شاټکرېټ – د کانکرېټو يو غوره بديل

ويښ ملتونه د خپلو خلکو د سوکالۍ لپاره د نړۍ له پرمختګ او نوښتونو سره ګام پر ګام پر مخ ځي. زموږ د ټولنې د ډېرو نورو ستونزو په شان په علمي، مسلکي، ټکنالوژيکي او پرمختيايي برخو کې له نورې نړۍ څخه شاته پاته کېدل د اندېښنې وړ دي. په پوهنتونونو کې لا هم د پېړيو پخواني درسي ميتودونه او زاړه چپټرونه تدريسيږي. د څېړنې، معيارونو، نوښتونو او مثبتو تقليدونو هېڅ څرک نشته. دلته لا هم د عادي پله ودانول دوه کاله وخت غواړي په داسې حال کې چې په پرمخ تللې نړۍ کې د دې کار وخت تر دوو اونيو راټيټ شوی دی.

د انجينیر ۍ د معياري تعريفونو له مخې هغه څوک انجينیر نشي بلل کېدای چې نوښت، ابتکار او د پنځونې ځواک ونلري. په ډېره خواشينۍ بايد وویل شي چې زموږ په ټولنه کې لا هم ځوانان يوازې د ښه معاش لپاره انجينيري وايي او له پوهنتونو هم پرته له دې چې پرتليز او علمي معيارونه په پام کې ونيول شي؛ فارغين راوځي.

په هر حال نن به د يوې نړيوالې تجربې په اړه خبرې وکړو. داسې يو څه چې دلته دود نه دي. شاټکرېټ د نړۍ په پرمختللو هېوادونو کې يوه ښه کارېدونکې او بريالۍ پروسه ده.

شاټکرېټ څه ته وايي؟ What is Shotcrete

شاټکرېټ د يوه تېز شنونکي ماشين په مرسته د وچې يا لندې مسالې ويشتلو پروسه ده چې له سيمي يا فایبري جالۍ سره په ګډه يو کلک او غوره کانکرېټي عنصر رامنځته کوي. د شاټکرېټ نوم او  تخنيک په ۱۹۰۷ زېږديز کال کې د امريکا په شيکاګو کې د يوه موزيم د يوې رالوېدلې برخې د رغونې لپاره رامنځته شول او په ۱۹۱۱ ز کې دا  اختراع د کارل ايکلي په نوم امريکايي لپاره ثبت شوه. تر ۱۹۵۰ زېږديز کال پورې يوازې د وچو موادو ګډه سپرې (Gunite) کارېده خو له هغه وروسته د لندو موادو ګډ شاټکرېټ رامنځته شو او وکارول شو.

شاټکرېټ له معمولي کانکرېټو غوره ګڼل کيږي ځکه تر هغو کلک، دوامداره او د کم نفوذ منونکي دي. همدا شان شاټکرېټ د پېچلو جوړښتونو لپاره په آسانۍ او کم وخت کې کارول کېدای شي.  شاټکرېټ د

800px-Shotcrete_Covered_Cliff_Auckland

د شاټکرېټ په وسيله د غره کلکه شوې ډډه

د شاټکرېټو لس غوره ځانګړنې:

  1. په ځای پر ځای کارېدونکو ودانيو کې د چوکاټ يا قالب په کارونه کې له ۵۰ تر ۱۰۰ په سلو کې کمښت
  2. د داخلي فشار له پاره د چوکاټ نه اړتيا
  3. د پېچلو ودانيزو جوړښتونو د ودانولو لپاره ډېر کم وخت
  4. د جرثقيل او نورو ماشينونو، کمه يا هېڅ نه کارېدنه
  5. په رغونه کې د کارګرو لپاره تر ۵۰ په سلو کې آساني
  6. په نويو ودانيو کې د کار پر مهال له ۳۳ تر ۵۰ په سلو کې د کم وخت اړتيا
  7. د ودانيزو عناصرو غوره نښلېدنه او د ټينګښت لوړېدل
  8. د بيا رغونې لپاره لنډ وخت او د خرابو شوو ودانيزو عناصرو د له کاره لوېدو مخنيوی
  9. د هغو سطحو د بيا رغونې لپاره له اقتصادي نظره غوراوی چې په نورو پروسو کې قيمته پريوزي
  10. د هغو برخو د رغونې لپاره چې لاسرسی ورته سخت وي

د کارونې ډولونه – وچ اخښل (مېکس) يا لوند مېکس

که څه هم د وچو يا لندو موادو ګډول دواړه ځانګړي شرايط، ګټې او ځانګړنې لري خو د دوی تر منځ د غواروي لپاره لاندې خبرې په پام کې نيول کيږي:

header-wet-mix

  • اقتصاد
  • موادو او وسایلو ته لاسرسی
  • کارځای ته لاسرسی
  • د ټېکه‌دار تجربه او تخصص

اوس مهال شاټکرېټ د لاندې ودانيو لپاره کارول کيږي:

  1. بيا رغونه او بېرته جوړول
  2. ځمکني بنسټونه
  3. نوې ودانۍ
    په پولنډ کې د يوه موزیم شاټکرېټي دېوال

    په پولنډ کې د يوه موزیم شاټکرېټي دېوال

  4. ډنډ، حوض، د اوبو ځانګړې ودانۍ او د سکېټ پارکونه
  5. د اوبو ذخيرې او ګنبدې
  6. تونلونه
  7. منظرې او هنري مجسمې

هيله ده ودانيز شرکتونه او اړوند دولتي بنسټونه دې او دا ډول نورو ودانيزونو ټکنالوژيو ته پاملرنه وکړي او د دودولو لپاره يې کار وکړي. په دې کار به موږ اقتصادي ګټه تر لاسه کړې وي، وخت به مو سپمولی وي او له نړۍ سره به مو د نوښتونو او پرمختګونو په نړۍ کې يو ګام وړاندې ايښی وی.

محمود سعيد

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.