حامد افغان
طالب جان په ملاصاحب باندې دعلم 〔رواجي〕کتابونه خلاص کړل، چې کورته یې د رخصتیدلو اراده وکړه ملاصاحب ورته وویل: ته باید څه موده له ماسره نور هم پاته شې، ځکه تاکه څه هم رواجي علم سرته ورساوه خودالله دین ته دخلکو د رابللو اسلوب یاچل اوطریقه اوله خلکو سره دعام تعامل اوچلند مهم کارونه دې ندې زده یوڅه موده باید دازده کړې وروسته به رخصت شې، په لنډو اوعامیانه ټکوکې ملاصاحب ورته وویل چې تاکه څه هم علم ترلاسه کړ یوڅه موده باید پاته شې چې عقل هم ترلاسه کړې. خوطالب یوڅه سرزوری و ملاصاحب ته یې وویل چې مهم علم و هغه مې ترلاسه کړ نور نشم پاته کیدلی او روان شو.
طالب خپل کلې ته په لاره یوځای ډیر خلک ولیدل چې په یوه کس راټول دې هغه په اس سپور دی ، دوی یې څوک پښې ښکلوې ، څوک یې اس ښکلوې، ځلک هغه ته سوالونه کوې دی دشریعت خلاف ناسم ځوابونه ورکوې. هغه یو جاهل پیر دی، شرکي خبرې کوې او خلک له هغه نه غلطي غوښتنې کوې. طالب ونشوی کولی د دې ناروا په وړاندې چوپ پاته شي پیر ته یې ځان ور ورساوه اوخلکوته یې په لوړ اواز وویل: زما څو خبروته غوږ شئ ، خلک ټول یو غوږ شول طالب په زغرده ورته وویل: ستاسو پیر مشرک دی، تاسو ټول یې په شرک اخته کړې یئ او… طالب چې دا دوه دری خبرې وکړې پیر خپلو مریدانوته اشاره وکړه ، هغوی طالب دومره وډباوه چې له ډیرې سربدالې یې دکور لاره هیره شوه.
دطالب جان سرته چې سد اوهوښ بیرته راستانه شول د استادخبرې یې ټک ذهن ته ودریدلې، پښیمانه شو، دکور اراده یې باطله کړه، بیرته داستاد وطن ته ستون شو هغه ته چې و رغی خپل ویرلړلی داستان یې ورته واوراوه، لنډه به یې پریکوو دموبایل کېـبورډ ده اوږدولی یې نشو. څه موده له استادسره پاته شو، عقل او له اتیاته دکار اخېستلو چل یې زده کړ او بیا د وطن په لور روان شو.
دالله قدرتونوته ګوره طالب وطن ته په لاره کې بیا په هغه ناسم پیر واوښت او خلک یې په شرک او نارواوو اخته کړې و، داځل له ښه مرغه له طالب سره دعقل او ځیرکتیا وسله په لاس کې وه بیا یې دپیر صاحب خواته ځان ورساوه اوله خلکویې غوښتنه وکړه چې څوخبروته یې غوږ شي.
خلک طالب جان ته یوغوږ شول او طالب دپیرصاحب په ستاینو او کراماتو! خوله خلاصه کړه ، ښه ډیر صفتونه یې وکړل او پیرصاحب هم ښه پوره باد ونیو، طالب جان خپلې خبرې تیزې کړې، په وجد کې راغی اوزیاته یې کړه: باور وکړئ دابیګا په خوب کې د بغداد شاه میران راته وویل چې فلان پیر〔همداپیر ښیې〕هغه مقام ته رسیدلی دی چې که د ده دجامو یوه ټوکړه او یا د مبارکې ږیرې یو وېښته څوک ترلاسه کړې د دې مطلب به داوې چې د جنت ټیکټ یې ترلاسه کړ.
دطالب په دې خبرو سره خلک په پیر ورمات شول او دهغه کمیس او پرتاګه ته یې لاسونه ورواچول ، دپیر صاحب لاندې باندې ټولې جامې خلکو په ګوتوکې سره ووېشلې، هغه یې په میدان لپ لغړ ودراوه وروسته یې د ږیرې وارشوهغه یې هم تار تار سره ووېشله، پیر صاحب په میدان کې په ناګفته به حالت کې پاته شو، طالب په پیر صاحب باندې خپله ینه یخه کړه، په هوښیاري سره یې هم خپل غچ واخیست او هم یې دشرک اوپسات داعي په خپلو مریدانوپه عالم کې رسوا او شرمنده کړ. اودا له علم سره د هوښیاري او عقل په برکت.