سوال :-ډیرخلګ دی شب برات په شپه متاؤی غــورزوی شـــوی براتــونه او اورونه بلوی ټیرونه سوځی شریعت نبوی ﷺدی عمل ته په کوم نظرګوری ؟
ځواب :-داعمل په اصل کی دی مشرکانواتش پرستوعمل ده خوبدبختـانه چی دی مشرکانواوهندوانوډیراعمال اورسمونه مسلمانانوته داخـل شوی دی لهذاچی داد مشرکانوعمل اورسم ده نوناجائزخوضرورده .
شیخ عبدالحق محدث دهلوی په دی هکله داسی لیکی بدعت شنـیعه ده هغه رسم کوم چی په اکثروښارودی هندکی کیږی چــی هغه زیات چراغونه اوبرقونه لګول دی اوهـــمدارنـــګه زیات اورونه بلـــول دی اودهـــغوی سره دلهولعب (ساتیری)لپاره جمع کیــدل دی چونکی داداســـی عمل ده چی نه يي په معتبروکتابوکی کوم اصل شته اونه يي په غیرمعتبروکتابوکی اونه کوم ضعیف اویا موضوعی روایت پکښی شتــه اوعلی ابن ابراهیـــم ویلی چی دی اوربلیدواوروښــانـــتیا بدعـــت اول له برامکه چی راشروع شوهغه خلګ اتش پرست ووچی کله مسلمان شول نوداکاريي په اسلام کی داخــل کړاوله دی نه ددوی اصـــــل غــرض اتش پرســـتی وه الخ ماثبت بالسنة للعبدالحق محدث دهلوی اومولاناعبدالکریم تــــرمذی لیـــــکی چی څـــوک دا عمل کوی هـغه ددی حدیث مصداق ګرځی من تشبه بـــقومٍ فهومنهم یعنـی چاچی له چاسره مشابهت اختیارکړهغه به له هــغوســره په ورځ دی قیامت راپورته کیږی � ددی حدیث له رویه علماوولیـــکلی پتـــلون نیـــګټايي استعمالول حرام دی ځـــکه چی دادکفارو لبـــاس ده اوپه انګریزی هم بې له حاجته خبری کول صحح ندی بالاخره په دی شپوکی اورنه بلول ډیـربدعمل اوبدعت ده بیاخاصکرداسی ده برکت په شپوکی داسی اعمال ترســره کول لالویه ګناده که کم عمره غیرمکلف زنکان داکارکوی په لویانویی ضروری ده چی له دی عمل نــه يي منــع کړی اودی نه منـــع کولوپه صورت کی به يي ګناه دلویانـوپه غــاړه وی همدارنــګه هـــرنـــارواه عمل چی کم عمره هلکان کوی لکه دی سروزروګوتي په لاس کول وغیره په سرپرستانويي لازمـه ده
چی له داسی اعملويي رابنـــدکړی کــــنه پـــه ورځ دی قیـــــامت به دوی پری مسئول يي خوبدبختانه چی سرپرستان خپل اولادونــه دی اعمالوته برابره وی لکه هرمالدارشخص خپل اولادتــــه دسروزروګـــوتی جوړوی اوهغه ته يي ورپه لاس کــــوی حالانــــکه دسپینــوزرونه ماســـواء نورهـــرقسم ګوتی استعمالول دنارینه لپاره حرام دی البته دښځولپاره دســـروزرواستـــعمال رواده