سيرت مصطفی ﷺ؛ د مينې او لارښونې کیسه حصه (9)

جمع او ترتيب خالد منصور هډه وال

📚 د رسول الله ﷺ سیرت د صحیح نبوي سنتو او سلفو آثارو څخه

▪نهمه برخه:

▪ د نبي کریم ﷺ تره ګان :

د سیرت علماوو د نبي کریم ﷺ د تره ګانو په شمیر اختلاف کړی، همداراز د ځینو نومونو په اړه یې هم اختلاف کړی دی.

د نبي کریم ﷺ تره ګان دا دي:

زبیر، حمزه، ضرار، ابو طالب (چې نوم یې عبد مناف و)، ابو لهب (چې نوم یې عبدالعزى و)، عباس، مغیره (چې لقب یې حجل و)، غیداق (چې ډېر سخي و،

نوم یې مصعب و، او ځینې وايي نوفل و، او بل روایت دا دی چې همدا حجل و)، مقوم (چې نوم یې عبد الکعبه و،

او ځینې وايي چې مقوم او عبد الکعبه دوه جدا کسان و)، قثم، او ځینو عوام هم زیات کړی دی.

ځینو د حارث او مقوم ترمنځ یووالی ښودلی، او ځینو غیداق او حجل یو شخص ګڼلی دی.

حارث د عبدالمطلب تر ټولو مشر زوی و، او عباس تر ټولو کشر و.

▪ یوازې حمزه او عباس رضي الله عنهما مسلمانان شول:

د سیرت عالمانو اتفاق کړی چې د نبي کریم ﷺ له تره ګانو څخه یوازې حمزه او عباس رضي الله عنهما مسلمانان شول.

ابو طالب او ابو لهب که څه هم اسلام یې ولید، خو ایمان یې را نه ووړ.

▪ د ابو طالب له اسلام راوړلو څخه ډډه:

المسيب رضي الله عنه روایت کوي: کله چې د ابو طالب د مرګ وخت رانږدې شو، نو رسول الله ﷺ ورغی، ابو جهل او عبدالله بن ابي امیه هم هلته حاضر و.

نبي کریم ﷺ ورته وویل:

“ای تره! ته ووایه: لا إله إلا الله، دا یوه کلمه ده چې زه به یې د الله په وړاندې ستا لپاره حجت جوړ کړم.”

خو ابو جهل او عبدالله بن ابي امیه وویل: “ایا ته د عبدالمطلب له دین څخه مخ اړوې؟” رسول الله ﷺ بیا بیا دا خبره ورته کوله، او هغوی همدا خبره ور تکراروله، تر دې چې ابو طالب په پای کې وویل: “زه د عبدالمطلب په دین یم”

او د لا إله إلا الله ویلو یې انکار وکړ.

رسول الله ﷺ وفرمایل: “قسم په الله! زه به تر هغه ستا لپاره استغفار کوم، ترڅو چې راته منع را نه شي.”

نو الله تعالی دا آیت نازل کړ:

{ مَا كَانَ لِلنَّبِيِّ وَالَّذِينَ آمَنُوا أَن يَسْتَغْفِرُوا لِلْمُشْرِكِينَ } (التوبة: 113)

او بیا د ابو طالب په اړه دا آیت نازل شو:

{ إِنَّكَ لَا تَهْدِي مَنْ أَحْبَبْتَ وَلَكِنَّ اللَّهَ يَهْدِي مَن يَشَاءُ } (القصص: 56)

(بخاري: 4772، مسلم: 24)

▪ علي رضي الله عنه وايي: زه نبي کریم ﷺ ته راغلم او ورته مې وویل: “ای رسول الله! ستا هغه مشرک تره وفات شو.” نبي کریم ﷺ وفرمایل:

“ورځه، خپل پلار خاورو ته وسپاره، خو تر هغې چې بېرته نه یې راغلی، څه نوي کار مه کوه.”

علي رضي الله عنه وايي: زه لاړم، هغه مې خاورو ته وسپاره، او کله چې بېرته راغلم، نبي کریم ﷺ راته د غسل کولو امر وکړ او زما لپاره یې دعا وکړه.

(ابوداود: 3214، نسائي: 2006، احمد: 1074، او صحیح الألباني: 161)

▪ ابو طالب ته د آخرت د عذاب کمښت:

عباس رضي الله عنه له نبي کریم ﷺ وپوښتل: “ای د الله رسوله! تا خپل تره ته څه ګټه رسولې؟

ځکه هغه خو به ستا دفاع کوله او ستا لپاره به غصه کېده.”

نو نبي کریم ﷺ وفرمایل:

“هغه د اور په ډنډ کې دی، که زه نه وای، نو د دوزخ په تر ټولو ښکته برخه کې به و.”

(بخاري: 3883، مسلم: 209)

▪ ابو طالب ته د رسول الله ﷺ د وجود له برکته د عذاب تخفیف وشو:

حافظ ابن حجر رحمه الله وايي: “دا تخفیف د رسول الله ﷺ د برکت له امله ځانګړی دی.

” (فتح الباري: 7/594)

▪ د ابو لهب دښمني له نبي کریم ﷺ سره:

ربيعة بن عباد رضي الله عنه وايي: ما د جاهلیت په زمانه کې نبي کریم ﷺ د ذي المجاز بازار کې ولید، حال دا چې خلکو ته یې ویل:

“ای خلکو! ووایاست: لا إله إلا الله، ترڅو چې بریالي شئ.”

خو د خلکو تر شا یو سپین او ښکلی سړی و، چې سپین سترګی (احول) و او دوه غټې وېښتې (غدیرتین) یې لرلې، هغه به خلکو ته ویل: “دا دروغجن صابي دی !”

زه حیران شوم، خلکو ته مې وپوښتل، دوی وویل: “دا د نبي کریم ﷺ تره، ابو لهب دی.”

(احمد: 19004، حسن الأرناؤوط)

▪ د نبي کریم ﷺ د دعوت پر مهال د ابو لهب سپکاوی:

ابن عباس رضي الله عنهما وايي: یوه ورځ نبي کریم ﷺ د صفا غونډۍ ته وخوت، او ویې ویل:

“ای قریشو! که زه تاسو ته ووایم چې دښمن سهار یا ماښام درباندې برید کوي، ایا زه به رښتیا وايم؟”

هغوی وویل: “هو، ته رښتیا ویونکی یې.”

نو نبي کریم ﷺ وفرمایل:

“زه تاسو ته د سخت عذاب څخه د مخنیوي لپاره خبر درکوم!”

نو ابو لهب وویل:

” تبا شي ! ایا ته موږ همدې لپاره را غونډ کړي یو ؟”

نو الله تعالی دا آیت نازل کړ:

{ تَبَّتْ يَدَا أَبِي لَهَبٍ وَتَبَّ } (المسد: 1)

(بخاري: 4972، مسلم: 208)

#پای، راتلونکې برخه به ان شاء الله راشي.

د رحمت پېغمبر ﷺ درسونه شريک کړئ!

ملګريو، د نبوي سيرت درسونه يوازې زموږ لپاره نه، بلکې د ټول امت لپاره لارښوونه ده. راځئ چې دغه زرین درسونه نورو ته ورسوو، ځکه د علم خپرول صدقه جاريه ده. رسول الله ﷺ فرمایلي:
“هغه څوک غوره دی چې د خلکو لپاره ګټه رسوي.”

راځئ د نبوي لارښوونو څراغونه بل کړو او د دې صدقې ثواب تر قیامت پورې جاري وساتو.

Donate

*******************************************************

عزیزان گرانقدر:

لطفاً این مضامین خیلی مهم و حیاتی را با تمام خانواده، اقارب، دوستان، و همکاران تان شریک سازید، و در رشد فکری، عقیدتی، ایمانی و وجدانی همنوع تان اقلاً یک امر خیری را، مایه ی حصولِ صدقات جاریه ی تان سازید.

جزاکم الله خیراً!

*******************************************************

یادونه: په دعوت نیوز کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، د دعوت نیوز توافق ورسره شرط نه دی.

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

error: Content is protected !!
چیټ خلاص کړئ
مرسته
Scan the code
سلام 👋
زه څنګه مرسته کولی شم؟