علمي بحث، ژبه څه ده؟

ژبپوهنه: د ژبې تاریخ او تواصل (اړیکي)/ تفاهم ـ”communication”

ژبه څه ده ؟

ژبه یوه ځانګړې انسانی مشخصه او ایجاد شوئ مجموعی سیستم دئ، چي د غږونو یا اصواتو او علائمو یاخطی نښو په  وصلولو سره کلیمې او د هغو لویه مجموعه چي دجملاتو او صرف څخه عبارت دئ, رامنځته کوي.

ژبه د صوتونو او علائمو یو متداوم او وده کوونکی، مجموعي سیستم دئ, چې اصلي هدف یې د انسانانو ترمنځ د اړیکو او متقابل تفاهم د تامین څخه عبارت دئ.  په دې سیستم کې  هره علامه (نښه)  ټاکلې معنی او مفهوم لرئ. ژبه د انسانانو ترمنځ د اړیکو په بهیر کې د مرسل یا خبرونکي (ویونکي یا لیکونکي) او مرسل الیه یا خبریدونکي (اوریدونکي یا لوستونکي) ترمنځ د اتصال او تفاهم له پاره د منځګړي وسیلې په توګه رول لوبوي.

ژوندي موجودات د تکامل په ټولو مراحلو کې اړیکو ته اړتیا لرئ. اما ژبه د یو بشپړ سیستم په څیر یواځې  د انسان وړتیا او ځانګړتیا  ګرزیدلې ده , چي د انسانانو ترمنځ د اړیکو اصلي وسیله ګڼل کیږي، داځکه چې د خلکو سلوک، تفکر او تصور ټول د ژبې له لارې (پربنسټ) عیاریږي.

د ژبې مفهوم او ماهیت د یوې مقولې په څیر په متداومه توګه سره پراختیا او پرمختیا مومي، له همدې کبله، کوم ثابت او عام قبوله تعریف یې نه دئ موندلي. په موجوده تعریفونو کې ژبي ته ټول وقت یوازي د یو ځانګړي اړخ څخه نظر اچول شویدئ.

د ژبې تعریف

ژبه یوه مجمعي پدیده ده. هغه د افکار او احساساتو د بیان وسیله، خورا مهم او په خاص ډول د انساني تواصل اسباب، د علائمو منظم نظام، یو دنننی نظام د قواعدو او کمیت د کلام په ژبنۍمجتمع/ژبټولنه کی یا د تفکر د افزار په حیث  تعریف شویدئ. په بل عبارت :

ژبه یوه عامه ټولیزه پدیده ده، چي د افکارو د بیان، د احساساتو د څرګندولو او د انسانانو ترمنځ د اړیکو دیره مهمه، غوره او خورا ځانګړې وسیله ده. ژبه د علائمو د یو ټاکلي جوړښت لرونکي سیستم او د ټاکلو دننیو قواعدو لرونکي سیستم په توګه رامنځته شوې ده, چي  په  یوه واحده لساني ټولنه کې د بیان, احساساتو او افکارو د څرګندولو وسیله ګڼل کیږي. په هر صورت کې د ژبې ځانکړتیا همدا ده چې  د سمبولیکو  علائمو په واسطه د اشخاصو تر منځ مفاهمه تامینوي. د علامت(نښه) معنی په بشپړ ډول ارادی یا اختیاري(اعتباطی = arbiträr) دئ.

طبیعي ژبې د مصنوعي ژبو پر خلاف د  تدرجي (hierarchie) ژبې دي.  یعنې په بیلابیلو سطحو کې،

ورسره مطابق ژبني واحدونه لري چې د ځانګړو قواعدو پراساس سره یوځای کیږي.

د ژبې تر ټولو کوچني واحدونه صوتي(غـږ یا آواز) یا ( فونیم ـ Phoneme) دي.  په بیلابیلو ژبو کې د غـږونو کارونه په مختلفو بڼو سره سرته رسیږي. د غـږونو بله ځانګړتیا د هغو دنده (Funktion) ده، چې دا اصوات بیا څنګه او په کوم ډول د سیلابونو او بیا د کلیمو سره یوځای کیږي.

د هرې ژبې صوتي سیستم (فونولوژي) په مقابل کې د هغې ژبې د لیک سیستم (ګرافیمی) پروت وي. د لیک په سیستم کې تر ټولو کوچني واحدونه حروف یا توري (ګرافیم ـ Grapheme) دي. د هرې ژبې د لیک سیستم هم ځانته ځانګړي ترکیبي قواعد لري.

  د ژبې مهارت او د ژبې استعمال

د تکلم مهارت پر ژنتیکی اساس ثابت، همدارنګه پر ارگانیک تربیت بناء شوی

ژبه د خبرو، سوالیه او د استفهام قابلیت په مفهوم، تر هر څه دمخه ارثي ریښې او عضوی اړیکي لري یعنې چي پر ژنیتیکي بنسټ باندې ولاړه ده. په همدې ډول د خبرو وړتیا د څیزونو (شیانو او حوادثو) د درک او د هغو ترمنځ د اړیکو پیژندنې د انکشاف دندې هم تر سره کوي.

د خبرو وړتیا د یوې خوا د فیزیولوژیکي اساساتو مطابق، چي د ویلو، اوریدلو او کله هم د لیک او لوست اړتیاوي تکمیلوي، او د بل پلوه په دماغ کي د نورولوژیکي (عصبې) جوړښتونو پواسطه، چي د کلماتو د زده کړي، پرودکشن یا تولید او ریسیپشن یا د مفهوم او افکارو اخذ، چي د ژبی الفاظ او ږغ ظاهروي، تر سره کیږي.

په همدې ډول سره ژبه د ټولنیزو اړیکو په تامین کي هم ستر رول لوبوي. د ژبي د استعمال دپاره د ژبي پر پوهني سربیره نورو پوهو ته هم اړتیا لیدل کیږي، چي په لاندي ډول دي:

د ژبې استعمال – په ژبه کې د یو لغت یا جملې ورځنی، عام او دود استعمال ته ویل کیږي. په یوه ژبه کې د لغاتونو او جملو د استعمال له پاره تر هر څه دمخه د ژبې پوهیدنه پکار ده. ددې له پاره پر ژبني مهارت سربیره، نور مهارتونه هم اړین دي:

  • په مشخصو حالاتو کي د یو لغت یا عبارت پوهیدنه او استعمال ، د قاموسي هدایاتو پر اساس.
  • د جملو پوهیدنه، د متنونو جوړښتاو د جملو ترمنځ اړیکي د ګرامري قواعدو مطابق.
  • د فکري توانمنۍمطابق د جملاتو او بیان د تحلیل پر اساس نتیجه اخیستل.

ژبــه او جامـعه

د جامـعۀ په روال کې د ژبې وظیفه  تواصل او هویت دئ. په داخل د ژبنۍ مجتمع کې  اکثراً مختلف ژبنۍ اشکال موجود دي. بیلابیل ژبنۍ اشکال د اجتماعي مجتمعاتو د آثر له مخي تشکلیـږي[لهجات]، د مکاني توپیرونو د اثر پایله  د مثال په توګه د یوې ژبې مختلفي لهجې، د یوې ژبې اجتماعي تفاوت/اختلاف  د معیاري/ استاندارد  ژبې او عامیانه ژبې تر منځ تمایز/فارق وجود لري. په مشرحه ډول یې  ادامه لاندې ګورو:

د ټولني په چوکاټ کې ژبه د ارتباط او هویت دنده لري. د یوې ژبنۍ مجمع په منځ کې اکثرآ مختلف ژبنۍ اشکال وجود لري. د ژبني بیلابیل ډولونه د ټولنیز ګروپونو(سوسیولکت “sociolects” یا اجتماعی لهجه  د تمایز لکه جنسیت، مسلکي ژبه، د ځوانانو ژبه، د یو ټاکلي قشر ژبه، د مسلک ژبه، دمعین عمر ژبه او د ځانګړې سیمې د ژبي پر اساس منځ ته راځي). په همداډول په بیلابیلو سیمو کې د مکاني جلاوالي له کبله د یوې ژبې بیلابیلې لهجی رامنځته کیږي.

په یوه ټولنه کې د ژبي توپیرونه هغه ژبه پر محاوروي او معیاري ژبې باندي ویشي.  محاوروي ژبه د افرادو د شخصي ژوند په چاپیریال کې کارول کیږي، معیاري  ژبه بیا په رسمي چارو کې د تفاهم د وسیلې په توګه استعمال لري. ژبه د مختلفو ټولنیزو او کلتوري پدیدو سره ټینګ تړون لري او په اجتماعي او فرهنګي بدلون کې د عمده عامل په حیث رول لوبوي.

په ژبه کې بدلونونه  داخلي او بهرني عوامل لري.

داخلي عوامل:

  • د ژبني سیسټم ساده کولو هڅې،
  • د ژبې په قواعدو کې استثناء سمون،
  • د ځینو نوو اصطلاحاتو رامنځته کیدو او یا ځینو لغتونو له منځه تګ سره د ژبې په قاموسي زیرمه کې بدلون.

بهرني عوامل:

  • د نورو ژبو اغېز،
  • جنګونه،
  • اجباري شړنه،
  • داخلي او بهرني مهاجرتونه او داسې نور.

ژبــه او ژبــې

  • اوس د نړۍ په مخکې د 2,500 څخه تر 5,500 پورې بیلابیلې ژبې وجود لري. د موجوده ژبو کره شمیره ځکه نشته چې د یوې ځانګړې ژبې په توګه، د یوې ژبې د پیژندلو له پاره ټاکلی پولې وجود نه لري.د یوې ځانګړې ژبې او د ژبې د بیلابیلو لهجو ترمنځ پولې ډیر کله روښانه نه دي. همدارنګه د ژبو اوسنۍ طبقه بندي (classification) هم د ژبو د شمیرې ټاکنه د ستونزو سره مخامخ کوي. د ژبـو د ویشنې بیلابیل موډلونه وجود لري.  هغه شمیر ژبې چې ریښې یې   یوې ګډې بنسټـیزې ژبې ته رسیږي، ژبنۍ کورني بلل کیږي.
  • ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
  • https://www.lernhelfer.de/schuelerlexikon/deutsch/artikel/was-ist-sprache
  • د پوهاند ډاکټرمحمدشریف سروری او ژورنالیست محمدیوسف صابرساپی د ونډو/زيار و زوک/هاند و هڅه
  • او مهربانی/مینی/عطوفت او تعهد/ژمنتيا/ ملي وجيبه او  د ژبې ګډ پازوالي احساس/د تاریخي اصالت استازګری
  • د ورورګلويزی پتمن ښاعلی پوهاند شریف سروری او یوسف صابرـ ساپی څخه د زړه عمقه منندوی یم.

په درنښت

د دعوت نیوز رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت نیوز رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت نیوزبانکي پتهIslamic Bank AC # 00105100585219 :

د واټس آپ شمېره WhatsApp: +93 747 162 162:

Support Dawatnews Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawatnews Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
Islamic Bank AC # 00105100585219
Account for international payments: 00105100585219
WhatsApp:+93 747 162 162

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

error: Content is protected !!
چیټ خلاص کړئ
مرسته
Scan the code
سلام 👋
زه څنګه مرسته کولی شم؟