د صهيونست پيژندنه
يهوديانو او نصارا ته اهل کتاب يا د آسماني کتابونو خاوندان وايي .
يهود د «هَادَ ، يهُودُ » کلمو څخه اخيستل شوی چې رجوع کولو ته وايي ، او ځنې وايي : يهود منسوب دی «يهودا» لره کوم چې د يعقوب عليه السلام زوی وو .
يهوديان د موسی عليه السلام پيروان وو ، په موسی عليه السلام باندې تورات نازل شوی وو او يهوديت عقيده په پيل کې له تحريف څخه مخکې پاکه عقيده وه وروسته کاملاً تحريف شوې ده او يهوديان د الله تعالی په غبرګو نازل شويو شريعتونو کافران شوی دي .
مولف استاذ دوکتور رحمه الله ليکي :
دا څه بهتان نه بلکي حقيقت دی چې صهيونست تر ټولو خطرناک سياسي او ديني مذهب دی کوم چې بشريت د هغه د سياسي تاوتريخوالي ، فکري زور او قهر او نژادي او قومي تبعيض څخه رنج وړي او په ساده کچه يې د فکري او مادي قوو احتکار کړی او هميشه يې په انسانانو کې نفرت او بغض خپور کړی دی د ځان پرته د بل هر چا سختي او بدبختي غواړي .
غواړي له نړۍ څخه انساني لارښوونې پټې او ټول هغه اخلاقي ارزښتونه له پامه وغورځوي چې په آسماني اديانو ، فکري مذاهبو او بشري فطرت کې يو شان اهميت لري .
هغوی يوازې په فلسطين کې د يهودي دولت جوړول نه غواړي بلکي هدف يې دا ده چې ټوله نړۍ تر خپل واک لاندې راولي او د يهوديانو د قانون تابع يې وګرځوي .
د اسرائيلي دولت د جوړيدو مراحل :
۱- په ۱۸۹۸ کال کې د «سويسرا» په ښار کې لومړنۍ غونډه جوړه شوه او په دغه غونډه کې د يهودو سياسي مشر «هرتزل» لخوا د يهودي دولت د جوړيدو غوښتنه وشو .
۲- په ۱۹۱۰ کال کې د يهودو مشر «قرصو» له سلطان عبدالحميد څخه غوښتنه وکړه چې فلسطين دوی ته د قومي وطن په حيث وسپاري او سطان رحمه الله د هغه وړانديز په کلکه رد کړ ، ددې څخه وروسته «هرتزل» يهودو ته امر وکړ چې فلسطين ته داخل شي .
او وروسته په کال د ۱۹۱۷ کې د بريطانيا د خارجه چارو وزير هغوی ته د فلسطين د قومي وطن په حيث ورسپارلو وعده وکړه .
۳- په کال ۱۹۴۷ کې فلسطين د ملل متحد لخوا د يهودو او مسلمانانو تر منځ وويشل شو .
۴- په کال د ۱۹۴۸ انګليس پر فلسطين باندې يرغل وکړ او هلته يې يهودويان ځای پر ځای او د هغوی د وتلو سره سم یې په همدې کال اسرائيلي دولت اعلان کړ .
“د اسرائيلو لومړنی رئيس الوزراء « بن غوريون» وايي : صهيونست په ۱۹۴۸ د ۱۴ نيټه د بريطانيا په ملاتړ او «الهاجاناه»[1] فوځونو په برکت خپل هدف ته ورسيد او دا زمونږ د مبارزې پای نه بلکی پيل دی او مونږ بايد د هغه لوی دولت لاس ته راوړلو لپاره مبارزه وکړو چې د نيل څخه تر فرات پورې وي “
يعنې بن غورين وايي چې زمونږ اسرائيلي دولت به د هغه ويش څخه لوی وي کوم چې د عربانو او يهوديانو تر منځ شوی دی .
يقيناً اسرائيل د خپل دولت د پراختيا لپاره کوښښ کوي او که د عربي هيوادونو همدا غفلت وي نو هغوی به سيناء ، جولان او د فلسطين ټولې ځمکې اشغال کړي
د صهيونست بنسټ :
د صهيونيست (Zionism) نوم د صهيون څخه اخيستل شوی دی ، صهيون په بيت المقدس کې له څلورو غرونو څخه د يو غره نوم دی کوم چې په هغه باندې د يهودو دولت قايم شوی وو .
او يهوديان دا عقيده لري چې «مسيح مخلص» به په همدې غره کې ظهور کوي کوم چې يهوديان يې انتظار کوي او دوی ته به د الله تعالی د لورې څخه د بښنې توبې زيری ورکوي او دوی ته به له ګناهونو او لعنت څخه نجات ورکوي او د هغو ګناهونو څخه چې د اوږدې مودې څخه ور باندې اخته وو بښل کيږي .
صهيونيست يو سياسي ، نژادي او متعصب يهودي حرکت دی چې مقصد يې په فلسطين کې د يهودي حکومت جوړول او غواړي خپل پايتخت بيت المقدس ته نقل کړي او له هغه ځای څخه پر ټوله نړۍ باندې واک لرل دي تر څو د نړۍ سياسي نظام کمزوری او خپل يهودي حکومت تر واک لاندې راولي.
أساليب الغزوه الفکري للعالم الاسلامي
[1] – د اسرائيلو او د هغه د متحدينو کډ فوځونه .