سيرت مصطفی ﷺ؛ د مينې او لارښونې کیسه حصه(10)

ژباړه او اضافه خالد منصور هډه وال

د رسول الله ﷺ ترورګانې د صحيح احاديثو او سلفو آثار و په رڼا کښی.

(لسمه برخه)

رسول الله ﷺ شپږ ترورګانې لرلې، چې دا دي:

۱⃣ صفیه بنت عبدالمطلب رضي الله عنها

📌 د ژوند ابتدا :

صفیه بنت عبدالمطلب د رسول الله ﷺ ترور او د حضرت حمزه رضي الله عنه شقیقې خور وه. امام ذهبي رحمه الله په “سیر اعلام النبلاء” کې لیکي:
“صفیه د هغو لومړنیو مهاجرینو له ډلې وه، خو دا معلومه نه ده چې آیا هغې له خپل ورور حمزه رضي الله عنه سره اسلام قبول کړی و، او که له خپل زوی زبیر رضي الله عنه سره؟”

✅ مدینې ته هجرت
صفیه رضي الله عنها له خپل زوی حضرت زبیر رضي الله عنه سره مدینې ته هجرت وکړ.

✔ د صفیې رضي الله عنها زړورتیا

صفیه رضي الله عنها خپله کیسه داسې بیانوي:

*”زه د فارع په قلعه (د حسان بن ثابت کلا) کې وم، چیرې چې ښځې او ماشومان وو. دا هغه وخت و، چې رسول الله ﷺ او صحابه کرام د خندق جنګ ته بوخت وو. ناڅاپه یو یهودي زموږ د کلا شاوخوا ګرځېده. ما حسان بن ثابت ته وویل:

‘دا یهودی دلته راچاپېره ګرځي، زه ډاډه نه یم هسې نه چې زموږ ځایونه دوښمن ته وه ښيي، او رسول الله ﷺ له صحابه کرامو سره بوخت دي. ته ورشه، دا یهودی مردار کړه!’

حسان رضي الله عنه وویل:
‘الله دې تا وبښي، ای د عبدالمطلب لورې! خو ته پوهېږې چې زه د دې کار لپاره نه یم.’

کله چې ما ولیدل چې حسان رضي الله عنه د دې کار لپاره تيار نه شو،
ما خپله لمن کلکه وتړله (احتجزتُ)، یو لرګی مې واخیست، له کلا ښکته شوم، او هغه یهودی مې وواژه. بیا بېرته قلعه ته پورته شوم او حسان ته مې وویل:

‘ته ښکته شه، د دې یهودي وسایل واخله!’

خو حسان رضي الله عنه وویل:
‘زه د دې وسایلو اړتیا نه لرم.'”*

📖 (المستدرك للحاكم: ۷۰۵۹، وفتح الباري: ۶/۲۸۵)

📌 د صفیې رضي الله عنها نسب او کورنی ژوند

✅ پلار: عبدالمطلب (شيبة الحمد)
✅ مور: هاله بنت وهیب بن عبد مناف
✅ ورونه: حضرت حمزه، المقوم، او حجل رضي الله عنهم

➖ د نکاح ژوند:
۱. صفیه رضي الله عنها لومړی د ابو سفیان بن حرب له ورور حارث بن حرب سره واده وکړه، خو هغه وفات شو.

۲. بیا یې نکاح د عوام بن خویلد سره وشوه، چې د ام المؤمنین حضرت خدیجه رضي الله عنها ورور و.

➖ اولادونه:
✔ زبیر بن عوام رضي الله عنه – د رسول الله ﷺ حواري، د لسو جنتي صحابه‌وو له ډلې یو.
✔ سائب بن عوام رضي الله عنه – د بدر او خندق غزاوو کې ګډون کړی و، او د یمامې په جنګ کې شهید شو.
✔ عبدالکعبه بن عوام – د هغه په اړه معلومات د “الاستیعاب” او “ابن سعد” په کتابونو کې موندل کېږي.

📆 وفات:

صفیه رضي الله عنها د عمر بن الخطاب رضي الله عنه د خلافت پر مهال (۲۰هـ) وفات شوه او د بقیع په هدیره کې خاورو ته وسپارل شوه، چې عمر یې شاوخوا اویا کاله و.

۲⃣ اروی بنت عبدالمطلب

✅ نکاح او ژوند :
۱. د عمیر بن وهب په نکاح وه، له هغه یې زوی طلَیب وزېږېد، چې د دار ارقم په کور کې یې اسلام قبول کړ.
۲. بیا یې نکاح د ارطاء سره وشوه، او له هغه یې فاطمه زېږولې وه.

📖 (سیر اعلام النبلاء)

۳⃣ برة بنت عبدالمطلب

✅ نکاح او ژوند:
۱. د ابو سلمه بن عبد الأسد المخزومي (د بدر غزا ګډونوال) مور وه.

۲. بیا یې نکاح د ابو رهم بن عبد العزی العامري سره وشوه، چې زوی یې ابو سبرة د بدر غزا ګډونوال و.

📖 (الاستيعاب، ابن سعد)

۴⃣ امیمة بنت عبدالمطلب

✅ اولادونه:
✔ عبدالله بن جحش
✔ ام المؤمنین زینب بنت جحش – د رسول الله ﷺ مېرمن
✔ عبیدالله بن جحش
✔ ابو احمد عبد
✔ حمنه بنت جحش

🛑 اختلاف:
✔ ځینې علماء وایي چې امیمة رضي الله عنها اسلام قبول کړی و.
✔ خو امام ذهبي رحمه الله وایي: “ظاهراً هغې اسلام نه و قبول کړی، او نه یې هجرت کړی و.”

📖 (سیر اعلام النبلاء)

۵⃣ البیضاء (ام حکیم) بنت عبدالمطلب

✅ نکاح او ژوند:
۱. د کریز بن ربیعة په نکاح وه، چې زوی یې عامر او لور یې اروی وه.
۲. بیا یې نکاح د عقبة بن أبي معیط سره وشوه، چې اولادونه یې:
✔ ولید
✔ خالد
✔ ام کلثوم – دریو واړو صحابه‌وو له رسول الله ﷺ سره ملاقات درلود.

📖 (سیر اعلام النبلاء)

۶⃣ عاتکه بنت عبدالمطلب

✅ اسلام قبولول او هجرت:

✔ امام ذهبي رحمه الله وایي: “عاتکه اسلام قبول کړی و، او هجرت یې هم کړی و.”
✔ ابن قیم رحمه الله وایي: “د عاتکه او اروی اسلام باندې اختلاف شته، خو ځینو د اروی اسلام ته داخلېدل صحیح ګڼلي دي.”

📖 (زاد المعاد، سیر اعلام النبلاء)

 

خلاصه د بحث دا شوه.

📍 دا شپږ محترمې میرمنې د رسول الله ﷺ ترورګانې وې. دوی د قریشو له اشرافو ښځو څخه وې، ځینې یې د اسلام مبارک دین ته داخل شوې، او ځینې یې د جاهلیت په حال کې وفات شوې.

📍 عبدالمطلب، چې د دوی پلار و، شیبة الحمد هم بلل کېده، ځکه چې هغه ډېر سخي او مهربان و.

 

يادونه

عبدالمطلب ته “شیبة” هم ویل کېده، ځکه چې د پيدايښت پر مهال یې پر سر سپین وېښته وو. همداراز، د هغه د سخي‌توب له امله “شیبة الحمد” هم نومېده.

نور بیا… (ان‌شاء‌الله د یولسمې برخې سره به دوام ورکړو!)

 

د رحمت پېغمبر ﷺ درسونه شريک کړئ!

ملګريو، د نبوي سيرت درسونه يوازې زموږ لپاره نه، بلکې د ټول امت لپاره لارښوونه ده. راځئ چې دغه زرین درسونه نورو ته ورسوو، ځکه د علم خپرول صدقه جاريه ده. رسول الله ﷺ فرمایلي:
“هغه څوک غوره دی چې د خلکو لپاره ګټه رسوي.”

راځئ د نبوي لارښوونو څراغونه بل کړو او د دې صدقې ثواب تر قیامت پورې جاري وساتو.

Donate

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

error: Content is protected !!
چیټ خلاص کړئ
مرسته
Scan the code
سلام 👋
زه څنګه مرسته کولی شم؟