عقيدتي نيمګړتيا

نيګړي اړخونه :

کله مو چې د اسلامي امت پر وړاندې د صليبيانو ، کمونستانو او يهودو د فکري جګړې وسائل او لارې ولوستل اوس دا لولو چې د اسلامي امت او مسلمانانو د اوسني ضعف علت څه دی ؟ له دين څخه لرې والی او عقيده او اعمالو کې نيګړتيا ده .

د ځنو مسلمانانو په عقيده کې نيګړتيا ده

په اخلاقو کې نيګړتيا

په شعائرو نيګړتيا

اول : عقیده :

سمه دا ده چې پيل له عقيدې څخه وشي ځکه چې عقيده بنسټ دی او د عقيدې څخه هر ډول غفلت کول غلطي او خطر دی ، مخکې له دې چې په عقيده کې شته غلطۍ او خطر بيان کړو نو لومړی د الله تعالی په اذن د عقيدې اصلاح بيانوو او د عقيدې بنسټونو ته اشاره کوو :

د عقيدې څخه پيل کول خپله د سمي عقيدې پيل دی ځکه اسلام پر عقيده باندې ولاړ دی او اسلام پر ډبرو باندې نه دی ولاړ که هم د ثابت پاتې کيدو وروسته تر ډبرو هم سخت او محکم وي . دا معنوي ساختمان دی د ارزښتونو او مثالونو ساختمان د شريعت ساختمان چې بنسټ يې عقيده ده او دا ساختمان په خاليګاه نه دی ولاړ او نه هم پر غرونو باندې ولاړ دی بلکي د الله تعالی پر اشرف المخلوق انسان باندې ولاړ دی او د انسان په يو تر ټولو قيمتي ټوټه باندې چې زړه دی ولاړ دی ، رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي : “التقوى ها هنا وأشار النبيّ  – صلى الله عليه وسلم –  إلى قلبه”. “ألا وأن في الجسد مُضغة ،  إذا صلحت صلح الجسد كله، وإذا فسدت فسد الجسد كله ،  ألا وهي القلب”

کومو کسانو چې غير اسلامي تمدونونه جوړ کړل په پيل کې خطاء شول بلکي د ساختمان د بنست په ځای کې خطاء او غلط شول نو خپل ساختمان يې د انسان څخه بهر جوړ کړ  له ماشين ، کارخانو او لوړو ماڼیو څخه او کله چې هغوی انسان ته وکتل نو د هغه ټيټ ترينې برخې ته يې نظر شو چې هغه غرايز (شهوات ) دي نو خپل تمدن يې له دغو شهواتو څخه ډک کړ او هغوی ته يې فريب ورکړ تر دې چې انسان له خپل تمدن څخه په تنګ او رنځ وړي ، نو هغوی د انسان قيمتي شی له پامه وغوځولو او ټيټ ترين شي ته يې اهميت ورکړ نو دا د هغوی د تمدن او د اسلامي تمدن تر منځ فرق دی.

نو پوه شئ چې د اسلام بنسټ عقيده ده .

لکن نن ورځ مونږ په اسلامي ټولنو کې د عقيدې کې نيګړتياوې وينو لکه :

الف : د پرديو دودونو او فکرونو تقليد دی کول دي .

ب : بدعات او خرافات ، د مثال په توګه بدعتي اخترونه ، کریسمس ، مولود ، د زږيدنې د ورځې لمانځل او نور .

ج : طاغوتيان : هر هغه څه کوم چې الله تعالی مونږ ته د هغه څخه د انکار حکم کړی وي تر څو ايمان مو صحيح شي طاغوت بلل کيږي .

طاغوت يوازې بتان يا د بتانو په شکل او صورت کوم بل څه نه دی بلکي  طاغوت لره ډير شکلونه دي لکه : : باورونه ، بنسټونه ، فکرونه ، شخصيتونه ، احساسات ، سلوک او دغو ټولو ته که د هغه صفات ورکړي بت او طاغوت دی .

د الله تعالی ځنې صفات داسې دي چې یوازې هغه سبحانه و تعالی ته خاص دي او دا مهم نه ده چې کوم شخص او يا کوم هيئت ته دغه صفات ورکړ شي او يا د الله تعالی سره په دغه صفات کې شريک کړ شي دواړه برابره خبره ده .

يعنې: هيڅ چا ته ددې حق نشته چې د الله تعالی پرته بل چاته دغه صفت ورکړي او يا په دغه صفاتو کې د هغه سبحانه و تعالی سره بل څوک شريک کړي .

د «الحکم» صفت خاص الله لره دی يعنې د قوانينو او شريعتونو وضع کول او جوړول ، برابره خبره ده که هغه د عقيدې په برخه کې وي او يا د اخلاقو او عباداتو او يا د معاملاتو هغه که اقتصادي وي ، سياسي وي او ټولنيز وي خاص الله لره دي او که چا دغه صفت کوم شخص او يا کوم هيئت لره ورکړ نو هغوی د الله تعالی پرته دغه شخص او يا دغه هيئت طاغوت وګرځولو او د ځان لپاره يې بت جوړ کړ

او کچېرې يې د الله تعالی سره په دغه صفت کې شريک ونيولو نو هغه د الله تعالی سره طاغوت ونيولو نو که په دغه دواړو حالاتو کې اراده او قصد ولري د ايمان څخه وځي

الله سبحانه و تعالی فرمایی:[ أَلَمْ تَرَ إِلَى الَّذِينَ يَزْعُمُونَ أَنَّهُمْ آمَنُوا بِمَا أُنْزِلَ إِلَيْكَ وَمَا أُنْزِلَ مِنْ قَبْلِكَ يُرِيدُونَ أَنْ يَتَحَاكَمُوا إِلَى الطَّاغُوتِ وَقَدْ أُمِرُوا أَنْ يَكْفُرُوا بِهِ وَيُرِيدُ الشَّيْطَانُ أَنْ يُضِلَّهُمْ ضَلالًا بَعِيدًا “

ژباړه: ژباړه : آيا هغو کسانو ته دې نه کتلي چې ګمان کوي چې دوی پر هغه څه چې پر تا او تر تا پخوا کسانو باندې نازل شوي دي ايمان لري ؟ حال چې غواړي (خپلې پرېکړو او فيصلو ) واک شيطان ته وسپاري په داسې حال کې چې حکم ور ته شوی دی چې د شيطان له پيروۍ څخه ډډه وکړئ شيطان غواړي چې ډير زيات يي بې لارې کړي .

او فرمايي:  ” فَلا وَرَبِّكَ لا يُؤْمِنُونَ حَتَّى يُحَكِّمُوكَ فِيمَا شَجَرَ بَيْنَهُمْ ثُمَّ لا يَجِدُوا فِي أَنْفُسِهِمْ حَرَجًا مِمَّا قَضَيْتَ وَيُسَلِّمُوا تَسْلِيمًا ”  (النساء :۶۰-۶۵).

ژباړه: ژباړه : نو نه ! ( ای رسوله ) ستا په رب قسم چې دوی تر هغه پوره مؤمنان نشي کيدای څو پورې چې تا ته په خپلو ټولو شخړو کې تا فيصله کوونکی ومني بيا پخپلو ځانونو کې کوم خپګان و نه مومئ او ( دغه پريکړه ) په ډيرې خوښۍ سره و مني .

نو وګورئ هغو کسانو ته چې وايي : زه عقیدتاً مسلمان يم خو مذهب مې مارکسي دی نو دا عقيده نه صحيح کيږي تر هغه پورې څو طاغوت ورڅخه لرې نه کړي ځکه چې انسان ته يې د الله تعالی صفت ورکړی دی ” فَمَنْ يَكْفُرْ بِالطَّاغُوتِ وَيُؤْمِنْ بِاللَّهِ فَقَدِ اسْتَمْسَكَ بِالْعُرْوَةِ الْوُثْقَى ”  1

عدي بن حاتم رضی الله عنه د اسلام راوړلو مخکې له رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه و پوښتل چې څنګه مونږ د خپلو راهبانو او مذهبي مشرانو عبادت کوو ، رسول الله صلی الله عليه وسلم د هغه په ځواب کې وفرمايل :

أَحلُّوا لَهُم الحَرامَ و حَرَّمُوا عَلَيهِم الحَلاَلَ فأَطَاعُهُم ، وَ کَانَتْ هَذِهِ عِبَادَتَهُم ايَّاهُم .

دوکتور فهد د ابن تيميه رحمه الله کتاب فرقان بین اولياء الرحمن و اولياء الشيطان په شرح کې ليکلي :

المشرکين المتأخرين أخبث و أشد و أظلم من المشرکين المتقدِمين بعَدة أوجه : أن المشرکين الأوائل کانو يعبدون مع الله اناساً صالحين و يعبدون جمادات و شجرة ليست عاصية و أما المشرکين المتأخرين في زماننا يعبدون اناساً أنهم يقومون بالسرقة و الواحش و ترک الصلوات .

لومړی -صحيح عقيده :

صحيح عقيده يوازې په ژبه باندې د « لا إله إلّا الله محمدرسول الله» ويل نه بلکي د هغه څخه مخکې د زړه پوهيدل او عمل دی او وروسته يوازې د اندامونو عمل کافي نه دی کچېرې لومړي نه وي يعنې په ژبه باندې د شهادين ويل نو دوهم هم نه صحي کيږي نو د زړه انکار نفاق دی او په ژبه نه ويل يې کفر دی او په اندامونو سره عمل نه کول فسق دی او بيا د الله تعالی د ځنو صفاتو منل او د نور صفاتو څخه انکار کولو سره عقيده نه صحي کيږي لکه څنګه چې په دې باندې باور لرل عقيدې لره شامل دی چې الله تعالی خالق دی همداسې په دې باندې باور لرل چې هغه رازق دی او همداسې په دې باندې باور لرل چې هغه حکم او حاکم دی عقيدې لره شامليږي .

په يو اړخ کې نقصان داسې دی لکه په بل اړخ کې نقصان چې دواړه سره يو شان او برابر دي .

دوهم – غلطي او خطر :

په عقيده کې غفلت او خطاء تر ګناه لوی خطر لري

داسې لکه د يو ژوندي کس څخه د سر پرې کول د پښو او لاسونو له پرې کولو سره يو شان نه دي نو همداسې د الله تعالی په شرع کې د « لا إله إلّا الله» ګواهۍ ترک کول هيڅ کله مسکين ته د ډوډۍ د ورکولو له ترک کولو سره يو شان نه دی او همداسي د کومي برخي څخه انکار د چوغلي کولو او حتی د قتل سره يو شان نه دی ، قرآن کريم د هجرت ترک کوونکي ته مؤمن ويلی دی: وَالَّذِينَ آمَنُوا وَلَمْ يُهَاجِرُوا مَا لَكُمْ مِنْ وَلَايَتِهِمْ مِنْ شَيْءٍ (الأنفال 72.) ، او قاتل يې د مؤمن ورور بللی دی : ” وَإِنْ طَائِفَتَانِ مِنَ الْمُؤْمِنِينَ اقْتَتَلُوا فَأَصْلِحُوا بَيْنَهُمَا “(الحجرات 9.).

نو واضح شوه چې په عقيده کې نيګړتيا لوی خطر دی لومړی بايد عقيده اصلاح شي .

و با الله توفيق

اساليب الغزوه الفکري للعالم الاسلامي

***********************************************************************************************************************

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

error: Content is protected !!
چیټ خلاص کړئ
مرسته
Scan the code
سلام 👋
زه څنګه مرسته کولی شم؟