د عبادت معنی: تذلل، خضوع، غاړه ایښودل، سره له ډیره محبت او تعظیم نه.
او هر عمل چه په هغه سره یو معبود ته پری نژدیکت حاصلولې شي عبادت بلل کیږي.
لدي کبله د اسلامي شرعی په اصطلاح کښی هم عبادت: یو جامع نوم دې چه ټولو هغه شیانو ته شامل دې چه الله عزَّوَجَلَّ یي خوښوي، که هغه وینا وي، او که ظاهر یا باطني اعمال وي.
او عبادت کله په زړه وي، کله په ژبه، او کله په غړو، خو الله عزَّوَجَلَّ خپلو بندګانو ته امر کړې دې چه د عبادت ټول انواع دي یواځی د یو الله سبحانه وتعالی لپاره خاص کړل شي، او هیڅ ډول شریک او برخَوال دي ورسره پکښی نه وي، لکه چه الله سبحانه وتعالی فرمایي:
﴿هُوَ ٱلۡحَيُّ لَآ إِلَٰهَ إِلَّا هُوَ فَٱدۡعُوهُ مُخۡلِصِينَ لَهُ ٱلدِّينَۗ ٱلۡحَمۡدُ لِلَّهِ رَبِّ ٱلۡعَٰلَمِينَ ٦٥﴾ [المؤمن:65].
ترجمه: «الله عزَّوَجَلَّ هغه ذات دې چه همیشه ابدي ژوندې دې، نشته لایق د عبادت او بندګۍ مګر همدغه الله تعالی دې، نو تاسو همدغه الله تعالی راوبلۍ، په داسی حال کښی چه خالص کونکي یاست هغه ته د خپل دین او عبادت او بندګۍ، ټول د کمال صفتونه الله عزَّوَجَلَّ لره دي چه پالونکې او پروردګار د عالمیانو دې».
همداشان الله سبحانه وتعالی په بل ځاي کښی فرمایي:
﴿قُلۡ إِنِّيٓ أُمِرۡتُ أَنۡ أَعۡبُدَ ٱللَّهَ مُخۡلِصٗا لَّهُ ٱلدِّينَ ١١﴾ [الزمر: 11].
ترجمه: «اووایه اي پیغمبره! بیشکه ماته حکم شوې دې چه زه بندګي وکړم یواځی د یو الله، په داسی حال کښی چه خالص کونکې یم هغه ته ددین او عبادت خپل».
همداراز الله سبحانه وتعالی امر کړې دې چه د رسول الله صلی الله عليه وسلم پیروي وشي او د الله تعالی عبادت د رسول الله صلی الله عليه وسلم د لارښوونی موافق ادا او سر ته ورسول شي، لکه چه الله تعالی فرمایي:
﴿بِٱلۡبَيِّنَٰتِ وَٱلزُّبُرِۗ وَأَنزَلۡنَآ إِلَيۡكَ ٱلذِّكۡرَ لِتُبَيِّنَ لِلنَّاسِ مَا نُزِّلَ إِلَيۡهِمۡ وَلَعَلَّهُمۡ يَتَفَكَّرُونَ ٤٤﴾ [النحل: 44].
ترجمه: «او اي پیغمبره! تاته مو وحیي درلیږلی ده ددي لپاره چه ته بیان او واضح کړی خلکو ته هغه احکام چه دوﺉ ته ورلیږل شوي دي».
همداډول په بل ځاي کښی فرمایي:
﴿وَمَآ ءَاتَىٰكُمُ ٱلرَّسُولُ فَخُذُوهُ وَمَا نَهَىٰكُمۡ عَنۡهُ فَٱنتَهُواْ﴾ [الحشر: 7].
ترجمه: «او هغه څه چه رسول الله صلی الله عليه وسلم یي تاسو ته درکوي او تاسو ته پری حکم کوي نو هغه واخلۍ عمل پری وکړۍ، او هغه څه چه تاسو ورڅخه منع کوي، نو ورڅخه ځان وساتۍ او منع شۍ».
الله عزَّوَجَلَّ هم له هیچا څخه هیڅ یو عمل تر هغه پوری نه قبلوي چه پکښی دغه دوه شرطونه پوره نه وي: یو اخلاص اوتوحید، او بل متابعت او د رسول الله صلی الله عليه وسلم پیروي کول.
بلکه بنده تر هغه مسلمان کیدې نشي چه په هغه کښی اخلاص او توحید نه وی، یعنی چه دعبادت او بندګۍ ټول انواع یي خالص د یو الله تعالی لپاره نه وي، او هم د رسول الله صلی الله عليه وسلم پیروي په عبادت او نورو احوالو کښی پکښی نه وي.
نو یواځی عبادت او بندګي د الله تعالی په وړاندی صحیح ده چه خالص د یو الله تعالی لپاره وي، او بل د رسول الله صلی الله عليه وسلم له سنتو سره برابره وي، او همدي ته عمل صالح هم وايي.
الله عزَّوَجَلَّ مونږ ته په خپل کتاب قرآنکریم کښی بیان کړي دي چه مونږ يي د یو لوي او مهم هدف لپاره پیدا کړي یو، او هغه دا چه مونږ یواځی د هغه عبادت په داسی شان سره وکړو چه شریک او برخَوال ورسره ونه ګرزوو، لکه چه الله تعالی فرمایي: ﴿وَمَا خَلَقۡتُ ٱلۡجِنَّ وَٱلۡإِنسَ إِلَّا لِيَعۡبُدُونِ ٥٦﴾ [الذاریات: 56].
ترجمه: «ما پیریان او انسانان نه دي پیدا کړي مګر ددی لپاره چه یواځی ځما عبادت او بندګي وکړي».
همدارنګه په بل ځاي کښی الله سبحانه وتعالی فرمایي:
﴿وَمَآ أُمِرُوٓاْ إِلَّا لِيَعۡبُدُواْ ٱللَّهَ مُخۡلِصِينَ لَهُ ٱلدِّينَ حُنَفَآءَ وَيُقِيمُواْ ٱلصَّلَوٰةَ وَيُؤۡتُواْ ٱلزَّكَوٰةَۚ وَذَٰلِكَ دِينُ ٱلۡقَيِّمَةِ ٥﴾ [البینة: 5].
ترجمه: «دی خلکو ته امر نه دې شوې مګر خو امر شوې دوﺉ ته ددي خبری چه دوﺉ دی عبادت اوبندګي کوي یواځی د الله تعالی په داسی حال کښی چه خالص کونکي وي دوﺉ الله تعالی ته د عبادت خپل، او ولاړ وي په حق او مایل نه وي باطل خوا ته، او بل دوﺉ ته ددی امر شوې دې چه پوره په خپل وخت به أدا کوي د ټولو حقوقو سره لمونځ، او ورکوي به زکات، او همدا مضبوط دین دې».
نو هغه څوک چه له شرک ځینی ځان وساتي او خپل عبادت او بندګي یواځی یو الله تعالی ته خالص کړي، او هم د رسول الله صلی الله عليه وسلم پیروي وکړي، نو دغه شخص مسلمان دی، له ده سره د الله تعالی لخوا د جنت ته دداخلیدو او له اور څخه د خلاصي وعده شوی ده.
او همداشان هغه څوک چه فرضي عبادات ادا کړي، او له محرماتو ځینی ځان ګوښه کړي، نو همدې د الله تعالی له هغه بندګانو څخه شمارل کیږي چه مؤمنان او متقیان ورته ویل کیږي، او ددوﺉ لپاره له عذاب څخه د امان وعده لیکل شوی ده، او هم په دنیا او آخرت کښی ورته د الله تعالی د لوﺉ مهربانۍ وعده ده.
خو هغه څوک چه د فرایضو د ادا او له محرماتو څخه د ګوښه کیدو تر څنګ مستحبات هم پرځاي کړي، او له مکروهاتو ځان هم وساتي، او د الله تعالی عبادت او بندګي په داسی خشوع او خضوع سره وکړي لکه چه الله تعالی ورته ګوري نو دغه ډول بندګان د محسنینو بندګانو په شمار کښی راځي، د چا لپاره چه الله په جنت کښی د ډیرو لوړو درجو وعده کړی ده.
نو اوس به لوستونکي ته څرګنده شوي وي چه هغه څه چه د بنده په عبادت کښی کمې او نقصان راولي دری درجی لری:
لمړۍ درجه: شرک اکبر: او هغه دا چه یو څوک د الله تعالی پرته د بل چا عبادت او بندګي وکړي، نو که یو څوک د عبادت له انواعو څخه هره یوه یي د الله تعالی څخه پرته بل چا ته وکړي نو هغه مشرک او کافر کیږي، الله عزَّوَجَلَّ ورڅخه فرضي او نفلي عبادتونه نه قبلوي، لکه هغه خلک چه بتان، اولیاء، ونی، تیګی د خپل ضرورتونو او حاجتونو د پوره کولو لپاره رابلي، او د هغوﺉ لپاره حلالکی کوي، او خپل ضرورتونه پوره کول ورڅخه غواړي، او یا د کوم شر او مصیبت څخه بچ کول ورڅخه غواړي.
نو دغه ډول خلک کافر او مشرکین دي، د اسلام له مقدس دین څخه بهر دي، او که له دوﺉ څخه کوم یو پرته له توبی مړ شي، نو هغه به د جهنم په اور کښی تل ترتله وي. الله سبحانه وتعالی دی مونږ ورڅخه وساتي.
دوهمه درجه: کوچنې شرک (شرک اصغر): لکه ریا، سمعت او په عبادت اوبندګۍ کښی ځان ښودنه، لکه چه یو بنده خپل کوم عبادت لکه لمونځ یا خیرات او داسی نور په ښه شان ادا کوي او ښایسته کوي یي؛ ددي لپاره چه خلک يي په دغه کار باندي وستایي، نو که څوک داسی کار کوي ښکاره ده چه دې په دغه عبادت کښی الله عزَّوَجَلَّ ته هغه اخلاص نلري چه له عذاب څخه پری خلاصیدې شي، اګر که ده دلته حقیقةً د غیر الله بندګي نه ده کړی، خو ده په دغه عبادت سره د خلکو او مخلوق ستایل او ثنا اراده کړی ده،ځکه ده ددغه عبادت ثواب له غیر الله څخه غوښتلې چه هغوﺉ یي وستایي، نو په دي سره دغه بنده د شرک اصغر)وړوکي شرک( مرتکب کیږي، چه همدغه عبادت بربادوي او له منځه یي وړي؛ ځکه رسول الله صلی الله عليه وسلم په یو حدیث قدسي شریف کښی فرمایي چه الله سبحانه وتعالی فرمایلي دي:
«أنا أغنی الشُّرَکاءِ عَنِ الشِّركِ، مَنْ عَمِلَ عَمَلاً أَشْرَكَ فِيهِ مَعِيَ غَيرِيْ تَرَکْتُهُ وَشِرْکَهُ» [رواه مسلمٌ من حديثِ أبي هُريرةَ رضی الله عنه ].
ترجمه: «په ټولو شریکانو او برخوالو کښی زه له خپلی برخی او شرک څخه ډیر بی پروا یم، هر هغه چا چه یو عمل وکړ چه په هغی کښی یي له ما سره بل څوک شریک او برخمن کړ، نو زه دغه بنده او دغه د عمل خپله برخه دواړه پریږدم».
د شرک اصغر یو ډول دا هم دې چه دبنده زړه په دنیا پوری داسی ونښلي چه همدا دنیا یي لوي هدف او مقصد وګرزي، چه ددی دنیا په سبب ورڅخه ځینی فرضیات او واجبات پاتی کیږي او ضایع کیږي، او کله کله د محرماتو مرتکب کیږي، ځکه دده په زړه کښی ددنیا الوهیت او قداست دومره لوﺉ وي، چه له دي کبله ورڅخه ددنیا لپاره فرضیات اوواجبات پاتی کیږي او د محرماتو مرتکب کیږي، حال دا چه رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي:
«تَعِسَ عَبْدُ الدِّينَارِ وَعَبْدُ الدِّرْهَمِ وَعَبْدُ الْخَمِيصَةِ إِنْ أُعْطِيَ رَضِيَ وَإِنْ لَمْ يُعْطَ سَخِطَ تَعِسَ وَانْتَكَسَ، وَإِذَا شِيْكَ فَلاَ انْتَقَشَ». [رواه البخاريُّ من حديثِ أبيهُريرةَرضی الله عنه ].
ترجمه: «هلاک او رانسکور دی شي،او بدبخته دی شي ددینار او اشرفیو بنده، او هم ددرهمو او نقری بنده، او د شړۍ بنده، که څه ورته ورکړ شي، نو خوشحاله شي، او که ورنکړ شي، نو خفه کیږي، نو بدبخته او ذلیل دی شي، او که ازغې یي په پښه کښی ننوځی نو تری وه دي نه ایستل شي».
او دا هم بددعايي او خیری دي چه رسول الله صلی الله عليه وسلم یي ورته په بدبختۍ او هلاکت باندی ګوي، نو هغه څوک چه درسول الله صلی الله عليه وسلم د خیرو مستحق شي کله به یي د مخی سمه شي، بلکه هرکله چه پاڅیږي نو بیرته راغورزيږي، او که په کوم مصیبت اخته شي نو له هغی څخه د وتلو لار ورته نه معلومیږي، او دا ټول لدي کبله چه ده خپل ځان د دنیا بنده کړې دې، او دنیا د الله سبحانه وتعالی څخه غافل او بي پروا کړې دې.
دلته رسول الله صلی الله عليه وسلم یوه مهمه قاعده او ضابطه بیان کړی ده، او هغه دا چه «که څه ورته ورکړ شي نو خوشحالیږي، خو که ورته ورنکړ شي بیا خفه کیږي» یعنی خوشحالي او خفګان یي یواځی په دنیایي ګټو پوری تړلی وي.
نو د چا چه ټول کوښښ او خواري د دنیا لپاره وي، او همدا یي معیار وي، که ورته دنیایي ګټی په لاس ورغلی، نو خوشحاله به وي، ګنی د الله عزَّوَجَلَّ په قضا او فیصله باندي به په قهر وي او ورڅخه به بیزاره وي، او الله تعالی ته یي هم زړه پاک نه وي، نو دا خو د منافقینو صفت دې، لکه چه الله تعالی فرمایي:
﴿وَمِنۡهُم مَّن يَلۡمِزُكَ فِي ٱلصَّدَقَٰتِ فَإِنۡ أُعۡطُواْ مِنۡهَا رَضُواْ وَإِن لَّمۡ يُعۡطَوۡاْ مِنۡهَآ إِذَا هُمۡ يَسۡخَطُونَ ٥٨﴾ [التوبة: 58].
ترجمه: «ځینی ددی منافقینو څخه هغه دي چه عیب او طعنی لګوي پر تا باندی په ویش د صدقاتو او خیراتو کښی، نو که له دغه صدقاتو څه شې ورته ورکړ شي، خوشحالیږي، او که ورنکړ شي بیا خفه او په غصه وي».
او ددوي خفګان او قهر او غصه د غیر الله لپاره وي، چه هغه دنیايي ګټی دي.
او د چا چه دا حال وي نو هغه عبادت هم یواځی یو الله تعالی ته نه خاص کوي، بلکه د هغه په زړه کښی د غیر الله الوهیت او عبودیت هم ننوتې وي.
او دا داسی کار دې چه نښی یي په هغه چا کښی لیدل کیږي چه زړه یي په مال، مشرۍ، او یا هم په کوم معلوم معیُّن شخص پوری تړلې وي، نو دومره محبت او مینه ورسره کوي چه د هغه له کبله د الله تعالی څخه په سرغړونه کښی هم واقع شي، نو دده په زړه کښی ددغه شخص محبوب غلامي وي چه د هغه زړه یي تړلې وي، او د هغه له کبله د الله تعالی سرغړونی ته هم تیار شي، او هغه څوک چه خپل زړه د الله تعالی پرته په بل چا پوری وتړي نو الله تعالی به هم په هغه باندی عذاب ورکړي.
دریمه درجه: ګناهونه کول: او هغه داسی چه بنده ځینی حرامو شیانو ته لاس وراوږد کړي او یا هم په ځینی فرضیاتو کښی له سستۍ او لټۍ څخه کار واخلي، نو هرڅومره چه یو بنده د خپل پروردګار څخه سرغړونه کوي، په همدغه اندازه دې الله جل جلاله ته په خپله بندګۍ کښی نقصان او کمې راولي.
د الله سبحانه وتعالی په بندګۍ کښی کاملترین او پوره بندګي کونکې هغه څوک دې چه د الله تعالی اوامر په ډیره ښه ډول سره ادا کوي، او د الله تعالی پر دین سم او ټینګ ولاړ وي، لکه چه الله عزَّوَجَلَّ فرمایي:
﴿إِنَّ ٱلَّذِينَ قَالُواْ رَبُّنَا ٱللَّهُ ثُمَّ ٱسۡتَقَٰمُواْ فَلَا خَوۡفٌ عَلَيۡهِمۡ وَلَا هُمۡ يَحۡزَنُونَ ١٣ أُوْلَٰٓئِكَ أَصۡحَٰبُ ٱلۡجَنَّةِ خَٰلِدِينَ فِيهَا جَزَآءَۢ بِمَا كَانُواْ يَعۡمَلُونَ ١٤﴾ [الأحقاف:13-14].
ترجمه: «بیشکه هغه کسان چه ویلي یي دي: زمونږ پروردګار یواځی یو الله سبحانه وتعالی دې، او بیا په دغه اقرار باندی ټینګ ولاړ دي، نو پر دوﺉ باندي ویره نشته له تیر وخته، او نه به دوي غمجن وي له راتلونکي عذاب څخه، همدغه ستایل شوي خلک د جنت خاوندان دي چه همیشه به وي په دغه جنت کښی، دا بدله ددوﺉ ده په سبب د هغه عمل چه دوﺉ به کولو».
همدارنګه په بل ځاي کښی الله تعالی فرمایي:
﴿إِنَّ ٱلَّذِينَ قَالُواْ رَبُّنَا ٱللَّهُ ثُمَّ ٱسۡتَقَٰمُواْ تَتَنَزَّلُ عَلَيۡهِمُ ٱلۡمَلَٰٓئِكَةُ أَلَّا تَخَافُواْ وَلَا تَحۡزَنُواْ وَأَبۡشِرُواْ بِٱلۡجَنَّةِ ٱلَّتِي كُنتُمۡ تُوعَدُونَ ٣٠ نَحۡنُ أَوۡلِيَآؤُكُمۡ فِي ٱلۡحَيَوٰةِ ٱلدُّنۡيَا وَفِي ٱلۡأٓخِرَةِۖ وَلَكُمۡ فِيهَا مَا تَشۡتَهِيٓ أَنفُسُكُمۡ وَلَكُمۡ فِيهَا مَا تَدَّعُونَ ٣١ نُزُلٗا مِّنۡ غَفُورٖ رَّحِيمٖ ٣٢ وَمَنۡ أَحۡسَنُ قَوۡلٗا مِّمَّن دَعَآ إِلَى ٱللَّهِ وَعَمِلَ صَٰلِحٗا وَقَالَ إِنَّنِي مِنَ ٱلۡمُسۡلِمِينَ ٣٣﴾ [فصلت: 30-33].
ترجمه: «بیشکه هغه کسان چه ویلي یي دي: زمونږ پروردګار یواځی یو الله سبحانه وتعالی دې، او بیا په دغه اقرار باندی ټینګ ولاړ دي نو دوﺉ ته به ملایکی رازي او ورته به وايي چه: تاسو مه ویریږۍ ددنیا په عمل، او مه غمجن کیږۍ د آخرت د عذابونو له راتلو څخه، او بلکه تاسو خوشحاله شۍ په هغه جنت چه له تاسو سره یي وعده شوی وه، مونږ ستاسو ملګري او دوستان یو په ژوند ددونیا کښی او په آخرت کښی، او شته ستاسو لپاره په آخرت کښی هغه نعمتونه چه ستاسو زړونه یي غواړي، او شته تاسو ته هغه نعمتونه چه تاسو یي غواړۍ، دا نعمتونه میلمستیا ده ستاسو لپاره د الله تعالی لخوا چه بخښونکې او د مهربانۍ خاوند دې، او څوک ډیر ښایسته دې په وینا کښی له هغه چا څخه چه بلنه کوي د الله تعالی خوا ته او دهغه دین ته، او پخپله هم نیک عمل کوي، او په ژبه اقرار هم کوي چه زه له مسلمانانو څخه یم».
قلبي عبادتونه په دری اساسي بنسټونو باندی ولاړ دي: محبت، ویره، او امید، نو دا دریواړه عظیم الشان عبادتونه یو الله تعالی ته خاص کول پر بنده فرض دي.
او تر ټولو باید د الله تعالی سره ډیر محبت وکړي، او له هغه سره پدي محبت کښی هیڅ مخلوق شریک او برخمن نکړي، لکه چه الله تعالی فرمايي:
﴿وَٱلَّذِينَ ءَامَنُوٓاْ أَشَدُّ حُبّٗا لِّلَّهِ﴾ [البقرة: 165].
ترجمه: «او هغه کسان چه مؤمنان دي هغوﺉ ډیر زیات محبت کونکي دي د الله تعالی سره».
او د الله تعالی له قهر او عذابه څخه به ویریږي، تر څو د الله تعالی له ویری له ګناهونو کولو څخه رابند شي.
او هم به د الله تعالی د رحمت، مغفرت، بخښنی فضل او احسان ډیر امید کوي.
او هغه څوک چه په یو وخت کښی دا دریواړه سره یو ځاي په زړه کښی ساتي نو هغه د الله تعالی له رحمت څخه نه ناامیده کیږي، او نه هم د الله تعالی له عذابه څخه په امن کښی کیږي، بلکه هغه په زړه کښی د الله د رحمت د امید ترڅنګ د الله تعالی د عذاب ویره هم ساتي، لکه چه الله عزَّوَجَلَّ فرمایي: ﴿وَٱدۡعُوهُ خَوۡفٗا وَطَمَعًاۚ إِنَّ رَحۡمَتَ ٱللَّهِ قَرِيبٞ مِّنَ ٱلۡمُحۡسِنِينَ ٥٦﴾ [الأعراف:56].
ترجمه: «او وبلۍ الله تعالی په داسی حال کښی چه تاسو د هغه له عذابه ویریږۍ، او هم د هغه درحمت او بخښنی طمع او امید لرۍ، بیشکه د الله عزَّوَجَلَّ رحمت نیکانو ته نژدی دې».
او دعا دلته دواړو نوعو ته شامله ده، که هغه عبادتي او ذکري دعا وي، او که یا هم دکوم حاجت د غوښتنی دعا وي.
په هغه بنده کښی چه د الله تعالی سره مینه او محبت وي، نو دغه محبت او مینه یي دی ته اړ کوي چه الله عزَّوَجَلَّ ته د ځان نژدي کولو کوښښ وکړي، او د الله تعالی سره د ملاقات او د هغه لیدو ته يي شوق پیدا شي، بلکه د هغه په یادولو او ذکر باندی ورته سکون او آرام حاصلیږي، او دغه محبت یي دیته اړباسي چه هغه څه خوښ کړي چه الله تعالی یي خوښوي، او هغه څه بد وګڼي چه الله تعالی یي بد ګڼي، او پدي شان سره د ولاء او براء عبادت په وجود کښی راځي؛ ځکه دده محبت د الله تعالی سره رښتينی دې.
همدارنګه د الله تعالی څخه ویره بنده لدي څخه ایساروي چه د محرماتو مرتکب شي، او یا هم فرایض پریږدي، او په همدي ډول دې د الله تعالی له متقینو بندګانو څخه شمار شي، هغه څوک چه د الله تعالی له ویری د هغه د قهر او عذاب له اسبابو څخه هم ځان ساتي.
او د الله تعالی د رحمت امید بیا بنده کښی شوق پیدا کوي چه نیک عملونه وکړي؛ ځکه هغه امید لري چه ددي په سبب به ورته لوﺉ لوﺉ ثوابونه او د الله تعالی د رضامندۍ برکتونه په لاس ورشي، کوم چه الله تعالی خپلو نیکانو بندګانو ته ورکوي.
ليکوال : عبدالعزيز مطيري
ژباړن : ابو زکريا اسماعيل الأفغاني