جمع او ترتيب خالد منصور هډه وال
📚 د رسول الله ﷺ سیرت د صحیح سنت او سلفو آثارو څخه
▪اوومه برخه:
▪د نبي ﷺ اولادونه:
▪قاسم بن محمد ﷺ: (١)
امام ابن عبدالبر په الاستيعاب کې وایي:
“ټولو علماوو اتفاق کړی چې خدیجې (رضي الله عنها) د نبي ﷺ لپاره یو ځوی وزیږاوه چې قاسم نومېده، او نبي ﷺ به په همدې نوم کنیت اخیست. دا د اهل علمو ترمنځ هیڅ اختلاف نه لري.”
▪ابراهیم بن محمد ﷺ: (٢)
▪د نبي ﷺ د ځوی ابراهیم پیدایښت:
انس بن مالک رضي الله عنه وایي: رسول الله ﷺ وفرمایل:
“تېره شپه راته ځوی وزېږېد، ما د خپل پلار ابراهیم په نوم ونوماوه.”
(رواه مسلم: ۲۳۱۵)
▪د ابراهیم ناروغي او د نبي ﷺ غم:
انس بن مالک رضي الله عنه وایي: موږ له رسول الله ﷺ سره د ابو سیف قین (حداد) کور ته لاړو، چې هغه د ابراهیم ته ئي کور والا پي ور کړئ وي (رضاعي پلار) و.
نبي ﷺ ابراهیم راوخیست، ښکل یې کړ او بوی یې کړ. وروسته چې موږ ورغلو، ابراهیم په سخت حالت کې و، د نزع شیبې یې وې.
د رسول الله ﷺ له سترګو اوښکې روانې شوې. عبدالرحمن بن عوف رضي الله عنه وویل:
یا رسول الله! تاسې هم ژاړئ؟
نبي ﷺ وفرمایل: “ابن عوفه! دا رحمت دی.”
بیا یې وفرمایل:
“سترګې اوښکې تویوي، زړه غمجنېږي، خو موږ به یوازې هغه څه وایو چې زموږ رب پرې راضي وي. ای ابراهیمه! ستا د فراق له امله موږ سخت غمجن یو.”
(رواه البخاري: ۱۳۰۳، مسلم: ۲۳۱۵)
▪د ابراهیم د وفات ورځ او لمر ګرځیدل:
مغیره بن شعبه رضي الله عنه وایي: د رسول الله ﷺ د زوی ابراهیم د وفات پر ورځ لمر تندر ووهه (کسوف راغی). خلکو وویل: دا د ابراهیم د وفات له امله شوی دی.
نبي ﷺ وفرمایل:
“لمر او سپوږمۍ د چا د ژوند یا مرګ له امله نه تیاره کېږي. که دا وینئ، نو لمونځ وکړئ او الله ته دعا وغواړئ.”
(رواه البخاري: ۱۰۴۳، مسلم: ۹۱۵)
▪د ابراهیم روزنه په جنت کې:
البراء رضي الله عنه وایي: کله چې ابراهیم وفات شو، رسول الله ﷺ وفرمایل:
“بېشکه، هغه ته به په جنت کې یوه رضاعې مور ورکړل شي.”
(رواه البخاري: ۱۳۸۲)
🔹 پای، راتلونکې برخه به ان شاءالله تعالي ډېر ژر وړاندې شي.
………….
📌 حاشیه:
امام ابن القیم په زاد المعاد کې وایي:
“د نبي ﷺ لومړی زوی قاسم و، چې د هغه له نومه یې کنیت اخېست. قاسم کوچنی وفات شو، ځینې وایي چې دومره لوی و چې آس ته پورته شو. بیا عبدالله وزېږېد، چې د نبي ﷺ د لورګانو وروسته زېږېدلی و.
ایا عبدالله له بعثت وروسته یا مخکې زېږېدلی؟
پدې کې اختلاف دی، خو ځینو د بعثت وروسته زېږېدنه صحیح ګڼلې.
ایا عبدالله الطیب او الطاهر بل څوک وواو دا جدا جدا ځامن وو، یا دا د هغه لقبونه وو؟
صحیح قول دا دی چې دا یې لقبونه وو،
والله اعلم.
د نبي ﷺ ټول زامن او لوڼې له خدیجې (رضي الله عنها) څخه پیدا شوي، له نورو مېرمنو یې اولاد نه درلود.”
بیا یې د مدینې منورې په ښار کې د خپلې وينځي ماریه قبطیه څخه ابراهیم وزېږېد، دا د هجرت په اتم کال و.
ابراهیم د رضاعت نه مخکې وفات شو، د هغه د جنازې لمونځ شوی که نه؟
پدې کې اختلاف دی.
د نبي ﷺ ټول اولادونه له هغه مخکې وفات شول، یواځې فاطمه (رضي الله عنها) شپږ میاشتې وروسته وفات شوه.
📜 المقوقس (د مصر واکمن) دا وينځه نبي ﷺ ته ډالۍ کړې وه.
يادونه!
الظئر): د رضاعي مور خاوند ته ویل کېږي.
پښتو کښي ورته څه نوم اخلئ کمينټ کښي وه ليکه ؟
د رحمت پېغمبر ﷺ درسونه شريک کړئ!
ملګريو، د نبوي سيرت درسونه يوازې زموږ لپاره نه، بلکې د ټول امت لپاره لارښوونه ده. راځئ چې دغه زرین درسونه نورو ته ورسوو، ځکه د علم خپرول صدقه جاريه ده. رسول الله ﷺ فرمایلي:
“هغه څوک غوره دی چې د خلکو لپاره ګټه رسوي.”
راځئ د نبوي لارښوونو څراغونه بل کړو او د دې صدقې ثواب تر قیامت پورې جاري وساتو.