جمع او ترتيب خالد منصور هډه وال
📚 د رسول الله ﷺ سیرت د صحیح سنت او د سلفو آثارو په رڼا کې
▪دوهمه برخه:
▪ د رسول الله ﷺ کُنیه:
امام ذهبي رحمه الله په (السیر) کې وایي: ” دا په تواتر سره ثابت شوی چې د نبي ﷺ کُنیه ابو القاسم وه.”
عکرمه وایي: ” ما د مکې په ښار کې د یوه بوډا تر شا لمونځ وکړ، هغه دوه ویشت تکبیرونه وویل، نو ما ابن عباس ته وویل: هغه احمق دی. ابن عباس وویل: ستا مور دې په غم کې شي، دا د ابو القاسم ﷺ سنت دی.”
(بخاري: ۷۸۸)
(ثکلتک أمک) مانا: ستا مور دې تا له لاسه ورکړي.
ابو رافع رضي الله عنه وایي: “ما د ابو هریره رضي الله عنه تر شا د ماخوستن لمونځ ادا کړ، هغه {إِذَا السَّمَاءُ انشَقَّت} تلاوت کړ او سجدې ته ولاړ شو، ما ترې وپوښتل: دا سجده ولې؟ ابو هریره وویل: ما دا سجده د ابو القاسم ﷺ تر شا کړې وه، نو زه به یې تر قیامته کوم.”
(بخاري: ۷۶۸، مسلم: ۵۷۸)
ابن مسعود رضي الله عنه وایي: “زه له نبي ﷺ سره د مدینې په یوه کرونده کې وم، هغه په یوه چُوب تکیه کړی و. هلته د یهودو یوه ډله وه، ځینو وویل: له ده نه د روح په اړه پوښتنه وکړئ. ځینو وویل: مه پوښتئ چې څه نا خوښ ځواب درته ور نه کړي. نو دوی ورغله او وې ویل: اې ابو القاسم! موږ ته د روح په اړه ووایه. نبي ﷺ یو څه وخت ودرېد او ما پوه شو چې وحې ورته کیږي. کله چې وحې ختمه شوه، نو وې ویل: {وَيَسْأَلُونَكَ عَنِ الرُّوحِ قُلِ الرُّوحُ مِنْ أَمْرِ رَبِّي}.
(بخاري: ۷۲۹۷، مسلم: ۲۷۹۴)
▪ د نبي ﷺ له کُنیې څخه د منع په اړه روایتونه:
انس رضي الله عنه وایي: “نبي ﷺ په بازار کې و، یو سړي غږ کړ: اې ابو القاسم! نبي ﷺ ور وکتل، هغه سړي وویل: ما تاته نه بلکې بل چا ته غږ کړی و. نبي ﷺ وفرمایل: ” زما په نوم ځانونه ونوموئ خو زما په کُنیه ځانونه مه کُني کوئ.”
(بخاري: ۲۱۲۰، مسلم: ۲۱۳۱)
جابر رضي الله عنه وایي: “زموږ یو ملګري ته زوی پیدا شو، هغه یې القاسم ونوماوه. انصارو وویل: موږ به تا ابو القاسم نه بولو او نه به دې سترګې خوشحاله کړو. نو هغه نبي ﷺ ته راغی او وویل: اې د الله رسوله! ما خپل زوی القاسم ونوماوه، انصارو وویل چې موږ به تا په دې کُنیه ونه بولو. نبي ﷺ وفرمایل: ” انصارو ښه کار وکړ، زما په نوم ځانونه ونوموئ، خو زما په کُنیه ځانونه مه کُني کوئ، ځکه زه قاسم یم (چې د الله احکام تاسو ته وېشم).”
(بخاري: ۳۱۱۵ او ۶۱۹۶، مسلم: ۲۱۳۳)
ابو هریره رضي الله عنه وایي: رسول الله ﷺ وفرمایل: ” زه تاسو ته څه درکوم او څه نه درکوم، زه قاسم یم چېرته چې راته امر وشي هغه ځای کې وېش کوم.”
(بخاري: ۳۱۱۷)
“أضع حيث أمرت” مانا: زه یوازې د الله په امر چا ته څه ورکوم یا ترې منعه کوم.
# ختم، دریمه برخه به ان شاءالله وروسته راشي.
د رحمت پېغمبر ﷺ درسونه شريک کړئ!
ملګريو، د نبوي سيرت درسونه يوازې زموږ لپاره نه، بلکې د ټول امت لپاره لارښوونه ده. راځئ چې دغه زرین درسونه نورو ته ورسوو، ځکه د علم خپرول صدقه جاريه ده. رسول الله ﷺ فرمایلي:
“هغه څوک غوره دی چې د خلکو لپاره ګټه رسوي.”
راځئ د نبوي لارښوونو څراغونه بل کړو او د دې صدقې ثواب تر قیامت پورې جاري وساتو.
—————————
يو ځل ئي ولولئ خامخا او بيا ئي ملګرو سره شير کړئ
❥ོ| اللَّهُمَّ صَلِّ عَلَى םבםב وَعَلَى آلِםבםב ، كَمَا صَلَّيْتَ عَلَى إِبْرَاهِيْمَ وَعَلَى آلِ إِبْرَاهِيمَ إِنَّكَ حَمِيدٌ مَجِيد♥🫀
❥ོ| اللَّهُمَّ بَارِكْ عَلَى םבםבٍ وَعَلَى آلِםבםב ، كَمَا بَارَكْتَ عَلَى إِبْرَاهِيْمَ وَ عَلَى آلِ إِبْرَاهِيمَ إِنَّكَ حَمِيدٌ مَجِيد🌱🤍
****************************************************************
د دعوت نیوز رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت نیوز رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت نیوزبانکي پته: Islamic Bank AC # 00105100585219
د واټس آپ شمېره: WhatsApp: +93 747 162 162
****************************************************************
Support Dawatnews Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawatnews Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
Islamic Bank AC # 00105100585219
Account for international payments: 00105100585219
WhatsApp:+93 747 162 162
****************************************************************
عزیزان گرانقدر:
لطفاً این مضامین خیلی مهم و حیاتی را با تمام خانواده، اقارب، دوستان، و همکاران تان شریک سازید، و در رشد فکری، عقیدتی، ایمانی و وجدانی همنوع تان اقلاً یک امر خیری را، مایه ی حصولِ صدقات جاریه ی تان سازید.
جزاکم الله وخیراً!
****************************************************************
یادونه: په دعوت نیوز کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، د دعوت نیوز توافق ورسره شرط نه دی.
Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website