سويډنی ښځه چې په انترنټ کې د يوې کلمې په وسيله اسلام قبلوي

«لينا» سويډني ښځنه د «اهتديت بالقرآن» سره د مصاحبې په يوه برخه کې وايي:

زیات اديان مې مطالعه کړل ، کليسا ته د تعليم لپاره تللم او له خپل پلار سره مې ځنې مهمو محافلو کې کډون کولو څو نيکبخته شم .

هميشه مې دا فکر کولو چې د ژوند معنی خو دا نه ده چې يوازې وخوره ، وڅښه او خوب وکړه .

يوه شپه مې په انترنټ کې د مختلفو ځايونو له خلکو سره خبرې کولې چې دا مهال له يو ځوان سره مخ شوم ماته يې وويل : آيا تا قرآن لوستی ؟

بلاخره قرآن ته متوجه شوم ، قرآن مې ولوست له هر ډول خطاء څخه پاک کتاب .

د سوره ابراهيم دا ايت مې پيدا کړ [مِّن وَرَآئِهِ جَهَنَّمُ وَيُسْقَى مِن مَّاء صَدِيدٍ * يَتَجَرَّعُهُ وَلاَ يَكَادُ يُسِيغُهُ وَيَأْتِيهِ الْمَوْتُ مِن كُلِّ مَكَانٍ وَمَا هُوَ بِمَيِّتٍ وَمِن وَرَآئِهِ عَذَابٌ غَلِيظٌ] (سوره ابراهيم ۱۶-۱۷).

ژباړه : (هر مکتبر سرکشه نامراده شو) چې تر شا يې دوزخ دی او په هغه به د وینو زویو اوبه څښولى شي ، چې هغه به په تكلیف سره غړپ غړپ څښي او نژدې به نه وي چې هغه تېرې كړي او ده ته به له هره ځایه مرګ راشي، حال دا چې هغه به مړ كېدونكى نه وي او د ده شا او مخې ته به ډېر سخت عذاب وي.

کله مې چې دا آيت ولوست له ځانه سره حيرانه شومه او بدن ولړزيد او پوه شوم چې زه په جهنم باندې باور لرم ، بدن مې ټکان وخوړ او ډيره وويريدمه .

باور مې وموند چې الله تعالی ماته په همدې شان په اسلام باندې پوهيدل ليکلي او پوه شوم چې هغه ځوان د اسلام داعي وو او له ما څخه يې غوښتل چې په اسلام کې داخله شمه .

وروسته مې ډير فکر وکړ چې څه وکړم څو ورځې مې له ځانه سره فکر کولو چې څه وکړم ؟

يوه ورځ مې د انترنټ لیارې د يو کس څخه پوښتنه وکړه چې څنګه په اسلام کې داخله شمه او د شهادت کلمه ووايمه ؟

هغه راته مکمل تفصيل راکړ .

بيا يو ورځ يوازې ناسته ومه چې د انترنټ پرته کوم بشر راسره نه وو نو دغه وخت مې غسل وکړ او شهادتين مې وويل او په اسلام کې داخله شومه ، د الله تعالی حمد او ثنا مې ولوسته او ښه احساس مې وکړ .

سبا مې خپله خور خبره کړه چې زه مسلمانه شوې يم او څو ورځې وروسته مې پلار او کورنی خبره شول .

زما سره څو شالونه وو نه پوهيدم چې د حجاب لپاره کوم واغندم ، بيا مې حجاب وکړ او پخپل حجاب فخر کوم .

يوه ورځ مې مور راته وويل : تا ولی مخکې اسلام نه راوړلو ؟ ته اوس ډيره ښه ښځه شوې يې . زه په دې خبره باندې ډيره خوشحاله شوم او پوه شوم چې ډير خلک په دې باندې یقين لري چې ټول خير په اسلام کې دی ، خو خبره دا ده چې له دوی څخه دغه (ستر نعمت ) پټ او يا هم ورباندې پوهيدل سخت دي .

هغه آيتونه چې پر ما يې زيات تأثير کړی دی يو هم دغه آيت کريمه دی [وَالْكَاظِمِينَ الْغَيْظَ وَالْعَافِينَ عَنِ النَّاسِ] (آل عمرال ۱۳۴).

يعنې : او چې غصې لره زغمونكي وي او خلقو ته معافي كوونكي وي.

لومړی ما له خپلې کورنۍ سره په قهرجنه لهجه سلوک کولو خو کله مې چې پورته آيت په قرآن کې ولوست او ورباندې پوه شوم ومې ژړل چې الله تعالی ماته د سلوک په اړه داسې بيان کړی دی .

د «سويد» په محیط کې اسلام راوړل او په اسلام کې اوسيدل آسانه نه وو خو زما لپاره د تسل آیت دا وو [فَإِنَّ مَعَ الْعُسْرِ يُسْرًا] (يقيناً له سختۍ سره اساني شته).

اوس غواړم چې نورې نجوني د الله تعالی لورې ته په غوره طريقه سره را وبولم .

مصدر :اهتديت بالقرآن شيخ فهد الکندري – سويدية أسلمت بسبب کلمة واحدة في الانترنت

📌آیا این مطلب برای شما مفید بود؟ پس با دوستان‌تان شریک سازید تا آنها هم بهره‌مند شوند! 🤝 📲#اشتراک_گذاری 🥀🌹

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.