېره WhatsApp: +93 747 162 162:
Support Dawatnews Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawatnews Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
Islamic Bank AC # 00105100585219
Account for international payments: 00105100585219
WhatsApp:+93 747 162 162
…………………………………………………………………………………………………………………………………………………………
یادونه: په دعوت نیوز کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، د نن ټکی اسیا توافق ورسره شرط نه دی.
Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website
عزیزان گرانقدر:
لطفاً این مضامین خیلی مهم و حیاتی را با تمام خانواده، اقارب، دوستان، و همکاران تان شریک سازید، و در رشد فکری، عقیدتی، ایمانی و وجدانی همنوع تان اقلاً یک امر خیری را، مایه ی حصولِ صدقات جاریه ی تان سازید.
جزاکم الله وخیراً!