شفعه

د شفعه کلمه له شفع نه اخيستل شوې چې يو ځای کولو ته وايي او د فقهاؤ په اصطلاح کې شفعه عبارت ده د کور او ځمکې د تملک له حق نه د ګاونډيتوب د ضرر د لرې کولو پخاطر ، مثلاً که څوک خپل کور او ځمکه خرڅ کړي د هغه شريک او يا ګاونډي ته دا حق شته چې د هغه په دغه معامله نيوکه وکړي او پلورل شوی مال په هماغه بيع واخلي چې بل چا اخيستی وو د شريک يا ګاونډي دغه حق تثبيتولو ته شفعه وايی .

اسلامي شريعت شفعه ددې لپاره جايز عمل ګرځولی دی څو د ضرر ، خصومت او دوښمنۍ مخنيوی وشي ځکه کيدای شي شريک يا ګانډی خپل ملکيت په داسې بيګانه کس خرڅ کړي چې د هغه شريک او ګانډې ته په ضرر تمام شي نو د دغه ضرر د دفع پخاطر د شفعه حکم جايز شوی دی .

په حديث شريف کې راغلي دي :قضى رسول الله صلى الله عليه وسلم بالشفعة في كل شركة ما لم تقسم ربعة أو حائط لا يحل له أن يبيع حتى يؤذن شريكه فإن شاء أخذ وإن شاء ترك وإذا باع ولم يؤذنه فهو أحق به حتى يؤذنه (المسلم ۱۶۰۸ ) .

ژباړه : رسول الله صلی الله عليه وسلم په هر مشرک جايداد (لکه : کور ، باغ او ځمکه ) کې د شفعه فيصلهفرمايلې ده : چې په هر مشرک جايداد کې چې تقسيم شوی نه وي باغ وي که کور د هغه مالک ته دا جايزه نه ده څو پورې چې شريک څخه اجازه نه وي اخيستې، شريک اختيار لري چې هغه خپله واخلي يايې پرېږديکچېرې يې شريک بغير د شريک اجازې خپل سهم خرڅ کړ نو شريک ته يې په همغه قيمت د اخيستلو حق شته ده يعنې په اخيستلو کې يې اول خپل شريک او ګانډی حق اولويت لري .

د شفعه اسباب :

د شفعه دری اسباب دي :

۱- په جايداد کې شرکت.

۲- هغه کس شفعه کولای شي چې په ګټه کې شريک وي مثلاً لاره يې يوه وي ، د يوې چاه څخه اوبه اخلي او داسې نور .

۳- د امام ابوحنيفه په نزد ګاونډی د شفعه حق لري کوم کور يا ځمکه چې د ده له ملکيت سره پيوسته وي مګر د جمهورو فقهاؤ امام مالک ، امام شافعی او امام احمد په نزد ګاونډې ته د شفعه حق نشه (موسوعة الفقهية ) .

د شفعه د صحت شرطونه :

۱- شفعه يوازې په غير منقوله چايداد کې لکه : کور او ځمکه کې جايزه ده .

۲- د شفعه په حق کې مسلم او غير مسلم برابر دي .

۳- څو پورې چې جايداد خرڅ شوی يا هبه شوی نه وي هغه پورې شفعه نشي کيدای .

۴- کله چې جايداد خرڅ شي شفع کوونکی به د شفع کولو او نا خوښۍ اعلان کوي او که ده هغه وخت څه ونه ويل نو بيا ورته د شفع حق نشته .

📌آیا این مطلب برای شما مفید بود؟ پس با دوستان‌تان شریک سازید تا آنها هم بهره‌مند شوند! 🤝 📲#اشتراک_گذاری 🥀🌹

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.