سيرت مصطفی ﷺ؛ د مينې او لارښونې کیسه حصه (6)

جمع او ترتيب خالد منصور هډه وال

*******************************************************

📚 د رسول الله ﷺ سیرت د صحیحې نبوي سنت او سلفي آثارو په رڼا کې

🔹 شپږمه برخه

🔹 د رسول الله ﷺ کورنۍ

🔹 پلار یې:

رسول الله ﷺ پلار عبدالله و. د ده په نوم کې اختلاف نشته، خو د وفات په اړه یې اختلاف شته. ځینو ویلي، دی د نبي ﷺ له زېږېدو وړاندې وفات شوی، او ځینو ویلي، وروسته.
خو لومړی قول صحیح دی.

د رسول الله ﷺ د عمر په اړه هم د اختلاف روایتونه شته چې پلار یې وفات شوی، خو راجح دا دی چې تر یو کال کم عمر یې درلود.

ابن قیم رحمه الله دا خبره د “زاد المعاد” کتاب کې ذکر کړې، او حافظ ابن حجر رحمه الله “فتح الباري” کې نقل کړې.

ابن کثیر رحمه الله “البداية والنهاية” کې لیکلي:
“عبدالله د خپل پلار عبدالمطلب تر ټولو کوچنی زوی و.”

الزهري رحمه الله ویلي:
“عبدالله د قریشو تر ټولو ښکلی سړی و.”

خو ځینې وايي، تر ټولو کوچنی زوی عباس و.

*******************************************************

🔹 د نبي ﷺ پلار د اسلام پرته وفات شو:

د انس رضي الله عنه روایت دی، چې یو سړي نبي ﷺ ته وویل:
“يا رسول الله! زما پلار چېرته دی؟”
نبي ﷺ وفرمایل: “په اور کې.”
کله چې سړی بېرته لاړ، نبي ﷺ هغه راوغوښت او ورته ویې ویل:
“بېشکه زما پلار او ستا پلار دواړه په اور کې دي.”

(رواه مسلم: 203، ابو داود: 4718، احمد: 12192)

*******************************************************

🔹 مور یې:

د رسول الله ﷺ مور آمنه بنت وهب وه، چې د عبد مناف زوی وهب لور وه. وهب د بنی زهره قبیلې مشر و، هم نسب، هم شرف کې.

آمنه د قریشو تر ټولو شریفي او نسب داره ښځه وه.

د رسول الله ﷺ نیا (د مور له لوري) بره بنت عبدالعزی وه، چې د عبد الدار زوی عثمان لمسی وه.

*******************************************************

🔹 د نبي ﷺ د مور وفات:

ابن اسحاق رحمه الله د عبدالله بن ابي بکر له قوله روایت کوي:

“د رسول الله ﷺ مور آمنه وفات شوه، هغه مهال چې دی شپږ کلن و، د ابواء په سیمه کې، چې مکه او مدینه تر منځ ده. دا خپل زوی د بني نجار د خپلوانو کره بوتله، ترڅو یې هلته د خپلو خالګانو سره اشنا کړي.”

(سیره ابن هشام: 1/168)

*******************************************************

🔹 د نبي ﷺ مور د اسلام پرته وفات شوه:

ابو هريره رضي الله عنه روایت کوي:

“نبي ﷺ د خپلې مور قبر ته ورغی، ژړا یې وکړه، نو ټول شاوخوا خلک یې وژړول. بیا یې وفرمایل: ما له خپل رب څخه د مور لپاره د استغفار اجازه وغوښته، نو اجازه رانه کړل شوه، خو د قبر د زیارت اجازه راکړل شوه، نو تاسو هم قبرونه زیارت کوئ، ځکه دا تاسو ته مرګ یادوي.”

(رواه مسلم: 976، النسائي: 2043، ابن ماجه: 1572، ابو داود: 3234، احمد: 9688)

*******************************************************

🔹 محدثینو د حدیث توضیح ورکړې:

امام نووي رحمه الله وایي: “ځکه ورته اجازه ورنه کړل شوه، چې مور یې کافره وه، او د کافر لپاره استغفار جایز نه دی.”

# پای، او راتلونکې برخه به، ان شاء الله، ژر نشر شي.

نوټ
ځيني تاريخي رواياتو کښي راغلې چه د نبي مهربان صلی الله علیه وسلم والدين را ژوندې کړي شو ايمان په حالت کې بيا وفات کړئ شو.
والله اعلم..

*******************************************************

حاشیه:

1. د نبي ﷺ د پلار د عذاب ثبوت:

نووي وایي: “هغه څوک چې د کفر په حالت کې مړ شي، نو هغه د اور مستحق دی، او د نژدې والي قرابت ورته ګټه نه رسوي. هغه کسان چې د جاهلیت په زمانه کې د بوتانو عبادت کاوه، د دوزخ اهل دي. ځکه د ابراهیم علیه السلام دعوت او د نورو انبیاوو پیغام دوی ته رسېدلی و.”

الباني هم دا قول تأیید کړی او ویلي یې دي: “جاهلي مشرکین دوزخي دي، ځکه هغوی د “اهل الفترة” له ډلې نه دي.”

ابن کثیر وایي: “که څه هم رسول الله ﷺ د خپل پلار، مور، او نیکه عبدالمطلب د عذاب خبر ورکړی، دا د “اهل الفترة” د مسئلې سره تضاد نه لري. ځینې خلکو ته رسولان رسېدلي او دوی یې انکار کړی. که څوک بې له دې چې حجت ورباندې قائم شي، مړ شي، هغه به د قیامت په ورځ وازمویل شي.”

الباني دا خبره ښه تحلیل کړې، چې ځینې خلک به د جاهلیت پر مهال داسې مړه شوي وي، چې حجت به ورباندې نه وي قائم شوی، نو هغوی ته به د قیامت په ورځ امتحان ورکول کېږي.

 

2. د رسول الله ﷺ د مور د وفات تفصیل:
دا وفات د “شق الصدر” پېښې وروسته شوی، کله چې رسول الله ﷺ بېرته خپلې مور ته سپارل شوی و. هغه بیا د خپلې مور او نیکه عبدالمطلب سره و، تر هغه چې مور یې وفات شوه.

يادونه !
سيرت کښي اکثريت روايتونه د تاريخ په کتابونو کښي موجود وي.

او تاريخ کتابونه مختلفو احاديث روايت کوي او سند څيړنه نه کوي نو ځکه تاسو به مختلفو کتابونه ګوري او ځینې تفصيلات به مختلف وي
ليکن زموږ کو شش دي چه سيرت د صحيح احاديثو په رڼا کښی تحقیقي لیکنه نشر کړو.

🌴 دوام لري، راتلونکې برخه به ان شاء الله راشي.

 

د رحمت پېغمبر ﷺ درسونه شريک کړئ!

ملګريو، د نبوي سيرت درسونه يوازې زموږ لپاره نه، بلکې د ټول امت لپاره لارښوونه ده. راځئ چې دغه زرین درسونه نورو ته ورسوو، ځکه د علم خپرول صدقه جاريه ده. رسول الله ﷺ فرمایلي:
“هغه څوک غوره دی چې د خلکو لپاره ګټه رسوي.”

راځئ د نبوي لارښوونو څراغونه بل کړو او د دې صدقې ثواب تر قیامت پورې جاري وساتو.

*******************************************************

نوټ..
ضرور ئي شير کړئ مننه .

مننه له هغه چا نه چې ليکنه ئي وه لوستله او د ګوتو نښه يې پرېښوده.!

*******************************************************

يو ځل ئي ولولئ خامخا او بيا ئي ملګرو سره شير کړئ

   ❥ོ| اللَّهُمَّ صَلِّ عَلَى םבםב وَعَلَى آلِםבםב ، كَمَا صَلَّيْتَ عَلَى إِبْرَاهِيْمَ وَعَلَى آلِ إِبْرَاهِيمَ إِنَّكَ حَمِيدٌ مَجِيد♥🫀

   ❥ོ| اللَّهُمَّ بَارِكْ عَلَى םבםבٍ وَعَلَى آلِםבםב ، كَمَا بَارَكْتَ عَلَى إِبْرَاهِيْمَ وَ عَلَى آلِ إِبْرَاهِيمَ إِنَّكَ حَمِيدٌ مَجِيد🌱🤍

*******************************************************

د دعوت نیوز رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ

له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت نیوز رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت نیوزبانکي پته: Islamic Bank AC # 00105100585219

د واټس آپ شمېره:  WhatsApp: +93 747 162 162

*******************************************************

Support Dawatnews Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawatnews Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
Islamic Bank AC # 00105100585219
Account for international payments: 00105100585219

WhatsApp:+93 747 162 162

*******************************************************

عزیزان گرانقدر:

لطفاً این مضامین خیلی مهم و حیاتی را با تمام خانواده، اقارب، دوستان، و همکاران تان شریک سازید، و در رشد فکری، عقیدتی، ایمانی و وجدانی همنوع تان اقلاً یک امر خیری را، مایه ی حصولِ صدقات جاریه ی تان سازید.

جزاکم الله خیراً!

*******************************************************

یادونه: په دعوت نیوز کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، د دعوت نیوز توافق ورسره شرط نه دی.

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

📌آیا این مطلب برای شما مفید بود؟ پس با دوستان‌تان شریک سازید تا آنها هم بهره‌مند شوند! 🤝 📲#اشتراک_گذاری 🥀🌹

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.