پۀ پښتو ژبه، د مولانا غلام الرحمن په غږ کې، د ټول قرآن کريم ژباړه او تفسير د لينکونو پۀ دوه لړليکونو کې د لومړي لړليک او دويم لړليک تر عنوان لاندې ځای پۀ ځای شوي دي ، او لۀ دواړو لينکونو څخه کولی شئ چې د سپېڅلي الهي کتاب پښتو ترجمه او تفسير ښکته کړئ .
د يادونې وړ ده چې د دويم لړ ليک څخه د يو کليک پۀ مرسته سورت ښکته کولی شئ او لومړی لړ ليک څو شېبې انتظار غواړي .
مونږ د احتياط لۀ مخې دا سپېڅلي سورتونه پۀ دوه لړليکونو کې ځای پۀ ځای کړل ، د دې لۀ پاره چې، کۀ چېرې د يو لړ ليک پۀ لينک کې ستونزه وي نو لۀ بل څخه به کار اخيستل کېدای شي ـ
مولانا غلام الرحمن د لومړنيو مجاهدينو لۀ ډلې څخه دی چې پۀ توره او ژبه يې د جهاد لۀ پيل نه تر ننه پورې د خدای (ج) د دين خدمت کړی ، او لا کوي يې . د مولانا لوی خصوصيت دا دی چې باعمله عالم دی، مجاهد دی او د چا پۀ شان پۀ کړي جهاد پښېمانه نۀ دی . هغۀ د ترجمې پۀ جريان کې پۀ بيا، بيا دې خبرې ته اشاره کړې چې دا دين پۀ جهاد ساتل کيږي او دطاغوت مخه پۀ جهاد نيول کيږي . هغۀ چا ته چې ويل ېې : جهاد نۀ ؤ، هسې لېونتوب ؤ، ځواب ورکړې چې : کۀ تۀ لېونی يې ، يې به! زۀ خو اوس هم پۀ خپل جهاد فخر کووم د هغه د خبرو او د قرآني اياتو پۀ تعبير، تفسير او ترجمه کې يو خوند او لذت پروت دی او دا نعمت دهغه چا پۀ برخه کيږي چې پۀ خپله يې د قران کريم سره عملي تعلق وي، نو يې ، خبره د خلکو زړونو ته کوزه شي.
مولانا صيب د تعليم تر څنګ دې ته هم اړ شوی، چې چېرته خواري مزدوري وکړي او يوه مړۍ حلاله روزي پيدا کړي، هغۀ د جومات حلوا ته ډډه نۀ ده اچولې ، بلکې د تندي پۀ خولو يې ګټلې .
کۀ چېرې لۀ کومې ستونزې سره مخ شوئ ، مونږ سره مشوره کوئ او يا هم نظر لرئ؛ نو د سورتونو د لړليکونو پۀ پای کې د تبصرې کولو اسانتيا شته!، مونږ سره خپل نظرونه شريک کړئ .
ډونلوډ کولو طرېقه