صليبيانو زمونږ سره څه وکړل ؟

مونږ نفرت ته لمن نه وهو ، مونږ دې ته تيار يو چې د قرآن د حکم موافق عمل وکړو کچېرې هغوی زمونږ پر وړاندې له جنګ کولو او له کورنونو څخه د بې ځايه کولو څخه لاس واخلي نو مونږ به هم د هغوی سره د عدل او انصاب لاره غوره کړو مګر که هغوی زمونږ پر وړاندې جنګ کوي او مونږ د خپلو کورونو پريښودلو ته مجبوروي نو د خپل ظلم او طغان سزا به ضرور ويني .

الله سبحانه وتعالی فرمايي :

[ لا يَنْهَاكُمُ اللَّهُ عَنِ الَّذِينَ لَمْ يُقَاتِلُوكُمْ فِي الدِّينِ وَلَمْ يُخْرِجُوكُمْ مِنْ دِيَارِكُمْ أَنْ تَبَرُّوهُمْ وَتُقْسِطُوا إِلَيْهِمْ إِنَّ اللَّهَ يُحِبُّ الْمُقْسِطِينَ[1] [.

ژباړه: الله تعالی تاسې له دې کار څخه نه منع کوي چې تاسې له هغو خلکو سره د نیکۍ او عدل چلن وکړئ چې ستاسې سره په دين کې نه وي جنګيدلي او تاسې يې له خپلو کورو څخه نه وی ايستلي  ، يقیاً الله تعالی انصاف کونکي خوښوي .

[ إِنَّمَا يَنْهَاكُمُ اللَّهُ عَنِ الَّذِينَ قَاتَلُوكُمْ فِي الدِّينِ وَأَخْرَجُوكُم مِّن دِيَارِكُمْ وَظَاهَرُوا عَلَى إِخْرَاجِكُمْ أَن تَوَلَّوْهُمْ وَمَن يَتَوَلَّهُمْ فَأُوْلَئِكَ هُمُ الظَّالِمُونَ ][2]

ژباړه: الله تعالی تاسې منع کوي له دوستۍ د هغو خلکو چې ستاسې سره په دين کې جنګيدلي وي او تاسې يې له خپلو کورو ويستلی وی او هغه چې شريک شول په ويستلو د تاسې کې  او څوک چې د دوی سره دوستي کوي پس هغه دي ظالمان .

مونږ تاسې ته د هغه قوم يادونه کوو چې پخوا يې څه مثال نه دی تير شوی هغه قوم چې کله بیت المقدس ته داخل شول (د ښځو او ماشومانو په کډون يې هغه مسلمانان چې د دوی د وحشتونو څخه په مسجد الاقصی کې را ټول شوي وو)چې شمير يې اويا زره وو ټول يې په قتل ورسول او د صليبيانو آسونه تر سينو پورې د مسلمانانو په وينو کې غرق شول[3] .

او هغه چې په الجزاير يې تر سره کړل پخوايي کوم مثال نه وو ، هلته يې يو ميليون مسلمانان په شهدادت رسولي دي.
او د هغوی د يو مستشرق خبره چې وايي : “عربي جزيره د اسلام زانګو ده ، لا تر اوسه پورې د مسيحيت د خپرولو لپاره يو خطر دی”

او بل مستشرق يې داسې وايي : “کله چې قرآن او مکه له عربي هيواد څخه ورک شول نو کيدای شي بيا مونږ د عربو تمدن ووينو هغه (تمدن) چې د محمد او د هغه د کتاب څخه له لرې کيدو پرته ناشونی دی”

او کله چي د هغوی يو فرانسوی فيلسوف آخري حل داسې بيانوي : چې د مسلمانانو دريمه برخه بايد له منځه يوړل شي ، کعبه بايد ونړول شي او بايد د رسول الله صلی الله عليه وسلم قبر د فرانسې د لوفر موزيم ته يوړل شي .  مونږ به دا او بل اړخ پريږدو . او اوس به ددې يادونه وکړو چې همدا اوس څه روان دي حال دا چې دوی ادعا کوي چې مونږ خپل تعصب او خپل صليبت ترک کړی او راځئ چې ځینې مثالونه يې وړاندې کړو:

 ۱- په فليپين کې :

په فليپين کې مسلمانان د داسې تبعضي او يو مخ تباه کوونکي جنګ سره مخ دي چې په معاصر تاريخ کې يې هيڅ مثال نشته

دوی د فليپين د فوځونو د تباه کوونکي جنګ څخه انکار وکړ کوم چې د جنګي اسلحو پرته ممنوع اسلحې لکه : ګاز او نپالم هم وکارول .

او د زخميانو ، ښځو او ماشومانو څخه انتقام اخلي .

د فليپين د مجاهدينو د قوماندان صالح عثمان څخه دا خبره نقل شوې چې چې نومړی قوماندان له ۱۶ مياشتو راهيسې د کلکې محاصرې سربيره مقاومت کوي او اوس د فوځ ۸ نور کندکونه ورسره جنګيږي پرته له هغو طيارو چې شپه او ورځ ورباندې ممبارت کوي او ددې سربيره هغه بیړۍ چې د کومې وقفې پرته يې پر وژونکو توپونو ولي .

هغه د خپلو خبرو په پای کې وويل : داسې ښکاري چې د نړۍ مسلمانانو په هغه حقيقت نه پوهيږي چې مونږ پکې ژوند کوو او يا دا چې مونږ ته هيڅ پام نه کوي .

مارکوس پوهيږي چې مسلمانان نشي نيولای مګر هغوی غواړي چې مسلمانان غلا کړي او يا د نړۍ نظرونه غلا کړي[4] .

۲- په ایتوپیا (حبشه) کې :

د حبشې امپراتور أسد د مسلمانو پر وړاندې د سخت اذيت او آزار لاره غوره کړې وه ،د حبشې اسد د مسلمانانو له شکنجې کولو سره شوق لرلو هغه په امر به د مسلمانانو پښې او لاسونه د کلونو په موده تړل کيدل تر هغه پورې چې ملاوې به يې ګږې شوې او منحنې بڼه به يې غوره کړه کله به چې خوشي شول هغوی نشو تللای مګر په څلورو به تلل .

۳- په تايلند کې مسلمانان :

صليبيان په تايلند کې هم د مسلمانانو پر وړاندې د هيڅ ډول ظلم او وحشت څخه مخ نه دی اړولی .

۴- په عراق او افغانستان باندې د صليبيان نړیوال يرغل :

امريکا او د هغوی طاغوتي ملګرو چې کله پر افغانستان باندې يرغل پيل کولو نو هماغه وخت د دوی مشرانو په پوره وضاحت سره وويل چې دا د اسلام پر ضد صليبي جنګ دی چې زيات وخت به ونيسي .

په عراق او افغانستان کې چې صليبيان او د هغوی په لاسونو باندې روزل شويو مزدورانو کوم ظلمونه او وحشتونه کړي او لا هم دوام لري له هيچا څخه پټ نه دي .[5]

دا وو د دوی د فوځي وحشتونو څو نمونې نو ايا غرب به زمونږ پر وړاندې په فکري جنګ کې کامياب شي ؟ ددې ځواب په راتلونکي درس کې .

أساليب الغزوه الفکري للعالم الاسلامي

دعوت نیوز


[1] – سوره الممتحنه :۸ .

[2] – سوره الممتحنة :۹ .

[3] – حاضر العالم الإسلاميّ ،  الكاتب الأمريكي ستودارد ص208 ،  وحضارة العرب للكاتب الفرنسي فوستاف لوبون ص326 – 330.

[4] – مجلة المجتمع العدد 296 ،  السنة السابعة ،  20 ربيع آخر 1396 – 10 فبراير سنة 1976.

[5] – د ژباړل لخوا ځکه چې مؤلف هغه ته اشاره نه ده کړې او دغه کتاب یې د نومړي يرغل څخه پخوا ليکلی دی .

***********************************************************************************************************************

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

error: Content is protected !!
چیټ خلاص کړئ
مرسته
Scan the code
سلام 👋
زه څنګه مرسته کولی شم؟