جمع او ترتيب خالد منصور هډه وال
📚 د رسول الله ﷺ سیرت د صحیحو احادیثو او سلفي آثارو څخه
▪ اتمه برخه:
▪ د نبي ﷺ لوڼې:
امام ابن عبدالبر په (الاستيعاب) کې وايي:
“ټولو اجماع کړې چې خدیجه رضي الله عنها د رسول الله ﷺ لپاره څلور لوڼې وزیږولې، چې ټولې یې اسلام ته ورسیدې او هجرت یې وکړ؛ زینب، فاطمه، رقیه، او ام کلثوم.” (۱)
همداراز وايي:
“هغه څه چې نفس پرې ډاډه کېږي، د صحیحو روایتونو له مخې د رسول الله ﷺ د لوڼو ترتیب دا دی: زینب لومړۍ، بیا رقیه، بیا ام کلثوم، او فاطمه الزهراء په آخر کې. والله اعلم.”
—
▪ زینب بنت رسول الله ﷺ:
زینب د خپلو خوېندو تر ټولو مشره وه.
▪ هجرت یې مدینې ته:
زینب رضي الله عنها له خپل خاوند ابوالعاص څخه مخکې مسلمان شوې وه. وروسته له بدر جګړې، د خپل خاوند د شرط له مخې، له مکې مدینې ته هجرت وکړه.
📖 سرچینې:
(سنن ابی داود: ۲۶۹۲، احمد: ۲۶۳۶۲) – شیخ الباني یې تصحیح کړی.
▪ د رسول الله ﷺ زینب بېرته ابوالعاص ته ورکړه:
نبي ﷺ زینب رضي الله عنها بېرته ابوالعاص ته د پخواني نکاح پر بنسټ ورکړه، پرته له دې چې نوی مهر وټاکي.
📖 سرچینې:
(سنن ابی داود: ۲۲۴۰، ابن ماجه: ۲۰۰۹، ترمذي: ۱۱۴۳، احمد: ۳۲۹۰) – شیخ الباني یې تصحیح کړی.
▪ وفات:
ام عطیه انصاریه رضي الله عنها وايي:
«کله چې د رسول الله ﷺ لور وفات شوه، نبي ﷺ موږ ته وفرمایل: (دا درې یا پنځه ځلې یا تر دې زیاتې په اوبو او سدر سره ووینځئ، او په آخري ځل کې کافور یا د کافور څه برخه واچوئ. کله چې فارغ شوئ، ما خبر کړئ.) کله چې فارغ شوو، نبي ﷺ موږ ته خپل ازار راکړ او ویې ویل: (دا پرې واچوئ).»
📖 سرچینې:
(بخاري: ۱۲۵۳، مسلم: ۹۳۹)
زینب رضي الله عنها په ۸ هجري کې وفات شوه.
—
▪ رقیه رضي الله عنها:
عثمان بن عفان رضي الله عنه له بعثت مخکې واده ورسره کړی و، او عبدالله یې ترې وزیږېد، چې عثمان رضي الله عنه به یې په کنیه یادېده.
عثمان رضي الله عنه له رقیه سره حبشې ته هجرت وکړ.
د بدر غزا پر مهال، رسول الله ﷺ عثمان ته امر وکړ چې د رقیې خدمت وکړي، ځکه چې ناروغه وه.
📖 سرچینه:
(بخاري: ۳۶۹۸)
رقیه رضي الله عنها له بدر غزا څو شپې وروسته وفات شوه، او عمر یې شاوخوا شل کاله و.
—
▪ ام کلثوم رضي الله عنها:
ام کلثوم رضي الله عنها له هجرت وروسته اسلام قبول کړ.
کله چې رقیه رضي الله عنها وفات شوه، عثمان رضي الله عنه د رسول الله ﷺ له امر سره سم ورسره واده وکړ.
عثمان رضي الله عنه درې کاله ورسره ژوند وکړ، خو زوی یا لور یې ترې پیدا نشوه.
ام کلثوم رضي الله عنها په ۷ هجري کې وفات شوه.
📖 سرچینه:
(بخاري: ۱۲۸۵، ۱۳۸۲)
—
▪ فاطمة الزهراء رضي الله عنها:
فاطمه رضي الله عنها د بعثت لږ مخکې پیدا شوې وه.
علي رضي الله عنه ورسره په ۲ هجري نکاح وکړه، خو د احد له غزا وروسته یې کور ته یوړه.
د حسن، حسین، محسن، ام کلثوم، او زینب مور وه.
د رسول الله ﷺ نسل یوازې د فاطمې رضي الله عنها له لارې پاتې شو.
📖 سرچینه:
(احمد: ۱۱۷۵۶ – شیخ الباني یې تصحیح کړی)
▪ وفات:
فاطمه رضي الله عنها د رسول الله ﷺ له وفات شپږ میاشتې وروسته وفات شوه.
📖 سرچینه:
(بخاري: ۴۲۴۰، مسلم: ۱۷۵۷)
يادونه !
محسن رضي الله عنه ته نسبت شته، خو د هغه د ژوند، وفات او د شهادت څرنګوالي په اړه اختلافات موجود دي. ځينو رواياتو هغه د حضرت علي رضي الله عنه او فاطمې رضي الله عنها زوی ګڼلی دی، خو مستند او قوي روايات د حسن، حسين، زينب او ام کلثوم رضي الله عنهم ذکر کوي.
✅ پای، نوې برخه به ان شاء الله راتلونکې وي.
د رحمت پېغمبر ﷺ درسونه شريک کړئ!
ملګريو، د نبوي سيرت درسونه يوازې زموږ لپاره نه، بلکې د ټول امت لپاره لارښوونه ده. راځئ چې دغه زرین درسونه نورو ته ورسوو، ځکه د علم خپرول صدقه جاريه ده. رسول الله ﷺ فرمایلي:
“هغه څوک غوره دی چې د خلکو لپاره ګټه رسوي.”
راځئ د نبوي لارښوونو څراغونه بل کړو او د دې صدقې ثواب تر قیامت پورې جاري وساتو.