صلح

زمونږ په ټولنه کې رواج جرګي، د دروازې بد د ښځو په بدو کې ورکول د اسلام له نظره څه حکم لري ؟

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته!

امید دی چې ښه روغ او جوړ به یاستی. زما یوه پوښتنه ده : هغه دا چې په پښتنو کې یو دود دی چې کله کوم شخړه یا ستونزه پېښه شي نو بیا یې د مرکې یا جرګې له لارې حل کوي. چې په هغه جرګه کې د جرګې مشران په ملامت کس د پسه (ګډ) جریمه ږدي چې جانب مقابل کس کور ته یې ورولي او هلته یې ذبح کوي. آیا دا په شریعت کې جایز دي؟! زما د ملګري په اسرار چې وايي د حنفي فقهې په رڼا کې یې که ځواب کړئ مننه به وي . عمر خطاب 

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

يو صلح ده او بل حکم يا فيصله

حکم او يا فيصله :

پر ټولو مسلمانانو واجبه ده چې د الله جل جلا له  په کلام قرآن او د رسول الله صلی الله عليه وسلم  په سنتو حکم او فيصله وکړي ، نه د يوې ټولنې او قبلې په عاداتو او رواجونو يا وضعي قوانينو .

قال الله سبحانه وتعالى : ( وما اختلفتم فيه من شي فحكمه إلى الله ) الشورى/10 يعنې : او هر څه کې چې تاسې شخړه کوئ ، نو د هغه (په هکله ) حکم به د الله جل جلا له لره وي .

، وقال سبحانه تعالی : ( ألم تر إلى الذين يزعمون أنهم آمنوا بما أنزل إليك وما أنزل من قبلك يريدون أن يتحاكموا إلى الطاغوت وقد أمروا أنيكفروا به ويريد الشيطان أن يضلهم ضلالاً بعيداً ) النساء/60

ژباړه : آيا هغو کسانو ته دې نه کتلي چې ګمان کوي چې دوی پر هغه څه چې پر تا او تر تا پخوا کسانو باندې نازل شوي دي ايمان لري ؟ حال چې غواړي (خپلې پرېکړو او فيصلو ) واک شيطان ته وسپاري په داسې حال کې چې حکم ور ته شوی دی چې د شيطان له پيروۍ څخه ډډه وکړئ شيطان غواړي چې ډير زيات يي بې لارې کړي .

وقال تعالى : ( أفحكم الجاهلية يبغون ومن أحسن من الله حكماً لقوم يوقنون ) المائدة/50  يعنې : نو ایا دوی د جاهليت ( د زماني ) حکم غواړي ؟ د يقين کوونکو خلکو لپاره بل څوک تر الله جل جلا له  ښه حکم ورکولای شي ؟

 وقال عزوجل : ( يا أيها الذين آمنوا أطيعوا الله وأطيعوا الرسول وأولي الأمر منكم فإن تنازعتم في شيء فردوه إلى الله والرسول إن كنتم تؤمنون بالله واليوم الآخر ذلك خير وأحسن تأويلاً ) النساء/59

ژباړه : ای مؤمنانو ! د الله جل جلا له  او د رسول الله صلی الله عليه وسلم  او له تاسې څخه د امر د خاوندانو پيروي وکړئ کله چې مو په کوم شي کې شخره وکړه ، نو هغه الله جل جلا له  او رسول الله صلی الله عليه وسلم  ته راجع کړئ ، که پر الله جل جلا له  او د آخرت پر ورځ ايمان لرئ دغه کار غوره دی او ښه پايله لري .

پس پر مسلمانانو واجبه ده چې خپل منځي اختلافات او پرېکړې په قرآن او سنتو وکړي او بغير له قرآن او سنتو په بل څه حکم و نه کړي چې د قرآن او سنتو بغير پر بل څه حکم کول لوی منکر او قبيح عمل دی .

الله جل جلا له  فرمايي : ( إن الحكم إلا لله ) يوسف/40

او څوک چې بغير له کتاب الله او سنتو په وضعي قوانينو او بل څه حکم کول حلال وګني د ايمان د زوال سبب ګرځي .

الله جل جلا له  فرمايي : ( فلا وربك لا يؤمنون حتى يحكموك فيما شجر بينهم ثم لا يجدوا في أنفسهم حرجاً مما قضيت ويسلموا تسليماً ) النساء/65 .

ژباړه : نو نه ! ( ای رسوله ) ستا په رب قسم چې دوی تر هغه پوره مؤمنان نشي کيدای څو پورې چې تا ته په خپلو ټولو شخړو کې کړی او بيا ستا د پريکړو په اړه پخپلو ځانونو کې کوم خپګان و نه مومئ او ( دغه پريکړه ) په ډيرې خوښۍ سره و مني .

نو مسلمان به فقط د الله جل جلا له  په دين چې أحكم الحاكمين وأرحم الراحمين دی حکم کوي او د وضعي قوانينو او غير شرعي عاداتو او رواجونو د دفع کوښښ به کوي او خپلې فيصلې به اسلامې محاکمو او شريعت ته سپاري .

د پاکستان د فرنګي حکومت چارواکي ، حاکمان ، قاضيان او دخيل علماء به الله جل جلا له  ته څه ځواب ولري کوم د خلکو فيصلې د انګليس په آيين تر سره کوي او قرآن او سنت يي ترک کړي دي .

د افغانسان د حکومت چارواکي ، قاضيان او دخيل علماء به الله جل جلا له  ته ځواب ولري کوم چې د ملل کفري او ديموکراسۍ پر قوانينو فيصلې کوي او د خلکو د غلولو د پاره يې يوه اسلامې سمبوليک قيافه غوره کړی ده .

صلح  :

صلح په لغت کې جوړې اوسازش ته وايي او د شريعت په اصطلاح کې يو عقد او تعهد دی چې د هغه په وسيله د طرفينو په مينځ کې د خصومت ،جنجال او دوښمنۍ مخ نيول کيږي . د صلح په کولو سره يو طرف د دوښمنۍ او جنجال د قطعې په خاطر تر خپل حق يا څه حصې د خپل حق څخه مقابل طرف ته ورتريږي ( د الله جل جلا له  د رضا او خوښۍ د پاره ) .

نو صلح د طرفينو د شخړې ، جنګ جګړي او اختلافات مخ نوی کول او هغوی راضي کول بغير له الزام څخه ( يو نصيحت او خيرخواه حرکت بلل کيږي ) .

د صلح د مشروليت دلائل

قوله تعالی : ( والصلح خير ) النساء/128  يعنې : صلح او جوړه کول غوره دي .

( فاتقوا الله وأصلحوا ذات بينكم ) الأنفال/1  يعنې : له الله جل جلا له  څخه ووېريږئ او خپلمنځي اړيکی سمې کړۍ ( د خپلمنځې شخړې په صلح کولو لرې کړئ ) .

قال رسول الله صلی الله عليه وسلم  ( الصلح جائز بين المسلمين ، إلا صلحاً حرّم حلالاً أو أحل حراماً ) .

عَنْ سَهْلِ بْنِ سَعْدٍ: أَنَّ أَهْلَ قُبَاءٍ اقْتَتَلُوا حَتَّى تَرَامَوْا بِالْحِجَارَةِ، فَأُخْبِرَ رَسُولُ اللَّهِ صلی الله علیه وسلم  بِذَلِكَ، فَقَالَ: «اذْهَبُوا بِنَا نُصْلِحُ بَيْنَهُمْ». (بخارى:2693)

سهل بن سعد رضی الله عنه  وايي : د قبا اوسيدونکي په خپل مينځ کې په جنګ شول داسې چې يو د بل په طرف يې ډبرې ويشتې کله چې رسول الله صلی الله عليه وسلم  خبر شو ويي فرمايل : ځئ چې لاړ شو د هغوی صلح وکړو .

د جناب نبي کريم صلی الله صلی الله عليه وسلم د جوړجاړی يو نمونه :

ام سلمه رضی الله عنها وايي: دوه کسان د خپلې دعوې د حل د پاره رسول الله صلی الله عليه وسلم  ته راغلل د څه ارث په باره کې چې زاړه شوي او تير وخته شوی وو او د دوی هيڅ کوم هم شاهد نه لرلو ، رسول الله صلی الله عليه وسلم  وفرمايل : تاسې چې خپلې دعوي رسول الله صلی الله عليه وسلم  ته پيش کوئ او زه د نورو په شان بشر يم ، کيدای شي ځنې د تاسې د ليل او حجت په بيانولو کې نظر جانب مقابل ته بليغ وي ، زه هم ستاسې په منيځ د اوريدلو له مخې دعوه حل کوم ، پس که له تاسې څخه چا د ليل د قوت په وجه د بل په مال باندې په ناحقه قبضه وکړه او د هغه په ګټه حکم ورکړ شو هغه به د خپل مسلمان ورور حق نه خوري ځکه ما چې د دعوي پر اساس هغه ورکړل هغه په اصل کې د هغه حق نه دی په اصل کې مې هغه ته د دوزخ يوه ټوټه ورکړی ده ، چې د قيامت په ورځ به د اور د حلقې په شان د هغه په غاړه کې ځړول کيږي ددې بيان په وجه هغوی دواړو وژړل او هر يو ويل زه مې خپل مسلمان ورور ته تر خپل حق تير يم .

رسول الله صلی الله عليه وسلم  وفرمايل : تاسې چې اوس داسې وايئ لاړ شئ هغه تقسيم کړئ او د حق لاره ونيسئ او هغه د بچه اچونې له مخې تقسيم کړئ . (را  احمد  او  ابوداود  او  ابن  ماجه ) نقل من فقه السنه

د صلح فضيلت :

{لاَّ خَيْرَ فِي كَثِيرٍ مِّن نَّجْوَاهُمْ إِلاَّ مَنْ أَمَرَ بِصَدَقَةٍ أَوْ مَعْرُوفٍ أَوْ إِصْلاَحٍ بَيْنَ النَّاسِ وَمَن يَفْعَلْ ذَلِكَ ابْتَغَاء مَرْضَاتِ اللّهِ فَسَوْفَ نُؤْتِيهِ أَجْراً عَظِيماً }النساء ۱۱۴

ژباړه : د دوی په ډيرو پټو خبرو کې کوم خير نشته ، خو هغه چا چې په کوم خيرات يا ښه کار يا د خلکو تر مينځ يې په روغه امر کړی دی او څوک چې دا کار د الله جل جلا له  د رضا د پاره کوي ، نو ژر به مونږ ده ته ډير لوی اجر ورکړو .

وروى أبو داود عن أبي الدرداء أن رسول اللَّه صلى الله عليه وسلم قال: “ألا أخبركم بأفضل من درجة الصيام والصلاة والصدقة؟ قالوا: هو يا رسول الله، قال: إصلاح ذات البين… “حديث صحيح، صحيح أبي داود للألباني حديث 4111”.

ژباړه : ابی درداء وايي رسول الله صلی الله عليه وسلم  فرمايل : ايا تاسې د داسې عمل نه خبر نه کړم چې تر نفلي روژې نفلي لمونځ او صدقې نه يې درجه غوره وي ؟ ويي ويل هو يا رسول الله ويي فرمايل : د خلکو په مينځ کې اصلاح کول .

صلح څنګه کول پکار دي :

صلح کونکی بايد د حق طرفداري وکړي ، د خپلوي ، تربګينت ، سمت پرستی پر بنا د ظالم طرف طرفداري ونه کړي ، صلح کونکی بايد د مظلوم او په حق طرف ونيسي او مقابل لوری په اخلاق او نصيحت د حق لورې ته دعوت کړي .

الله جل جلا له  فرمايي : وَلاَ تَلْبِسُواْ الْحَقَّ بِالْبَاطِلِ وَتَكْتُمُواْ الْحَقَّ وَأَنتُمْ تَعْلَمُونَ  (البقره ۴۲).

او حق له باطل سره مه ګډوئ سره له دې چې تاسې ښه پوهيږئ نو حق مه پټوئ .

رسول الله صلی الله عليه وسلم  فرمايي : من مشی ظالم ليقويه و هو يعلم انه ظالم فقد خرخ من الاسلام ( مشکوة المصابيح )

څوک د ظالم سره ددې د پاره تګ وکړئ چې هغه تقويه کړي ، په داسې حال کې چې دی د هغه په ظلم خبر وي نو يقيناً چې دغه کس له اسلام څخه ووت .

او بل دا چې صلح په دې شرط جايز ده چې حلال حرام او حرام حلال نه کړي

رسول الله صلی الله عليه وسلم  فرمايي : ( الصلح جائز بين المسلمين ، إلا صلحاً حرّم حلالاً أو أحل حراماً ) يعنې : صلح کول په دې شرط جايز دي چې حرام حلال او حلال حرام نه کړ شي .

مګر زمونږ په ټولنه کې چې اکثراً کومې صلح او فيصلې کيږي د کتاب الله او سنتو خلاف وي جرم يو کس کړي او په بدو کې ښځي ورکوي دا طاغوتي صلحې او فيصلي دي چې شرعاً مردودې دي (لوی ظلم او قبيح عمل دی ).

افسوس د هغه اهل علم په حال چې بيا په دا ډول طاغوتي صلحو او فيصلو کې ناست وي او هغوی ته حق نه بيانوي !!!

د ټولنې علماؤ ، ملکانو ، خانانو او مشران !

د ظالمانه فيصلو او حرامو صلح کولو نه لاس واخلئ ، له الله جل جلا له  څخه سخت وويريږي .

په داسې حال چې پر قرآن او سنتو باور لرئ قرآن او سنت په منيځ کې شتون لري تاسې د جاهليت د زماني او طاغوت په قانون فيصلې او صلح کوئ هغه دا چې يو کس جرم کړی وي بيا يې په بدو کې ښځې ورکوي ، بې ځايه جرمانې ، د دروازې بد او نور …آيا تر دې پورته ظلم شته ؟

حلال حرام ، مظلوم او ظالم معلومولی نشئ بيا د دوازې په بدو کې ښځې ورکوي ، د ظالم کور ته ننواتې ورځي مظلوم نور تر پښو لاندې کوئ .

خصوخاً هغه علماء چې په دغو چارو کې دخيل دي او خپل قوم له منکراتو څخه نه منع کوي سخت ملامت دی (DAWATNEWS.COM)

مجموع فتاوي الشيخ علامه ابن باز رحمه الله ۸/۲۷۲ او فقه السنه – باب صلح او نور زيات معتبر اسلامې منابع وکتل شول

***********************************************************************************************************************

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

error: Content is protected !!
چیټ خلاص کړئ
مرسته
Scan the code
سلام 👋
زه څنګه مرسته کولی شم؟